د نظام مسیر او د بدیل د زېږون فلسفه
ډیری خلک چې وایي چه ددغه یا هغه څه بدیل نشته، دا خبره ډېری وخت د ژور باور له مخې نه، بلکې د وېرې، ستړیا او د نامعلوم راتلونکي له تورو سیورو سره د مقابلې له نه توان څخه راټوکېږي. انسان کله کله له تیارو سره دومره عادت شي چې هماغه تیاره د رڼا بدیل وبولي، حال دا چې دا یوازې یو رواني پناه وي، نه یو تلپاتې حقیقت.
خو سیاسي نظامونه د همدې ظاهري سکون تر شا خپله کیسه لیکي. هر هغه نظام چې ځان یوازینی حقیقت وبولي او نور غږونه محدود کړي، په اصل کې د بدیل تخم پخپله کري. فکر لکه اوبه دي؛ که په ښکاره بهیر کې ځای ور نه کړل شي، نو د ځمکې لاندې پټې لارې لټوي، او هماغه پټ جریانونه یوه ورځ دومره زور اخلي چې د بدلون په سیلاب بدلېږي.
له بلې خوا، ټولنه یوازې د سیاست په ژبه نه، بلکې د ژوند په واقعیتونو تعریفېږي. کله چې اقتصادي ستونزې، بېعدالتي، او د خلکو بنسټیزې اړتیاوې له پامه وغورځول شي، نو نارضایتي یوازې یو شخصي احساس نه پاتې کېږي. دا ورو ورو په یو ګډ شعور بدلېږي—یو داسې چوپ خو ځواکمن احساس چې خلک سره نښلوي او د بدلون لپاره زمینه برابروي.
نو ځکه زه وایم چه: که یو نظام خپل مسیر اصلاح نه کړي، نو د خپلو کړنو له لارې خپله د خپل بدیل د زېږېدو شرایط برابروي. دا د تاریخ یو تکرارېدونکی قانون دی؛ بدلون اکثره د بهر له لاسو نه، بلکې د نظام د دننه کمزوریو او نیمګړتیاوو څخه راټوکېږي.
خو بدیل یوازې د مخالفت نوم نه دی. بدیل هغه وخت ریښتینی ارزښت پیدا کوي چې له ځان سره یو واضح لیدلوری، منظم جوړښت، او د ستونزو د حل عملي لارې ولري. که بدلون یوازې د احساساتو پر بنسټ وي او د جوړونې نقشه ونه لري، نو پایله یې یا نیمګړې وي یا بیا هماغه پخوانۍ کړنی تکرار کیږي.
ټولنه بیا تل د خاموشو بدلونونو ډګر وي. کله چې غږونه چوپ شي، عدالت کمزوری شي، او فرصتونه محدود شي، نو بدلون په پټه پیل کېږي. دا بدلون غږ نه کوي، خو وده کوي—لکه د دېوال په درز کې یو نازک بوټی چې ورو ورو کلکې خښتې سره جلا کوي. او کله چې دا بدلون راڅرګند شي، نو ډېر وخت ناڅاپي او زورور وي.
که خبره راټوله کړو نو، هېڅ نظام د زمان له بهیر څخه جلا نه شي پاتې کېدای. که یو نظام د وخت له غوښتنو سره ځان عیار نه کړي، نو وخت به خپله نوی مسیر او نوی بدیل وزېږوي. ځکه تاریخ تل په حرکت کې دی، او حرکت هېڅکله د یوه حالت په بند کې نه پاتې کېږي