اصلي واک، حتمي پرېکړه او وروستۍ حساب یوازې د الله په لاس کې دی
فرعون د خپلې مطلقې واکمنۍ، ځواکمن پوځ او بېساري غرور په نشه کې تر دې حده ورسېد چې اعلان یې وکړ: «زه ستاسو تر ټولو لوی رب یم». هغه ځان له هر قانون، اخلاق او حقیقت څخه پورته ګاڼه. د بنياسرائیلو پر وړاندې یې ظلم د وحشت پولې واوښتې؛ ماشومان یې وژل، کمزوري یې غلامان کړل او انسانیت یې تر پښو لاندې کړ. د هغه غرور دومره ژور شو چې د الله د نبي، موسیٰ علیهالسلام، د حق غږ یې په سپکاوي رد کړ او خپل ځواک یې تلپاتې وباله.
خو کله چې همدا فرعون له خپل لښکر سره د تعقیب په نشه کې سمندر ته ورننووت، هماغه ځواک، هماغه پوځ او هماغه تکبر په یوه شېبه کې بېوسه شول. الله تعالی هغه د عبرت په یوه نښه بدل کړ او غرق یې کړ، تر څو نړۍ وپوهېږي چې د غرور پای تل تباهي وي.
نن، د نړیوالو رسنیو له لارې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې څرګندونې کوي چې ګواکې نړیوال قوانین ورته ارزښت نه لري، او امریکایي پوځ ته د نړۍ په هر ګوټ کې د مداخلې مطلق اختیار حاصل دی. د ده له نظره، پر ده او د ده پر پرېکړو نړیوال قانون نه پلي کېږي؛ یوازینی معیار یې خپل تعریف شوی اخلاق او ملي ګټه ده. هغه ځواک د حق د ټاکلو وسیله بولي، او د ګرینلنډ او وینزویلا په څېر مسایل د دې ثبوت په توګه وړاندې کوي چې په نړیوال سیاست کې پرېکړه کوونکی اصل یوازې زور دی. دا سوچ په حقیقت کې دا دعوه کوي چې ځینې واکمن ځان د قانون او حسابورکولو نه پورته ګڼي.
خو تاریخ په لوړ غږ وایي: په هر دور کې یو فرعون پیدا شوی، او د هر فرعون پر وړاندې یو موسیٰ ولاړ و. ځواک، تکبر او بېقانوني کېدای شي لنډمهاله وېره خپره کړي، خو حقیقت هېڅکله د تل لپاره نه شي ځپل کېدای. هغه څوک چې ځان د نړۍ مالک ګڼي، وخت ورته بیا بیا دا درس ورکوي چې اصلي واک، حتمي پرېکړه او وروستۍ حساب یوازې د الله په لاس کې دی.
نن د امریکا پر وړاندې چین د یوه نوې ننګونې په توګه راڅرګندېږي. که امریکا هر څومره فشارونه، بندیزونه او سیاسي خنډونه هم جوړ کړي، د چین د پرمختګ مخه نه شي نیولای. چین ثابته کړې چې د محدودیتونو تر سیوري لاندې هم د علم، څېړنې او انجینرۍ له لارې معجزې رامنځته کېدای شي. چینایي ساینسپوهانو عادي سټینلېس سټیل د پرمختللو حرارتي سیستمونو په مرسته داسې بدل کړی چې د هایپرسونیک سرعت پر مهال له ۳۰۰۰ درجې سانتيګراد څخه لوړه تودوخه زغملای شي؛ دا یوه ستره علمي او تخنیکي لاسته راوړنه ده.
دا نوښت، ځانبسیايي او جرأت ښيي چې چین یوازې په دفاعي ډګر کې نه، بلکې په فضایي، صنعتي او ستراتیژیکو ټکنالوژیو کې هم مخ پر وړاندې روان دی—او د امریکا لپاره ورځ تر بلې داسې سیال ګرځي چې نور یې له پامه غورځول ناشوني دي…!!!