حماس لوی ظرفیت او سیاسي درایت قیادت لري

اکتوبر 18, 2025 - 23:32
 0  27
حماس لوی ظرفیت او سیاسي درایت قیادت لري

د مصر په شرم الشیخ کې د سیمې او نړۍ د رهبرانو په مخ کې امریکا، ترکیې، مصر او قطر د ټرمپ په ابتکار “د غزې د سولې” ۲۰ ماده ییز پلان لاسلیک کړ. دا پلان په داسې وخت کې لاسلیک شو چې لومړی پړاو یې د عملي کېدو په حال کې وو، له اوربند وروسته حماس او صهیونستي رژیم د خپلو زندانیانو تبادله وکړه چې په نتیجه کې به یې رژیم د غزې له مشخصې ساحې اوځي او بیا به غزې ته بشري مرستې دا خلېږي.

د پلان تر دې بریده ښايي لوی مشکلات متوقع نه وو خو له دې وروسته برخو کې ځینې داسې موضوعات دي چې ښايي سر ته رسول به یې ډېر سخت کار وي. درې موضوعات چې د ټرمپ د دې پلان د کامیابۍ او ناکامۍ اصلیت به پکې مالومېږي، ډېر مهم دي؛

۱ د پلان له مخې باید حماس په غزه کې خپل نظامي ساختار له منځه یوسي، نظامیان یې رخصت کړي او وسله وسپاري. همداراز، وعده به کوي چې په راتلونکي کې به هم دوی وسله واله مبارزه نه کوي.

۲ اسرائیل به له ټولې غزې په کامل ډول اوځي، غزه به نړیوال ثبات ساتي ځواکونه ساتي چې پکې به د بېلا بېلو هیوادونو پوځونه دنده ترسره کوي او د فلسطیني سلطې (محمود عباس حکومت) له جدي اصلاحاتو وروسته به هغوی ته سپارل کېږي.

۳ د دې ټولې پروسې په نتیجه کې به فلسطینیان په مستقل ډول د یو آزاد هیواد څښتنان کېږي چې په دې سیمه کې به له اسرائیلي رژیم سره یو ځای سوله ییز ژوند کوي.

 

اسرائيلو له دې پلان سره ټول په ټوله کې هوکړه کړې ده خو د حماس اعلامیې ویلي چې په اصولو کې له توافق سره به په جزئیاتو کې بحث ته ترجیح ورکړي. زه په دې باور یم چې حماس به هېڅکله په حالت کې د وسلې پرېښودلو او له قضیې څخه د لاس په سر کېدو غوښتنه ونه مني تر څو یې چې د غزې پر ځای په ټول فلسطین کې خپل رول نه وي تثبیت کړی. حماس دا د طوفان الأقصی له لاسته راوړنو یوه بارزه لاسته راوړنه بولي چې د نړۍ ټول رهبران یې یو ځل بیا د فلسطین په قضیې راټول کړل او دوی یې مجبور کړل چې فلسطینیانو ته د دوی د خپل مستقل هیواد حق لپاره یو عملي مېکانېزم رامنځ ته کړي.

 

د اکتوبر له ۷مې مخکې د سیمې هیوادونو او نړیوالو قدرتونو د فلسطین قضیه هېره کړې وه او صهیونستي رژیم په ډېر مهارت ورځ تر بلې فلسطیني خاوره کې صهیونستان مېشت کول. دوی له همدې تخنیک څخه په استفادې د غربي تړانګې ۶۰ فیصده خاوره د خپلې ولکې لاندې راوستله او فکر یې کوه وبه توانېږي چې د فلسطین په خاوره کې له بحر څخه تر نهر پورې لوی اسرائیل جوړ کړي.

 

اوس وضعیت بدل دی؛ له امریکايي اسټبلشمنټ پرته د دوی عام ولس، د اروپايي‌ او اسلامي هیوادونو مشران د فلسطین په نوم بېل مستقل دولت غواړي. دې کې هېڅ شک نشته چې دوی دا دولت د حماس له شتون پرته غواړي خو حماس د دومره لوی ظرفیت او سیاسي درایت قیادت لري چې د خپلې قضیې د ګټلو لپاره له تنظیمي هیکل څخه تېر شي. دا به یواځې هغه مهال کېږي چې دوی پوه شي چې سیاسي خبرې ملموسه نتیجه ولري. که داسې نه وي زه باوري یم چې د ټرمپ شل ماده ییز پلان به د بایډن د ادارې د طرحې په څېر یوه ناکام او بې مانا پلان وي.