د ټرمپ په خبرو ډېر زړه مه بندوئ !

اپریل 8, 2026 - 18:40
 0  19
د ټرمپ په خبرو ډېر زړه مه بندوئ !

دا چې ټرمپ له خپل تصميم پر شا شوی، زړه مې غواړي دې ځينو ځينو ته  يوه ډله د تسليت لپاره ورشو او دغسې يې چاپي کړو لکه په انځور کې يې چې ګورئ، ورته ووايو چې خير دی، خير دی، د ټرمپ په خبرو ډېر زړه مه بندوئ، دا همدغسې يو شی و، همدغسې شی دی او همدغسې يو شی به وي. دا ځل خو درنه دغسې د ناځوانۍ کار وشو، خو اميد دی چې بل ځل پرې زړه مه تړئ.

موږ د ايران سل سلنه ملاتړي نه يو، خو يو شمېر انکار نه منونکي ديني او جغرافيايي مشترکات ورسره لرو، د همدغو مشترکاتو پر اساس مو ضمير نه مني چې د ټرمپ په څېر وحشي او فرعون صفته انسان يې د مغضوب عليهم قوم په خاطر د خپل فرعوني غرور ښکار کړي. البته الله تعالی دې دغه زمونږ عرب او عجم وروڼه چې ايران ته ډېر په قهر دي، دومره توانمند کړي چې ايران ته د خپلو ناځوانيو او ظلمونو مناسبه سزا ورکړي، خو د خپلو مټو په زور، نه د ټرمپ او ازززررراييلو په سوټيو. 😎

#تسليت

#له_بلې_زاويې