د حافظ اسد او عرب واکمنانو خیانت!

اکتوبر 6, 2025 - 08:25
 0  12
د حافظ اسد او عرب واکمنانو خیانت!

حافظ اسد؛ د سوریې پخوانی دیکتاتور چي د بشار الاسد پلار وو او اوسنیو انقلابیونو ئې قبر وسوځاوه؛ په ۱۹۹۱ع کال کي خپل ۲۱ زره سرتېري د ۳۰۰ ټانکونو سره د امریکا تر مشرۍ لاندي د عراق پر ضد جگړي ته واستول. د دې فوځ قوماندان جنرال علي حبیب وو چي وروسته بشار اسد د دفاع وزیر کړ. دې فوځ په ښکاره د امریکا لپاره جگړه کوله تر څو د عراق فوځ له کویټ نه وباسي. همداسي وسول؛ دا هغه وخت وو چي د سعودي مذهبي طبقې آل شیخ د بهرنیو فوځونو د راوستلو فتویٰ صادره کړې وه؛ د هغې لیکني لینک لاندي شریکوم:

په دې وخت کي امریکا د ۳۴هېوادونو یو لوی ائتلاف جوړ کړی وو؛ تر څو د عراق پر ضد جگړه وکړي. د گډون کوونکو هېوادونو د فوځونو شمېر داسي وو؛ تر جگړي وروسته ټول هېوادونه له سعودي نه ولاړل خو امریکایان همدلته پاته سول او همدا خلیج ته د دوی د راتللو پیل وو:

•  امریکا: ۴۰۰ زره سرتېري
•  سعودي عربستان: ۱۰۰ زره سرتېري
•  برتانیا: ۴۵ زره ۵۰۰ سرتېري
•  مصر: ۳۵ زره سرتېري
•  سوریه: ۲۱ زره سرتېري
•  فرانسه: ۱۹ زره سرتېري
•  مراکش: ۱۳ زره سرتېري

دا ښيي چي حافظ اسد د نورو عرب مشرانو په څېر یو خاین وو؛ خو دی تر هغوی هم ډېر د عروبت سوداگر وختی. په ظاهره به ئې ویل چي د امریکا او ازرائیـ.ل دښمن دئ خو په عمل کي ئې د امریکا تر قوماندې لاندي د عراق پر ضد جگړه وکړه، جولان ئې له لاسه ورکړ او د ایران او امریکا ملاتړ ئې وکړ.

که څوک وايي جگړه یوازي د کویټ د آزادولو لپاره وه نو داسي نه وه؛ ځکه فلسـ.طیـ.ن تر کویټ هم ډېر مهم او مقدس دئ. که رښتیا هم هدف ازادي وی نو ولي ئې دا مقدسه زمکه نه آزادوله؟ او که جگړه یوازي د عربانو په لاس ترسره سوې وی نو شاید خيانت به نه گڼل کېده. خو ستونزه دا وه چي دا جگړه د امریکا تر مشرۍ لاندي وه؛ چي دلته د ۴ لکه امریکايي سرتېرو شتون ښيي چي دا ټول د امریکا پلان او هدف وو.

په حقیقت کي هدف د کویټ آزادي نه بلکي په منځني ختیځ کي د امریکا واکمنېدل وو. امریکا لا له ۱۹۸۹ع کال راهېسي د عراق د له منځه وړلو پلانونه جوړ کړي وو. د صدام لخوا پر کویټ یرغل یوازي د امریکا لپاره یوه ښه پلمه سوه. په حقیقت کي د امریکا فوځونه لا د ۱۹۸۹ع په اکتوبر میاشت کي کویټ ته داخل سوي وو او داسي تمرینونه ئې کول لکه پر عراق چي یرغل کوي. د ۱۹۹۰ع کال په فبرورۍ کي د امریکا جنرال شوارزکوف په کانگرس کي وویل: "موږ باید په خلیج کي خپل فوځي حضور زیات کړو؛ ځکه عراق کولی سي خپل گاونډیان گډوډ کړي."

دا هر څه هغه وخت ترسره کېدل چي د صدام او کویټ تر منځ لا کومه جدي ستونزه نه وه رامنځته سوې. نو ښکاره ده چي جگړه به په هر صورت کي ترسره کېدله؛ که صدام کویټ نیولی وی او که نه. لنډه دا چي حافظ اسد او نورو عرب مشرانو په اصل کي امریکا ته سیمه او د هغې سرچینې تسلیمي کړې. دوی له دې وېرېدل چي هسي نه عراق د قوي فوځ، اقتصاد او پرمختگ له امله د سیمي مشري تر لاسه نه کړي.

همغه وو امریکا صدام ته گرین سگنال ورکړ؛ صدام لکه لېونی په یوه شپه ئې کویټ ونیوی؛ د کویټ حکومت سعودي ته نقل سو؛ آل شیخ (ابن باز) سعودي ته د بهرنیو فوځونو راوړلو فتویٰ ورکړه؛ پورته ذکر سوي فوځونه سعودي ته راغلل؛ پر عراق بریدونه وسول او صدام ماته وخوړله؛ صدام تر دې وړاندي د ایران په جگړه کي د سعودي او امریکا په ملاتړ هم ماته خوړلې وه؛ دا ځل امریکایانو سم وټکوی؛ ډېره موده عراق نو فلائي زون وو؛ د جگړي په پای کي بهرني ځواکونه له سعودي ووتل خو امریکایان تر ننه پاته دي؛ فتویٰ د کاغذ پر مخ همداسي پاته سوه لکه امریکایان چي څنگه په خلیج کي پاته سول.

لاندي دوې لیکني په همدې موضوع پوري مربوطي دي:
① د احمق دیکتاتور ناسمه پرېکړه!
② د سعودي علماءو ناسمه فتویٰ!
دغه دواړي لیکني پر لاندیني واټس آپ چېنل کتلی سئ!

https://whatsapp.com/channel/0029Vb6IXFU3AzNb748PwE3i

لاندینی تصویر د همغې یوې جبهې دئ چي یو تن سوري فوځي د عراق پر سرحد په تیارسي حالت کي ولاړ دئ.

ژباړه او زیاتونه