مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: ملي دفاع وزارت نن (چهارشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان پر پوځي رژیم د غچاخیستونکو عملیاتو پرمهال یې سلګونه پاکستاني پوځيانو ته مرګژوبله اړولې ده.
اعلامیه کې راغلي، د دغو عملیاتو پرمهال یې د فرضي کرښې اوږدو کې د پوځي رژیم ګڼ شمېر پوستې او نظامي تاسیسات هم نیولي او له منځه وړي دي.
په اعلامیه کې افغان لوري ته د تلفاتو د اوښتو د لوړ شمېر په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې هم بېبنسټه بلل شوې دي.
✒️: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او په افغانستان کې د پانګهونې د فرصتونو په اړه یې خبرې کړې دي.
د چین ځانګړي استازي ویلي، چینایي سوداګر او پانګهوال د افغانستان بازار ته لېوالتیا لري او افغانستان یې د پانګهونې لپاره له فرصتونو ډک هېواد بللی دی. دواړو لوریو د سوداګرۍ د اسانتیا او پانګهونې د پراختیا لپاره د لا ډېرو همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، په افغانستان کې د پانګهونې لپاره امنیت او مناسب چاپېریال برابر شوی او له چینایي پانګهوالو یې غوښتي چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګهونه وکړي.
✒️: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د هېواد په څو ولایتونو، لکه پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست کې د توپونو او هاوانونو پراخ بریدونه کړي دي.
د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د پکتیا په ډنډپټان کې درې تنه شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي خو په نورو ولایتونو کې د هاوانونو تر بریدونو لاندې سیمې تخلیه شوې وې نو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
✒️: د ایران د ولسمشر سلاکار او زوی یوسف پزشکیان نن (چارشنبه د کب شلمه) په ټیلیګرام پاڼه کې لیکلي: «خبر شوم، چې مجتبا خامنهیي ټپي شوی دی. له هغو ملګرو مې وپوښتل، چې په اړیکه کې ول. څرګنده شوه، چې د خدای پر فضل هغه روغ دی او کومه ستونزه نشته.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران دولتي ټلویزیون مجتبا خامنهیي د "د روژې د جګړې ټپي اتل" معرفي کړی و.
✒️: یک مقام ارشد اسرائیلی به خبرگزاری رویترز گفته است که مقامهای اسرائیلی در گفتگوهای پشت درهای بسته اذعان کردهاند که هیچ تضمینی وجود ندارد جنگ علیه ایران به فروپاشی حکومت این کشور منجر شود.
به گفته این مقام اسرائیلی، با وجود بمباردمانها نشانهای از قیام در داخل ایران دیده نمیشود.
با وجود اظهارات دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا، مبنی بر اینکه این جنگ ممکن است بهزودی پایان یابد، ارزیابی اسرائیل این است که واشنگتن هنوز به صدور دستور پایان دادن به درگیری نزدیک نشده است.
گفتنی است که جنگ مشترک امریکا و اسرائیل علیه ایران وارد دوازدهمین روز خود شده است.
✒️: دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا، روز چهارشنبه در یک گفتگوی کوتاه تلیفونی با رسانه اکسیوس گفت که جنگ با ایران «بهزودی» پایان خواهد یافت، زیرا «تقریباً چیزی برای هدف قرار دادن باقی نمانده است.»
ترمپ در این گفتگوی پنجدقیقهای افزود: «چیزهای کوچکی اینجا و آنجا باقی مانده… هر زمانی که من بخواهم، جنگ تمام خواهد شد.»
✒️: د امریکا فدرال څیړونکې اداره یا (افبيآی) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د نا عادلانه نیونو د ملاتړي هېواد په توګه د افغانستان اعلانولو ته په اشارې سره ټینګار کوي چې دا اداره ژمنه ده په افغانستان کې بند پاتې امریکايي وګړي بېرته امریکا ته ستانه کړي.
✒️: رسانههای بینالمللی از به پرواز درآمدن بمبافکنهای B-1 نیروی هوایی امریکا از پایگاه هوایی فیرفورد در بریتانیا خبر دادهاند.
گزارشها افزودهاند که این اقدام در پی افزایش تنشها میان ایالات متحده و ایران انجام شده است.
✒️: رسانههای ایرانی گزارش دادهاند که این کشور تاکنون همه میانجیگریها برای برقراری آتشبس را رد کرده، زیرا شروطی دارد و خواهان تضمینهای واقعی است.
بر بنیاد گزارشها، شروط ایران شامل دریافت تضمینهایی برای جلوگیری از بازگشت جنگ، دستیابی به چرخه کامل سوخت هستهای و دریافت غرامت است.
✒️: اوزبېکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمتالله اېرګاشیف، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي، ګېل برتران سره انلاین غونډه کړې ده.
دواړو لورو د سیمې د امنیتي مسایلو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت او د افغانستان په تړاو د اوزبېکستان او اروپايي ټولنې د همکاریو د پراخېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
✒️: سېف ده چلدرن یا د ماشومانو د ژغورنې بنسټ په یوه نوي راپور کې لیکلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره په ختیځ افغانستان کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د راپور په وینا، د ټولګي درسونه هم ځنډول شوي او له ۸ زرو زیات ماشومان ښوونځیو ته له تګه پاتې دي.
د ماشومانو د ژغورنې ادارې ویلي، د ملګرو ملتونو د معلوماتو لهمخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې لږ تر لږه ۵۶ کسان شهیدان شوي او څه باندې ۱۲۰ کسان ټپیان دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
✒️: د اوزبېکستاني رسنیو د راپورونو لهمخې د دغه هېواد ولسمشر، شوکت میرضیایف له افغانستان سره د ترجیحي سوداګرۍ تړون د توشیح فرمان لاسلیک کړی دی.
د راپورونو له مخې، په دغه تړون کې د ۱۴ ډوله توکو ګمرکي تعرفو لغوه کول، د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره د فایتوسانیتري اسانتیاو برابرول او د صادروونکو لپاره د ملاتړ پراخول شامل دي.
✒️: د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ(UNHCR) د جاپان له حکومت مننه کړې چې هغوی ته له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره دوه میلیونه ډالر مرسته ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره وايي، له دغو پیسو به له ایران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو او په افغانستان کې له زیانمنو کوربه ټولنو سره بېړنۍ مرستې وشي.
د دې پروګرام له لارې به شاوخوا ۱۱۶ زره کسان ملاتړ ترلاسه کړي او نږدې ۲۳ زره راستنېدونکو کورنیو ته به نغدي مرستې ورکړ شي، څو د ترانسپورټ، کرایې او خوراکي توکو په څېر خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
✒️: یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل نوي راپور کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د شخړو زیاتېدو د سیمې د ماشومانو لپاره سمدستي خطرونه رامنځته کړي دي.
د راپور له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ګڼې کورنۍ د اسلامکلا او نورو پولو له لارې له ایرانه راستنېږي؛ هغه کورنۍ چې ډېری یې د ناڅاپي سفر له امله اندېښمنې دي او له خپل راتلونکي ناخبره دي.
یونیسف ټینګار کوي چې تر ټولو لویه اندېښنه د ماشومانو وضعیت دی، ځکه راستنېدونکي ماشومان له بېلابېلو بشري اړتیاو او ناڅرګند راتلونکې سره مخ دي.
✒️: امیرخان متقي او عماني سیال یې د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، امیرخان متقي د عمان بهرنیو چارو له وزیر، بدر بن حمد البوسعیدي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
خبرپاڼه وايي، په دغو خبرو کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو د نظر تبادله وشوه.
دواړو لوریو په منځني ختیځ کې وروستی وضعیت اندېښمنوونکی وباله او پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه او د جګړې د پراخېدو هڅې یې وغندلې.
په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت هم بحث وشو او د افغانستان لوري د پاکستان د بریدونو او د اسلامي امارت د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه خپل دریځ روښانه کړ.
✒️: د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره ۲۵ متریک ټنه اساسي درمل او طبي وسایل ورکړي دي.
د دغه بنسټ افغانستان څانګې په وینا، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ به دغه کټونه شاوخوا ۱۶ زره او ۲۰۰ کسانو ته درملنه برابره کړي او د سرطان درمل به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۱۳ زره ناروغانو د درملنې لپاره وکارول شي.
دغه مرسته د کابل د ملي سرطان روغتون، د علياباد روغتون د سرطان څانګې او د ننګرهار، بلخ او هرات د سرطان درې سیمهییزو مرکزونو ته سپارل شوې ده.
✒️: محمد بن عبدالعزیز الخلیفی، وزیر دولت قطر در امور خارجه، با اشاره به تنشها میان ایران، اسراییل و امریکا گفته است که طرفها باید مشکلهایشان را از راه گفتوگو و دیپلوماسی حل کنند.
او در یک گفتوگوی تلویزیونی گفته است که قطر تجربه طولانی در حل تنشها از راه دیپلوماسی دارد و بار دیگر از طرفها خواسته است که به میز مذاکره بازگردند.
به گفته الخلیفی، راهحل سیاسی یگانه راهحل درازمدت برای پایان دادن به تنشهای جاری است.
✒️: د لبناني چارواکو په وینا، د اسراییل د پرلهپسې بریدونو له امله تر اوسه نږدې ۵۰۰ کسان په لبنان کې شهیدان شوي او هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ نور هم دې شمېر ته ور زیاتېږي.
✒️: رسانههای بینالمللی گزارش دادهاند که آژانس بینالمللی انرژی قصد دارد برای پاسخ به بحران نفت در جهان که در پی تنشها در خاورمیانه به وجود آمده است، ۴۰۰ میلیون بشکه نفت را به بازار عرضه کند.
بر بنیاد گزارشها، این نخستین بار است که آژانس بینالمللی انرژی چنین مقدار نفت را از ذخیرهها اضطراری به بازار عرضه میکند.