د حکمتيار پر ضد د دروغو او تبلیغاتو نوې څپه
هر شخص او په ځانګړي ډول سیاسي مشران خپل مخالفین لري، خو د ښاغلي حکمتیار اکثريت مخالفین هېڅ ډول اخلاقي پولې نه پېژني، د درواغو، توهین تحقير او سپکاوي ترڅنګ آن د شخصي حریم تر پولو پورې هم رسېږي او د سیاسي اختلاف پر ځای د دښمنۍ او انتقام ژبه کاروي.
مخالفت که سیاسي وي او يا فکري، باید د اخلاقو، منطق او متقابل احترام په چوکاټ کې وي، نه دا چې د درواغو، تورونو او منفي تبلیغاتو په خپرولو سره د خلکو ترمنځ تشویش او بدګوماني رامنځته کړي.
په دې کې شک نشته چې د حکمتیار ځینې مخالفین به په شعوري، فکري او سیاسي اساس مخالفت کوي او خپل دلایل به هم لري، خو دا هم یو روښانه حقیقت دی چې اکثریت خلک د احساساتو، تبلیغاتو او اورېدلو خبرو تر اغېز لاندې راغلي دي، بې له دې چې د خپل مخالفت اصلي علت وپېژني، په دروغو او بهتانونو يې لاس پوری کړی دی.
دغه کسان د مقابل لوري له سیاسي، علمي او ټولنیزو فعالیتونو څخه کافي معلومات نه لري او یوازې د ټولنیزو شبکو د منفي او جهتدارو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي دي، چې دا چاره په ښکاره ډول د دوی فکري کمزورتیا او د خپلواک تحلیل نشتوالی څرګندوي.