«هل ، هْل »؛ که يوه عمراني چاره !
اسلام د دنيا او آخرت ترمنځ په توازن ټينګار کوي او دمسلمانانو لپاره دا غوره ګڼي ، چې د دنیوي او اخروي ژوند تر منځ توازن په پام کې ونيسي ، نه په دنیوي کارونو هومره منهمک شي ، چې آخرت يې پرې هېر شي ، او نه په اخروي چارو کې هومره غرق شي ، چې د دنیوي ژوندانه سمبالښت ترې پاتې شي . قرآن کریم انسانان په دوو ډلو وېشي ، يوه هغه ډله چې دنيا ته د آخرت په نسبت ترجيح ور کوي ، ماديات زېربنا او د عزت اسباب ګڼي ، دې ډلې ته قرآن کافران ويلي او فرمايي ؛ چې د هغوی لپاره په آخرت کې برخه نه شته ، دوهمه هغه ډله ده چې د دنيا او آخرت ترمنځ توازن په پام کې نيسي ، هم دنیوي ښېګڼې غواړي او هم اخروي ، دې ډلې ته مسلمانان ويل کېږي او منسوبين يې دنورو په نسبت غوره بلل شوي . اسلام په صراحت سره مسلمانانو ته وايي چې د دنيا له ژوند نه خپل نصيب مه شکوئ ؛ دنيا دې په تاسې اباده او د انسانيت اړتياوې دې په تاسې منتفي شي، اسلام کله چې د « اعداد » يادونه کوي او مسلمانان يې په خپلولو مکلف ګڼي ؛ نو هدف يې دا نه وي ، چې مسلمانان تر نظامي اعداده محدود کړی شي ؛ بلکې هدف يې دادی ، چې په نظامي تابيا سربېره ، اقتصادي ، فرهنګي ، فني او سياسي برتري هم ولري ، د ديپلوماسۍ ژبه يې هم د دښمن په نسبت پياوړی وي او خپله خبره د حقيقت په کرسۍ کینولی شي ، د دې ډول تفوقاتو شونيتيا هله ممکنه ده چې مسلمانان په پرمختيايي چارو کې بوختيا ولري ، په انکشافاتو علماً وپوهېږي او د قرآن او ساينس ترمنځ تلفيق ته لاره پرانيزي .
د اسلام حکم دا نه دی چې مسلمان له ساينسي پر مختګونو او پرمختيايي چارو شاګرځ غوره کړي اود دين ګټلو تر سرليک لاندې دنیوي چارو ته شا کړي . ډېري هغه کسان چې دين له دنيوي پرمختګونو او انکشافاتوخالي معرفي کوي ، نه يوازې اسلام ته ګټه نه شي رسولی ، لا چې له اسلام نه خلک په اعراض مجبوروي ، له انقلاب وړاندې اسلام همدغسې بڅ معرفي شوی ؤ، يو شمېر کسانو په څو مشخصو اذکارو کې خلاصه کړی ؤ ؛ ځکه خو ځینو خلکو کمونيزم ته مخه کړه او له اسلام سره معارض دريځ يې اختيار کړ ! هغوی په هغه اسلام قانع نه ؤ چې نه پکې د پرمختګ څرک لګېدو او نه پکې ساينسي انکشافات ليدل کېدل!
استعمار هم د مسلمانانو له منځ نه په هغو خلکو ډېر خوشاله کېږي چې اسلام په سطحي نګرۍ او له انکشافاتو خالي معرفي کوي ، او /يا يې هومره زننده تصوير وړاندې کوي ، چې نوغې انسان پکې د مصئونيت احساس ونه کړي!
کافران له هغو نهضتونو سره ډېر حساسيت ښيي او په بېلابېلو تورونو يې تورنوي چې اسلام ته موډرنه بڼه ورکولی شي ، همدا خبره ده چې په منځني ختيځ او افغانستان کې يې فکري نهضتونه دړې وړې کړل ! همدا اوس د فلسطين حماس سازمان ځکه د ښکېلاکي هېوادونو تر عتاب لاندې دی چې منسوبين يې په فکري او موډرنيزه اسلام باورمند دي .
حضرت علي رضي الله عنه فرمايي ؛ تاسې د دنيوي بوختياوو په تړاو داسې فکر وکړئ لکه ټول عمر چې ژوندي وئ ، او د آخرت په اړه مو فکر داسې وي چې فقط د سترګو د رپ هومره ژوند لرئ.
بايد وويل شي چې هر انکشاف ، هر پرمختګ ، هره لاس ته راوړنه او د هری دنيوي اړتيا پوره کول نېغ په نېغه له آخرت سره تړاو لري ، که موږ د قوشتېپې کانال جوړ کړو ، د لکونو مسلمانانو اړتياوې به ورسره منتفي شي ، افغانستان به له غلو دانو ډک شي ، له نظام سره به د خلکو دلچسپي پيدا شي او له ښکېلاکګرو به
بې نيازه شي ، همداراز که موږ برېښنا ولرو په لسګونو توليدي فابريکې به ور سره جوړي او په لکونو بې وزلي به ورسره په کار شي ، دا بايد ومنو چې د مسلمان لپاره غربت خطرناک دی ، غربت زمريان ګيدړ مزاجه ګرځوي ، بې وزلي ، او له انکشافي چارو پاتې کېدل انسان په دې مجبوروي چې استعمار ته يې لاس اوږد شي او شرطونو ته يې غاړه کېږدي !
ضمنا دا خبره ياد لرئ ، چې په افغان تاريخ کې هغه خلک د قدر وړ ګڼل شوي ، چې د آبادۍ يادګارونه يې په ميراث پرېيښي ، فيض محمد خان ځکه په خلکو قدرمن دی چې په پکتيا کې يې د آبادۍ يادګارونه پاتې دي .
دغو موضوعاتو ته په پام دې محترم خليفه صیب دين محمد په دې خوشاله وي چې طالبانو عمراني چارو ته مخ اړولی او افغان تاريخ ته خپل يادګارونه په ميراث پرېږدي .
محترم خليفه صيب دې دا هم ومني ، چې په خانقاوو کې تر زر ځله « هل ، هٌل» يوه شېبه عمراني بوختيا بهتره ده.
« دګرېوان شلول منزل نه دی مجنونه
لا په لار کې ډېر دمينې مقامات شته. »