د کابل وراني او د ډاکټر نجیب الله وژل کيدل !!

جنوري 25, 2026 - 16:56
 0  49
د کابل وراني او د ډاکټر نجیب الله وژل کيدل !!

ډاکټر زاهد

ــ ژباړه ـ  ق ـ ن ز ير

 

د مجاهدینو د بدنامولو لپاره یو ناسم تبلیغ دا روان دی چې ګلبدین حکمتیار او نورو مجاهدینو ډلو د واک لپاره د افغانستان پلازمېنه کابل په کنډواله بدله کړه. خو تر اوسه هېچا دا موضوع په علمي ډول نه ده څېړلې. هېڅ سروې نه ده شوې چې کابل چا بمبار کړ. کومو ځایونو او کومو سیمو باندې بریدونه وشول. حال دا چې د حزب اسلامي پښتنو او غیر پښتنو مشرانو په ملي او نړیوالو فورمونو او رسنیو کې بیا بیا غوښتنه کړې چې بې طرفه پلټنه دې وشي.

 

حتی د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال، د ۲۰۱۴ د سپتمبر نه تر ۲۰۲۱ د اګست تر پنځلسمې پورې، په تلویزیوني او راډیویي خپرونو کې د حزب اسلامي د اجرائیه کمېټې غړي انجینر امین کریم، چې تاجک او د کابل اصلي اوسېدونکی دی، په ښکاره توګه ننګونه ورکړه چې راځئ له سټوډیو بهر ووځو او په خپلو سترګو وګورو چې کابل کې کوم ځای چا په نښه کړی دی او دا سیمې د چا تر کنټرول لاندې وې. خو تر ننه هېچا دا ننګونه نه ده منلې.

 

د کابل د ورانۍ، د ډاکټر نجیب الله سره د مذاکراتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ډېر حقایق د ملګرو ملتونو د پخواني چارواکي فیلیپ کورون په کتاب کې ذکر شوي دي. همدارنګه د حکمت یار پټې خبرې او د نورو څېړونکو لیکنې هم شته. خو خلک نه خپله کابل ته ځي چې تحقیق وکړي او نه بې طرفه راپورونه او علمي څېړنې ګوري.

 

په اړوندو بې طرفه اسنادو کې د جبل السراج تړونونه، د رنګینې هوکړه لیکونه، د کمونستانو پلانونه، له KGB سره پټې معاملې او د کابل جګړو تفصیل موجود دی.

 

د دې موضوع شالید دا و چې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله واکمنۍ کمزوري شوه. د ۱۹۹۲ کال د مارچ په میاشت کې د ګلبدین حکمتیار او ولسمشر ډاکټر نجیب الله تر منځ مذاکرات پیل شول. دا خبرې اترې د عراق، لیبیا، فلسطین او خپله کابل له لارې په بېلابېلو چینلونو کې روانې وې.

 

په کابل کې د حزب اسلامي له خوا د حاجي مالک خوستي په مشرۍ مذاکرات کېدل او د نجیب الله له لوري اصف شور، چې د حکمت یار ټولګیوال پاتې شوی و او د نجیب په حکومت کې مهم شخص و، مشري کوله.

 

د مذاکراتو پر مهال د نجیب الله دریځ دا و چې زه پښتون مشر یم او واک زما په لاس کې دی. حکمتیار هم پښتون دی او قوي موقف لري. نو حزب اسلامي دې له موږ سره په حکومت کې شریک شي تر څو یو ځای د افغانستان د بیا رغونې لپاره کار وکړو.

 

خو د حکمتیار دریځ دا و چې موږ جهاد د واک لپاره نه دی کړی. دوهم دا چې د خلکو او د نورو مجاهدینو له مشورو پرته دا کار ناشونی دی. درېیم دا چې مجاهدینو د روس او کمونستانو پر ضد اوږده قرباني ورکړې دي نو له هغوی سره ګډ حکومت د منلو وړ نه دی. څلورم دا چې کمونستان خپله یو بل ونه زغمل او د واک لپاره یې یو بل ووژل. نو له مجاهدینو سره به څنګه ګډ حکومت وچلوي. پنځم دا چې حکومت باید د خلکو د رایې له لارې رامنځته شي. نو واک دې بې طرفه عبوري حکومت ته وسپارل شي چې انتخابات ترسره کړي.

 

نجیب الله له دې وړاندیز سره موافقه وکړه او هوکړه وشوه. د عبوري حکومت لاره خلاصه شوه. نجیب الله د ۱۹۹۲ کال د مارچ په اتلسمه اعلان وکړ چې د عبوري حکومت له جوړېدو سره به استعفا ورکړي.

 

خو دا چې د خلکو اکثریت د حکمتیار ملاتړ کاوه او که انتخابات شوي وای نو حزب اسلامي به بریالی شوی وای، نو کمونستانو، روسیې، امریکا او نورو بهرنیو قوتونو دا نه غوښتل چې حکمتیار واک ته ورسېږي.

 

ځکه حکمتیار او نجیب الله دواړه پښتانه وو او حکمتیار په پښتنو سربېره په تاجکانو، ازبکانو، ترکمنو، هزاره ګانو او نورو قومونو کې هم نفوذ درلود. له همدې امله ځینو غیر پښتنو عناصرو او دښمنانو د دې تړون د ناکامولو لپاره پر نجیب الله بریدونه پیل کړل او د ۱۹۹۲ کال د اپریل په ۲۵ کابل ته جګړه راوستل شوه. په دې جګړه کې د عبدالرشید دوستم ملیشې، ځینې پرچمي جنرالان، شورای نظار او نور مخکښ وو.

 

تر دې مخکې د حزب اسلامي درې سوه کسان یوازې له سپکو وسلو سره ارګ ته داخل شوي وو او پنځلس ورځې هلته وو. دوی کولای شول ارګ ونیسي خو حکمتیار هغوی ته وویل چې جګړه مه کوئ او پلازمېنه په زور مه نیسئ. دا د خلکو او عبوري حکومت کار دی. موږ نه غواړو جهاد بدنام شي.

 

کله چې حکمتیار جګړه ونه کړه، نو د دوستم ملیشو او نورو کمونستي ډلو د حزب اسلامي کسان ونیول او له الوتکو او توپونو یې پر کابل بمبارۍ پیل کړې.

 

نجیب الله د ۱۹۹۲ کال د اپریل په اوولسمه غوښتل هند ته ولاړ شي خو د دوستم ملیشو یې مخه ونیوله او هغه د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوړه.

 

د ملګرو ملتونو چارواکي فیلیپ کورون په خپل کتاب کې دا شېبې په تفصیل بیان کړي دي. هغه لیکي چې نجیب الله د شپې له نیمایي وروسته د ملګرو ملتونو دفتر ته ولاړ او ځکه یې خپل کور ته د ستنېدو انکار وکړ چې وېرېده ووژل شي.

 

وروسته له دې چې نجیب الله له واکه لیرې شو، پر هغو سیمو هم بریدونه وشول چې د حکمتیار تر کنټرول لاندې وې. حکمتیار د جګړې د مخنیوي لپاره د کابل شاوخوا سیمو ته ولاړ. هغه تورونه چې کابل حکمتیار وران کړ، دروغ دي. بی بی سي او ځینو امریکايي رسنیو دا تبلیغات خپاره کړل.

 

که څوک کابل ته ولاړ شي او بې طرفه سروې وکړي، نو حقیقت به معلوم شي. زیاتره عامه ځایونه هغه سیمې وې چې د حکمتیار مخالفینو ورباندې بریدونه کړي وو یا د نجیب پر ضد د جګړې پر مهال د دوستم او شورای نظار ملیشو ویجاړ کړي وو.

 

حکمتیار یوازې دفاعي پوځي هدفونه په نښه کړي دي. هغه او د حزب اسلامي نورو مشرانو تل د بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې ده.

 

وروسته چې جګړه کمه شوه او عبوري حکومت جوړ شو، بیا هم د حکمتیار د مخنیوي لپاره امریکا، پاکستان او د افغانستان دننه مخالفینو یو ځای کار وکړ. د طالبانو راپورته کېدل هم د همدې لړۍ برخه وه. طالبانو لومړی د حزب اسلامي سیمې په نښه کړې.

 

کله چې حکمتیار له افغانستان ووت، نو رباني ته یې زنګ وواهه او ویې ویل چې د نجیب الله ساتنه دې وشي او هغه دې وژغورل شي. رباني وویل چې نجیب زموږ سره دی، خو دا خبره ناسمه وه. وروسته طالبان د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر په ۲۷ نجیب الله له ملګرو ملتونو دفتره وایست او و یې واژه.

 

یو بل تبلیغي دلیل دا هم و چې د کابل ترڅنګ د فرانسویانو یو پوځي اډه وه چې د حزب اسلامي مجاهدینو پرې بریالی برید کړی و او ګڼ بهرني عسکر پکې وژل شوي وو. له همدې امله لوېدیځو رسنیو حکمتیار د کابل قصاب ونوماوه او کمونستانو دا تورونه لا پسې خپاره کړل.

 

خو کابل لا هم شته، نړیوال بې طرفه راپورونه، څېړنیز مقالې او ژوندۍ شاهدان موجود دي. حقیقت معلومول اسانه دي.