جمهوري اسلامي (ایران)
"اسلامي" وروستاړی کارول ډېر آسانه دئ؛ ډېریو هېوادونو له خپل نوم وړاندي یا وروسته لیکلی یا ئې د اساسي قانون لومړۍ ماده پرې ښکلې کړې؛ خو زه اسلامي نظام ته په دې تعریف قایل یم چي:
"هغه نظام باید اسلامي نظام وبلل سي چي له ځان نه د دفاع جوگه وي."
دا ستونزمن خو څرگند معیار دئ؛ د عملي سیاست په تحلیل کي د بحث وړ او شاید منطقي هم؛ زما په فکر همدا تعریف د اسلام د سیادت له تصور سره همغږی دئ. اسلام لوړ دئ او بل شی نه سي ورباندي لوړ کېدلی؛ دا څنگه اسلامي نظامونه دي چي کفر ته د ټینگي نه دي؟! لکه مودورو غرب ئې یرغمال کړي؛ یوازي د گفتار او پر خپلو ولسونو د جبر نظامونه!!
که څه هم له دې تعریف سره احساسات مل دي او تحلیل گرموي؛ دا یقیناً فکري او تحلیلي ارزونه نه ده؛ نو ځکه ئې باید احساسات نظر انداز کړئ!
همدا متن به یو څه ادبي او د احساساتو له چوکاټه وباسم!
د "اسلامي" وروستاړي کارول خورا آسانه دي؛ ډېر هېوادونه دا نوم له خپل رسمي عنوان سره تړي، یا ئې د اساسي قانون په لومړۍ ماده کي ځای پر ځای کوي. خو اسلامي نظام یوازي په نوم نه پېژندل کېږي. زما په اند هغه نظام اسلامي بلل کېدلی سي چي د خپل دین، خپلواکۍ او ارزښتونو د دفاع وړتیا ولري. اسلام د برلاسۍ دین دئ: "الإسلام يعلو ولا يُعلى عليه." نو هغه نظامونه چي د کفري فشارونو پر وړاندي ټینگ نه سي درېدلی او د بهرنیو قدرتونو تر سیاسي او فکري اغېز لاندي وي؛ څنگه کولی سي ځانونه په رښتینې معنا اسلامي وبولي؟! که نظام یوازي د شعار، جبر او ظاهري دین دارۍ پر بنسټ ولاړ وي؛ نو دا د اسلام د سیادت له روح سره په ټکر کي دئ.
په هر صورت: د جمهوري اسلامي زور به هم وگورو؛ چي د دوی زور اوبه کېږي که د امریکا (یا ئې د ناروا بچي - ملعون قام)؟!!