ولې اصل (تعليم) پرېږدو او استثنا (اضطرار) ته مشروعيت ورکوو؟
د انجونو د تعليم بنديز په دې ډول الفاظو توجيه کول چې ګواکې “ډاکټر خو محرم دی، نو کولای شي د ښځې په هر ځای لاس ووهي”،
حيرانوونکی او تأسف وړ ده
قرآنکريم د محارمو يادونه په څرګندو حدودو کې کړې ده، نه دا چې هر مسلکي عنوان ته د “محرم” جامه ور واغوستل شي. محرم هغه څوک دی چې د نسب، رضاعت يا نکاح له لارې د نکاح دايمي حرمت ورسره ثابت وي. دا يوه شرعي اصطلاح ده، نه اداري لقب، نه مسلکي درجه. ډاکټر کېدل، استاد کېدل، قاضي کېدل يا حاکم کېدل د محرم تعريف نه بدلوي.
قرآنکريم د اضطرار اصل بيان کړی دی:
﴿فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ﴾
(البقرة: 173)
يعنې که څوک په واقعي اضطرار کې واقع شي، بې له بغاوت او سرکښۍ، نو ګناه پرې نشته.
خو اضطرار استثنا ده، اصل نه دی. اضطرار هغه وخت ته ويل کېږي چې حلاله او مشروع لاره نه وي موجوده. که ښځينه ډاکټره موجوده وي، که د تعليم لاره خلاصه وي، که د طبابت مشروع نظام جوړېدای شي، بيا اضطرار ته پناه وړل د اصولو خلاف ده.
دا منطق کمزوری دی. که موږ يو اصل (تعليم) بند کړو او بيا د هغه د نشتون له امله يو اضطراري حالت رامنځته شي، نو دا اضطرار طبيعي نه دی، بلکې مصنوعي دی. لومړی لاره وتړو، بيا د بندې لارې له امله اضطرار ته استدلال وکړو
شريعت د انسان د کرامت د ساتنې لپاره راغلی دی، نه د مفاهيمو د تحريف لپاره. که ښځه تعليم ونه لري، ډاکټره ونه لري، قابله ونه لري، متخصصه ونه لري — بيا هره طبي اړتيا اضطرار ته اړول کېږي. حال دا چې د مقاصدو له نظره د نفس، نسل او عقل ساتنه د شريعت له اساسي موخو څخه ده. د عقل ساتنه له تعليم پرته څنګه ممکنه ده؟
دلته اصلي پوښتنه دا ده:
ولې بايد ټولنه داسې مرحلې ته يووړل شي چې د هرې طبي ستونزې حل يوازې د “اضطرار” په نوم توجيه شي؟
ولې اصل (تعليم) پرېږدو او استثنا (اضطرار) ته مشروعيت ورکوو؟
د دين ښکلا په توازن کې ده. نه افراط د دين خدمت دی، نه تفريط. هغه تفسير چې د ښځو د تعليم دروازې تړي او بيا د همدې تړلو دروازو له امله اضطرار ته دليل لټوي يقينا نه فقهي پياوړتيا لري او نه اخلاقي ثبات.
دين د عقل مخالف نه دی. دين د مصنوعي بحرانونو مدافع نه دی.
دين د حل لاره ده، نه د ستونزې د توليد فلسفه.