‏په ایران باندې د امریکا ترسره شویو بریدونو، واشنګټن له دوو جدي او بنسټیزو ننګونو سره مخ کړی دی

مارچ 2, 2026 - 13:38
 0  13
‏په ایران باندې د امریکا ترسره شویو بریدونو، واشنګټن له دوو جدي او بنسټیزو ننګونو سره مخ کړی دی

‏لومړۍ ننګونه داخلي اړخ لري. د امریکا اساسي قانون له مخې، د جګړې اعلان او پوځي اقدام باید د کانګرس له اجازې او قانوني مراحلو وروسته ترسره شي. که چېرې دا بهیر له قانوني چوکاټ پرته پر مخ وړل شوی وي، نو دا به نه یوازې د اساسي قانون له اصولو سره په ټکر کې وي، بلکې د داخلي سیاسي اختلافاتو او حقوقي شخړو د زیاتېدو لامل به هم شي.

‏دوهمه ننګونه نړیواله او سیمه ‌ییزه بڼه لري. پر ایران پوځي فشار یا برید کولای شي د منځني ختیځ امنیتي وضعیت لا پسې پېچلی کړي، د خلیج هېوادونو اقتصادي ثبات له خطر سره مخ کړي او نړیوال بازارونه، په ځانګړي ډول د انرژۍ سکتور، له جدي بې‌ ثباتۍ سره مخامخ کړي. دا ډول وضعیت به نړیوال اقتصاد ته هم منفي اغېزې ورسوي.

‏جګړه یو پېچلی، پر لګښتونو ولاړ او اوږدمهاله بهیر دی، او باید د احساساتو او غرور پر بنسټ ونه ارزول شي. هر ډول پوځي اقدام پراخې سیاسي، اقتصادي او بشري پایلې لري چې باید په دقت سره وارزول شي.

په دې جګړه کې به تر ټولو زیات عربي هېوادونه، هند او پاکستان زیانمن شي؛ ځکه چې دا هېوادونه په مستقیم او غیرمستقیم ډول له دې شخړې سره تړلي دي او د ستراتیژیکو، سیاسي او امنیتي ملاحظاتو له مخې ښايي د لویو قدرتونو د غوښتنو او فشارونو تر اغېز لاندې عمل کوي.

حقیقت دا دی چې دغه ښکېلتیا، که ښکاره وي او که پټه، نه شي کولای دوی د جګړې له ناوړه پایلو څخه خوندي وساتي.

د هر ډول پوځي تقابل پایلې یوازې یوې خوا ته نه محدودېږي، بلکې سیمه ‌ییز او نړیوال اړخونه هم لري. که جګړه پراخه شي، نو یاد هېوادونه به د سیاسي فشارونو، اقتصادي ستونزو او امنیتي ننګونو دروند قیمت پرې کړي.!