د ژوند تجربو لړۍ….
د ژوند تجربو په لړۍ کې به زما یوه مفته وړه مشوره واورئ، فکر ورباندې وکړئ، عمل مو خپل کار دی چې کوی یا نه کوی. هغه دا ده چې خپل ماشومان مو صادق، اصول ګرا، پر شخصي ګټو ملي ګټو ته ترجیح ورکولو، مالی فساد نه کولو، غیر قانوني کار نه کولو او څه چې معنوي ارزښتونه دي، په دې ارزښتونو داسې یې مه روزئ چې هغه دې ۱۰۰ فیصده په هغه باور ولري، او ۱۰۰ فیصده دې په هغه عمل وکړي. خپل اولادونه مو داسې وروزئ، چې کله نا کله زیګزاګ تګ هم وکړای شي. که په ژوند کې یو انسان ادعا کوي چې ټول عمر یې قانوني کارونه کړي، په غیر قانوني کارونو یې سترګې نه دي پټي کړي، ځان یې نه دی غلی کړی ، منافقت یې نه دی کړی، چاپلوسي یې نه ده کړې، او دغسې نور کمالونه نه لري، نو هغه انسان د نن سبا په دور او دنیا کې یو ناکام انسان دی چې هغه به د خپل ظرفیت، استعداد، او کمال تر سویې ډېر لاندې ژوند کې روان وي. هغه معیارونه چې د نن ورځې پرمختګ په نامه یادیږي، د هغه معیارونو په اساس به هغه ناکام وي.
مثال به یې درکړم! فرضاً لوستي افغانان د سقوط وروسته امریکا، اروپا او نورو هیوادونو ته مهاجر شول. که هغه افغانان امریکا، آسترالیا، برتانیه، او کانادا ته لاړل، او هلته یې انګلیسي ژبه نه وه زده، نو د موټر چلولو لایسنس اخستلو کې دوه انتخاب سره مخ وو. یا به یې انتظار کوو چې ۲-۳ کاله په ژبه تېره کړي او بیا امتحان ورکړي، یا به یې یو ۲-۳ زره ډالره صدقې سر کړ او لایسنس به یې ترلاسه کړ. د اروپا کیسه تر دې بدتره ده. دلته راغلي مهاجرین چې په ژبه نه پوهیږي، او کوم هیوادونو کې چې په انګلیسي ژبه امتحان نشته دی، افغان مهاجر به یا ۵-۶ کاله او آن تر ۱۰ کاله پورې به صبر کوي چې هغه سویې ته ورسیږي چې هغه په خپل لیاقت لایسنس پاس کړي، یا به د ۳۵۰۰ زره الی ۴۵۰۰ زره یورو ورکوي چې لایسنس ترلاسه کړي.
دا د لایسنس مې هسې یو مثال درکړ، دا تاسې خپل ژوند نورو برخو کې هم نمونه اخستی شئ. هغه وطنداران چې بیا په انګلیسي پوهیږي، او لکه جرمني او هالند کې چې انګلیسي باندې هم دا امتحان میسر دی، حتی د ژوند جنجالونه، نوبت او نور مسایل د هغوی دا پروسه هم ۳ کلونو پورې غځوي. په سقوط راغلي افغانانو کې زما حلقه کې یو کس و چې د هغه احوال راغی چې هغه جرمني کې ۱.۵ کال بعد لایسنس واخست او هغه سړی د امریکا څخه لسانس لري او افغانستان کې رئیس او د وزیر مشاور پوزیشنونو باندې ېې کار کړی دی.
دویم مثال به یې د خپل ځان درکړم. زما او زما د سوپروایزر په دې باندې توافق شوی و چې زما تیزس چې ما پرې ډېره خواري کړې وه او د علمي مقالې په حیث د چاپ لپاره آماده وه، هغه به نشر کیږي. حتی زه یې په جریان کې نه وم اېښی او یو علمي کنفرانس کې یې هغه Present کړی هم و. یو بل کنفرانس کې بیا ما همغه خپل تیزس د Present کولو لپاره ولېږه او چون زما کار زما خپل کار و او اصلي صاحب یا د امتیاز خاوند زه وم، هغه Main Author ما خپل ځان ونیوه، خپل پروفیسر یا سوپروایزر مې د سوپروایزر یا Study Design خاوند او Co-author ونیوه خو د هغه کاري پارټنر یا همکار یا Binom مې ذکر نه کړ، ځکه چې هغه سړي دې کار کې نیم ساعت څه چې یوه خبره هم نه ده کړې، نو د هغه هیڅ حق نه جوړیږي چې هغه نوم ذکر شي، خو د دې قضیې وروسته پوره ۱ کال وشو چې سوپروایزر مې حتی ایمیل هم نه راځوابوي او د قرارداد مطابق هغه اثر زما د رضایت پرته بل څوک هم نه شي خپرولای او د ادارې د اجازې او د هغه خوښې پرته زه یې هم په خپل سر خپرولای نه شم. د دې خبرې خلاصه دا ده چې اروپا کې هم چې د نورې دنیا په پرتله دلته لا هم د تحقیق برخه کې جعل ډېر کم دی، داسې معاملې ډېرې دي چې په مفتو کې خلک د مقالو لیکوالان کیږي.
همداسې زمونږ د ماسټري دورې یو استاد چې امریکايي و، هغه ویل چې ما د پوهنتون استادي هغه Full-track یا tenure ځکه پرېښود او Full Professor کیدو خوا ته لانړم، ځکه چې زمونږ پوهنتون کې یو وخت د کال ۳ مقالې خپرول د فاکلتې غړو لپاره شرط و، خو وروسته بیا دا د کال ۱۲ مقالو خپرولو ته لوړه شوه. د دې کار نتیجه دا شوه چې مخکې به که د کال ۳ مقالې یا ۴ مقالې چا خپرولې، نو لیکوالان به یې همغه د ۳-۵ کسان رښتیني وو. خو اوس چې د کال ۱۲ مقالې شرط دي ، نو استادان خپل مقالې شریکوي. فرضاً یو استاد یا ټیم یې چې اصلاً ۴ کسان د مقالې لیکوالان وي، هغوی د ۴ نورو کسانو نومونه هم خپل مقالو کې هوایي ذکر کوي چې دوی هم لیکوالان دي. د مقالو د لیکوالانو تعداد ۸ شي، خو ګټه ېې دا شي چې بیا دغه ۴ نور چې هر یو د خپل ټیم سره مقالې لیکي، هغوی بیا د دې نورو نومونه ذکر کوي، او اتومات د دغه خلکو د مقالو تعداد د کال له ۱۲ هم پورته ځي.
همداسې یو ورځ یو وطندار سره مخ شوم چې هغه د ۱۰ علمي مقالو څخه زیاد تولید په نړیوالو ژورنالونو کې لري، خو همغه وطندار د هغه مقالو د مبحث د الفبا څخه هم خبر نه دی. لږ چې مې ورپسې تحقیق وکړ چې دا څه کیسه روانه ده، خبره مې پکې راوویسته چې سیاست کې خو تعصب، قوم ګرایي، د اقلیتونو مسایل شته دی، د تحقیق په دنیا کې هم اقلیتونو، نژادي متعصبینو، ژبنیز او او سیمه اییز ارګانونو سیستماتیک کار روان کړی دی او د خپل خوښې، د خپل ډلې او د خپل ګټو کسان پروموټ کوي. فرضاً د پوستکي د رنګ په اساس ځینې هیوادونو خلک یا د مذهب او نورو اقلیتونو په اساس د ځینو هیوادونو خلک خپل هغه اقلیتي ډلې سره مرسته کوي چې پروفایل یې جوړ شي. زمونږ د هغه وطندار هغه ۱۰ مقالې هم ټول د همغه اقلیت مسئلې په اساس وه، خو زما لپاره ډېره جالبه دا وه چې د یوې بلې وروسته پاته قاره انسان څنګه د افغانستان په اړه تحقیق کوي او بیا هغه کې هم د افغانستان د یوه اقلیت قوم سره ممکن د اقلیت او د اقلیت همدردي په اساس دغه مرسته کوي.
بله ورځ مې یو بل وطندار ولید چې غټ یې د خپل یو تجارتي اعلان کې لیکلي وو چې څو دېرش علمي مقالې یې چاپ شوي دي. زما لپاره ډېره جالبه دا وه چې دا څنګه ممکن ده چې یو انسان دې ټول ۲ کاله د پوهنتون فراغت نه کیږي، هغه څنکه تر ۳۰ ډېر چاپ شوي مقالې لري. زمونږ همکاران د دکتورا او پوسټ دکتورا او ۱۰-۱۵ کاله تجربې سره هم ۳۰ مقالې نه لري، حال دا چې دلته هم دغه احسانونه یا معاملې شته دی، خو دا وطندار مو تر ۳۰ پورته مقالې لري؟
څه مو سر په درد کړم، ۱ هم نه بلکه ۴ مقالې مې یې خلاص کړل یا ومې لیدل او هغه ۴ کې یې د هر یو لیکوالان تر ۲۰ زیاد وو. یعنې امریکا کې چې کوم کار مروج شوی دی چې د فاکلتې استادان د ۱۰ او ۱۲ او ۸-۹ کسانو په شکل مقالې چاپوي او هر مقاله کې ۳-۴ کسان مفته خوره ځایوي، زمونږ دې وطندار، پاکستاني ، هندي او نورو محصلینو نوې لاره موندلې ده چې دوی د ۱۵-۲۰ تر ۲۵ کسانو ګروپ جوړوي. اصلاً مقاله د ۴-۵ یا دا ظلم یې د ۶-۷ کسانو وي، خو دوی پکې د ۲۵ کسانو یا ټول ګروپ نوم ولیکي. همداسې چې هر شخص مقاله ترتیب کوي، هغه بیا د دې نورو نوم لیکي. یعنې که یو ۲۵ کسیز ګروپ کې هر شخص یواځې ۱ مقاله ولیکي او د نورو ۲۴ کسانو نومونه وارضافه کړي، نو یو انسان د ۱ مقالې لیکلو وروسته اتومات د ۲۵ مقالو لیکوال کیدی شي چې هغه نور ګروپ همکاران هم خپل کار تکمیل کړي. معمولاً دا کار چاپ ته آماده مقالو کې کیږي چې دا تجارتي معامله او غلا آسانه ترسره شي.
نو وطندارانو!
که د سرک تر غاړې ترکاري فروش درباندې خرابه سودا تېره کړه، یا خوراکه فروش لږ خرابې وریژې، لږ خراب لوبیا او یا خراب وړه درباندې خرڅ کړل، چورت مو خراب نه شي. هغه خلک خو زمونږ وطن کې بیسواده دي، د علم د نعمت څخه محروم دي. مونږ ګمان کوو چې دوی په حق او باطل باندې نپوهیږي، نو هغه خلک معاف دي. هغه خلک پر دغه خلکو ډېر شرف لري چې ادبي غلاګانې کوي. د نن سبا معیار دومره راټیټ شوی دی چې تاسې فکر وکړئ چې د پوهنتون استادان چې باید رول ماډلان وي، هغوی مسلکي غله دي. هغوی پیسې نه غلا کوي، خو هغوی سیستماتیک جعل کوي. جعل هم د دې لپاره کوي چې بیا د عمر په آخر کې ولیکي چې پلانکی خان ۱۰۰ چاپ شوي مقالې لري. اوس خو په دغه سیستم لرې نه ده چې خلک دې ادعا وکړي چې تر ۱۰۰۰ ډېر چاپ شوي علمي مقالې لري.
نوټ: آسانه لاره یې درښایم چې هره مقاله مو ولیده چې د هغه لیکوالان هغه مطلق ظلم یې د ۷ کسانو څخه ډېر وو، پوه شئ چې دې لیسټ کې مفته خواره لیکوالان او غله هم یوځای کړل شوي دي. د یوه علمي مقالې لیکل د مسلک مطابق فرق کوي، د ډیټا مطابق فرق کوي، د ټیم مطابق فرق کوي، خو داسې وګڼئ چې تاسې ته څوک تیار آماده Secondary Data هم درکړي، د هغه ډیټا پاکول، د ډیټا منظم کول، د ډیټا تحلیل کول، بیا د ډیټا visualize کول او هغه communicate کول که ۲ کسان هم ورباندې کار کوي، د یوه Solid کار لپاره حد اقل ۳ میاشتو Full-time کار ضرورت دی. زمونږ په قضیه کې زه یواځې لګیا وم، او سوپروایزر Lead کولم، نو د 36 زره ښاروالیو ډیټا پوره ۶ میاشتې وخت ونیوه چې د Spreadsheet څخه چاپ ته آماده سند ته واوړي.
د دې پورته کیسې شیره او شربت دا دی چې خپل زامن یا اولادونه مو داسې وروزئ چې هغوی ظلم، بی عدالتي، غیرقانوني کارونه، زیګزاګ تګ، او نور شیان هم وزغملئ شي او هم یې ضرورت وخت کې ترسره کړئ شي، کنه چې څوک په «اهدنا صراط المستقیم» باندې روان وي، دغه دنیا کې د هغه خلکو چندان خوند نشته دی او تر دوستان یې دښمنان، بدخواهان، په تیږو ویشتونکي ډېر دي.
زه بحث هم چاسره نه کوم. که د چا خوښې مطابق نه وي، دا لیکنه دې اګنور کړي، دا زما تجربه ده، ممکن څوک ورسره موافق نه وي.