فقيران له بلې زاويې؛ فقيران دوه ډوله وي
فقيران دوه ډوله وي يو هغه چې هره شېبه شکايتونه او فريادونه کوي، که يو ځل له چا غوښتنه وکړي نو سم ورپورې نښلي او په اصطلاح شله توب ورباندې غالب وي، دا ډول فقيران ټول پېژني، ممکن دا ډول خلک د ډېرو خوښ هم نه شي.
او يو هغه وي چې هڅه کوي خپل عفت په هر حال وساتي، سختي پر ځان تېروي آن تر دې چې د هغوی له حاله بېخبره انسان پرې د غني او شتمن انسان فکر وکړي.
قرآن کریم وايي چې ستاسو د مرستې لومړۍ درجه مستحقين دغه دويمه ډله ده، حال دا چې د قرآن کريم د وينا له مخې دوی خپل فقر او حال له خلکو پټوي او شکايت او فرياد نه کوي. نو اوس د ټولنې شتمن خلک به څنګه د دوی له حاله خبرېږي؟ نو سره له دې چې دوی چا ته حال نه وايي او قرآن کريم بيا هم لارښوونه کوي چې له دوی سره مرسته وکړئ!!! پس دلته اشاره ده چې شتمن دې په ټولنه کې بېتفاوته ژوند نه کوي، بلکې دوی دې خپل شا او خوا فقير خپلوان او ګاونډیان خپله وپېژني، اجتماعي اړیکې دې پياوړي کړي، داسې چې پرته له وينا يې اړتياو ته رسېدګي وکړای شي.
د فقيرانو ترمنځ دا توپير قرآن کريم بيان کړی دی، د دې توپير بيانولو هدف دا هم کېدای شي څو مونږ متوجه کړي چې په هيڅ ډلې، هيڅ قوم، هيڅ طبقې عمومي حکم او فکر ونه کړو، پر ټولو يوه فتوی ورنه کړو، په خپلو تصوراتو او موقف نيولو کې بايد تر وروستۍ کچې دقت وکړو.