د وخت قضاوت او د تاریخ بیا ارزونه
د سیاست او تاریخ په ډګر کې هره پرېکړه د خپل زمان د شرایطو، ذهنیتونو او امکاناتو زېږنده وي. د پخواني ولسمشر نجیبالله د ملي پخلاينې طرحه هم له همدې قاعدې مستثنا نه وه. په هغه مقطع د زمان کې چې جګړه توده وه، جبهې سره وېشلې وې، او باورونه تر سختو ایډیالوژیکو کرښو لاندې تعریفېدل، د دغې طرحې ردول د ډېرو لپاره یوه معقوله او طبیعي تګلاره برېښېده. ځکه هغه وخت د افغانستان د راتلونکي په اړه داسې تصور نه کېده لکه څه چې وروسته په عمل کې راڅرګند شول.
هغه مهال ډېرو سیاسي او جهادي لورو داسې انګېرله چې بریا یوازې د نظامي فشار له لارې ترلاسه کېدای شي، او هر ډول سیاسي جوړجاړی به د اهدافو له کمزورۍ سره تعبیر شي. د زمانې فضا د باور پر ځای له بېباورۍ ډکه وه، او د مصالحې وړاندیز د شک په سترګه کتل کېده. نو که د ملي پخلاينې طرحه رد شوه، دا ردول باید د هماغه وخت د ذهني او سیاسي شرایطو په رڼا کې وارزول شي، نه د نن ورځې له تجربو سره په پرتله کولو کې.
خو تاریخ تل د انسان له توقعاتو سره سم حرکت نه کوي. هغه څه چې وروسته پېښ شول — اوږدې کورنۍ جګړې، سیاسي ټوټهټوټه کېدل او پرلهپسې بېثباتي — د دې سبب شول چې ځینې کسان د تېر په اړه بیا فکر وکړي. همدلته د بیا ارزونې اړتیا راولاړېږي. که نن یو عالم لکه مزمل دې پایلې ته رسېدلی وي چې د هغه وخت ملي پخلاينه یو معقول ګام و، دا باید د فکري بدلون او تاریخي تأمل په توګه وکتل شي، نه د تضاد او یا ملامتۍ په سترګه.
فکري تحول عیب نه دی؛ بلکې د تجربې او بصیرت نښه ده. انسانان د وخت په تېرېدو سره د پېښو ژور ابعاد درک کوي. که پرون یو دریځ د شرایطو له مخې سم برېښېده، او نن بل برداشت د نوو شواهدو او تجربو له مخې قوي ښکاري، دا د تضاد نه، بلکې د فهم د ودې څرګندونه کوي.
له همدې امله، نه د هغه وخت د رد پرېکړه باید مطلقاً ناسمه وبلل شي، او نه د نن ورځې بیا ارزونه باید د انتقاد هدف وګرځي. هر څه باید د خپل زمان په تله کې وتلل شي. سالمه فکري فضا دا ایجابوي چې موږ د تاریخ پرېکړې د احساساتو پر ځای د تحلیل له لارې وارزوو، او د اشخاصو نیتونه د اختلاف قرباني نه کړو.
ملتونه هغه وخت له خپل تېر څخه رښتینی درس اخلي چې هم د خپلو پخوانیو دریځونو منطق درک کړي او هم د نوو پایلو په رڼا کې د بیا کتنې جرئت ولري. د وخت قضاوت بدلېدونکی دی، خو د انصاف معیار باید تل ثابت پاتې شي.