د انساني صحت سره لوبې او وارداتونه
کله کله سوچ کووم چې د خپلې ټولنې د کومې کومې بدبختۍ به انسان ذکر کوي - د دې ځينو خلکو ايمان پېسه وي او دې ته نۀ ګوري چې يو کار غلط دے او د غريبانو وينه څښي ، هغه بې لارې کوي او هغه بربادوي - خو نا ! زما سره مائک دے ، زما پۀ لکونو فالوورز دي - کۀ هر څوک پېسې راکوي نو د دې سره مې کار نشته کۀ دغه کار ټيک دے کۀ غلط دے -
يو صېبه تکيه کلام واله مائکوال دے - د يو حکيم نما ډاکټر انټرويو کوي او سم ترې زاريږي - د دغه مايکوال د طريقه واردات نه خو تاسو خبر يئ خو د هغې حکيم نما ډاکټر د طريقه واردات نه مو خبرووم - هغه چې چرته خطا کيږي نو د سکرپټ مطابق ورله مايکوال فتحه هم ورکوي -
د دغه حکيم نما اولنے واردات دا وۀ :
" زۀ فيس نۀ اخلم خو زما سره يو هربل کېپسول دي او پۀ هغې کښې د درې سوه بيمارو شفا ده - د بلډ پرېشر ، شوګر ، ملا درد ، پښو درد ، کمزوري او نوره الا بلا " -
هسې کۀ زۀ پۀ خپلو مزغو سوچ وکړم نو درې سوه بيمارۍ خو ماته هم نۀ دي معلومې او بيا يوه دوائي او درې سوه بيمارۍ - پۀ دغه وخت کښې ورته مايکوال اداکار پۀ داسې نظر ګوري لکه چې يو ناوياته اي ټم ب م ئې ايجاد کړے وي -
دويم واردات ئې د پښتنو د خدمت وۀ :
فرمائي چې " زۀ اول پۀ کراچۍ کښې ووم خو خلکو وې چې د پښتنو خدمت له راشه نو پېښور ته راغلم " - يعني هغه پوهه خلک وو دوکانداري ئې هلته نۀ چلېده نو د پښتنو لوټ مار پسې راغے -
درئم واردات ئې د پېسو بچت وۀ :
فرمائي " تاسو ته پته ده چې خلک د زنګون د يو يو اپرېشن پۀ لکونو روپۍ ورکوي مونږ هغه شے پۀ زرګاو کښې کوو" -
دا پرېږدوه بيا وائي - چې " د زنکون د درد اتيا فيصده مسئلې د بېک ( ملا ) نه را روانې وي" -
د دۀ د نوي ريسرچ نه قربان ځکه چې د زنګونانو يو فيصد مسئلې هم د ملا نه زنګون ته نۀ راځي - کۀ د عرق النساء خبره وکړو نو هغه د رګ بيماري ده او ټولې پښې ته ځي - دا منم چې د اپرېشن نه انسان څومره ځان بچ کولے شي ښۀ خبره ده خو علاج ئې دغه کېپسول نۀ دے بلکه لائف سټائل بدلول او د فزيو تراپي ورزشونه دي -
لازمي خبره ده چې د دې مايکوال پۀ وجه به د هغه کاروبار زياتيږي ، خلک به لوټ کيږي او تباه کيږي - خو ولې دغه مائکوال خو جنتي دے ځکه چې هغه د فلمونو خلاف دے پۀ اېکټرانو د خدائے لعنت وائي - خو زۀ وائم چې د داسې پېسو نه فلمونه پرېږده چې د مجرې پېسې هم غوره دي - کم از کم منافقت خو نۀ کوي -