د فلسطيني اولس شتون له منځه وړلو منظمې هڅې !!

جنوري 28, 2026 - 19:07
 0  15
د فلسطيني اولس  شتون  له منځه وړلو منظمې هڅې !!

ضياء چترالی

ژباړه ــ ق ـ نذير

 

د امريکا  خرمپکي  ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د ډيووس فورم څخه د «ګلوبل امن کونسل» د جوړېدو اعلان، په ظاهره يو غير معمولي او جذاب ګام ښکاره شو. د نړيوال امن، د شخړو د پای ته رسولو او د جګړه ځپلو سيمو د بيا رغونې په څېر زړه راښکونکو شعارونو، په لومړي سر کې دا اقدام د يوې مثبتې نړيوالې هڅې په توګه معرفي کړ. خو کله چې د دې کونسل بڼه، واکونه او عملي پلانونه روښانه شول، نو د کارپوهانو، څېړونکو، خبريالانو او سياسي کړيو اندېښنې هم زياتې شوې.

په ځانګړي ډول د غزې تړانګې په اړه وړانديزونه، دې کونسل ته د «امن د پروژې» پر ځای د يو نوي سياسي او جغرافيايي تجربې بڼه ورکوي. د منتقدينو په وينا، دا کونسل په داسې وخت کې رامنځته شوی چې غزه له سختې ورانۍ، انساني ناورين او سياسي يوازيتوب سره مخ ده. د همدې کمزورې وضعې پر بنسټ چې کوم پلانونه جوړېږي، په کې د فلسطيني ولس اراده، د هغوی ټاکل شوې مشرتابه او بنسټيز ملي حقونه له پامه غورځول شوي دي. له همدې امله دا کونسل د فلسطيني مسئلې د حل پر ځای، د هغې د بيا تعريف هڅه بلل کېږي.

فلسطيني څېړونکي او خبريال وسام عفيه په خپله تحليلي ليکنه کې د امريکايي ولسمشر د زوم او د ګلوبل امن کونسل د غړي، جيرډ کشنر، له خوا وړاندې شوی د غزې د بيا رغونې پلان يوازې يو پرمختيايي نقشه نه بولي. د ده په وينا، دا پلان د غزې د ټولنيز، سياسي او جغرافيايي هويت د بشپړ بدلون څرګندونه کوي. په دې طرحه کې غزه د يوې متحدې او منسجمې سيمې په توګه نه ده ليدل شوې، بلکې په پړاوونو کې په برخو وېشل کېږي، تر څو يو نوی تحميل شوی نظم رامنځته شي.

د دې نقشې له مخې، بيا رغونه به له جنوبي غزې پيلېږي او ورو ورو به شمال ته غځېږي. په ظاهره دا يو تخنيکي ترتيب ښکاري، خو په حقيقت کې دا د سيمه په سيمه واکمنۍ، د خلکو د بيا تنظيم او د مقاومتي جوړښتونو د ماتولو تګلاره ده. د همدې لارې هڅه کېږي يو داسې «نوی غزه» جوړ شي چې له خپل تاريخي، ملي او سياسي تېر څخه پرې شوې وي.

وسام عفيه وايي، د دې پلان اصلي موخه دا نه ده چې زيانمن خلک خپلو اصلي کورونو او محلونو ته بېرته ستانه شي، بلکې هدف دا دی چې د غزې اقتصادي حيثيت ته نوې بڼه ورکړل شي. د ساحلي سيمې د ستر پانګونې په زون بدلول، د سيلانيزو برجونو، صنعتي کمپلکسونو او عصري ډاټا مرکزونو جوړول، دا ښيي چې غزه د يوې خپلواکې ملي واحد پر ځای د «اقتصادي خدماتي سيمې» په توګه طرحه کېږي.

په دې لړ کې تر ټولو خطرناک اړخ د زېربناوو هغه پلان دی چې پکې د کړۍ بڼې سړکونو جال اوار شوی. په ظاهره دا د تګ راتګ نظام دی، خو د کارپوهانو په وينا دا يو امنيتي جوړښت دی چې د چټکې پوځي مداخلې لپاره ډيزاين شوی. د همدې سړکونو له لارې غزه هر وخت ټوټه ټوټه يا ګوښه کېدای شي. يعنې سړکونه يوازې د تګ راتګ وسيله نه، بلکې د ځواک د کارولو اله ده.

د يورو مېډيټرېنين آبزرويټري مشر، رامي عبده، دا پروژه د فلسطيني شتون د له منځه وړلو يوه منظم هڅه بولي. د ده په وينا، په دې نقشه کې د غزې په جنوب کې يو جلا بندر، دننه وېشل شوې سيمې، په ختيځ او شمال کې د پراخو ځمکو عملي الحاق، او داسې لارې شاملې دي چې بشپړ به د اسرائيلي اشغال د امنيتي څار لاندې وي. دا ټول عناصر غزه په يو خلاص زندان بدلوي.

د دې پلان اصلي هدف دا دی چې ملي هويت ورو ورو خراب کړي، د کډوالو د بېرته ستنېدو حق بې ارزښته وګرځوي، او فلسطيني مسئله يوازې د يوې انساني يا اداري دوسيې تر کچې راټيټه کړي. په پايله کې به غزه داسې ځای شي چې سياسي پوښتنو ته به پکې ځای نه وي، او هره ستونزه به د امنيت او پانګونې له نظره حل کېږي.

ليکوال او سياسي فعال حسن بناجح وايي، د ګلوبل امن کونسل تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې غزه د فلسطيني قضیې د مرکز پر ځای يو «بار» معرفي کېږي، او د مقاومت د نښې پر ځای د يوې «ستونزې» په توګه وړاندې کېږي چې بايد د نړيوال نظم له لارې کنټرول شي. دا بيانيه نه يوازې مقاومت غير قانوني ګرځوي، بلکې د آزادۍ تصور هم د افراطيت په چوکاټ کې اچوي.

په نړيواله کچه هم د دې کونسل د واک او جوړښت په اړه پوښتنې راپورته شوې دي. د امريکا پخوانی د ملي امنيت سلاکار، مايکل مونروي، وايي چې د ګلوبل امن کونسل واک يوازې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له يوې ځانګړې پرېکړې پورې محدود دی او موده يې به په ۲۰۲۷ کال کې پای ته رسېږي. سره له دې، ډونلډ ټرمپ ته د تل لپاره د مشر مقام او د ويټو يوازينی حق ورکول، د دې ادارې پر بې پرېتوب او ديموکراتيک حيثيت جدي پوښتنې راپورته کوي. همدارنګه، د دايمي غړيتوب لپاره د يو ميليارد ډالرو شرط، دا کونسل د نړيوال امن له فورم څخه د شتمنو هېوادونو په کلب بدلوي. همدا لامل دی چې د فرانسې او برېتانيې په څېر هېوادونو له دې سره لاسليک ونه کړ، چې دا د ژورو اروپايي شکونو څرګندونه کوي.

سره له دې ټولو اندېښنو، جيرډ کشنر د ګلوبل امن کونسل مخې ته د غزې د بيا رغونې يو څلور پړاويز پلان وړاندې کړی، چې په راتلونکو پړاوونو کې پکې د مقاومت د پوځي څانګې د بې وسلې کولو ټينګار شوی. د پلان له مخې، تر ۲۰۳۵ کال پورې به په غزه کې له ۲۵ ميلياردو ډالرو زياته پانګونه کېږي او په واشنګټن کې د يو کنفرانس له لارې به له بېلابېلو هېوادونو مالي مرسته راټولېږي.

پوښتنه دا ده چې دا بيا رغونه به په کومه بيه وي؟ که د دې بيه سياسي خپلواکي، ملي هويت او تاريخي حقيقتونه وي، نو دا بيا رغونه نه، بلکې نوې وراني ده. امن هغه نه دی چې زورواکي يې تحميل کړي، بلکې هغه دی چې پر عدالت ولاړ وي. که دا کونسل دا اصل له پامه وغورځوي، نو تاريخ به يې د امن جوړوونکی نه، بلکې يو بل ناکام تجربه وبولي. ـــ