كه طالبان د دفاع اراده لري؛ نو حتماً به ئې څو مهم او اساسي كارونه كړي وو – دوهمه برخه

اکتوبر 19, 2025 - 22:10
 0  64
كه طالبان د دفاع اراده لري؛ نو حتماً به ئې څو مهم او اساسي كارونه كړي وو – دوهمه برخه

مولوی عبد الرحمن سليم

 

كه دوى د دفاع اراده درلودى نو حتماً به ئې څو مهم او اساسي كارونه كړي وو:

الف- ملي اجماع رامنځته كول او ټول ملت په ځانگړې توگه هغه افغانان گډ تصميم ته چمتو كول چي د اشغالگرانو خلاف د جنگ مخينه او اراده لري.

ب- له ملت سره به ئې خپلي شلېدلې اړيكي رغولې وې؛ له ملا ماتوونكو او ناجائزو ماليو، ټكسونو او كميشنونو به ئې لاس اخيستى وو؛ درنه او د ملت ممثله شورى به ئې جوړه كړې وه، د يوې ډلي او يوه توكم او قبيلې حكومت به ئې په داسي حكومت بدل كړى وو چي ټول ملت ته د منلو وړ وي؛ هغه حكومت او ډله هيڅكله د بهرنيو يرغلگرو مقابله نه شي كولى چي د ملت له حمايت برخمنه نه وي.

ج- دوى هغه امريكايي ټانكونه په بگرام كي راغونډ كړي چي امريكا ئې د استرداد اراده لري، او اوس ئې ځيني جنگيالي هم هلته ځاى پر ځاى كړي؛ هر څوك چي جنگي تجربه لري پوهېږي چي دا ډېر غلط اقدام دئ؛ په بگرام كي يو ساعت هم مقاومت نه شي كولى؛ د شوروى او امريكا خلاف د مجاهدينو درې نيمو لسيزو جهادي تجربو ښودلې چي هغوى ته مو پر چريكي جنگونو سره ماته وركړه؛ نه په مخامخ جنگونو او د دوى پر مركزونو د بريدونو له لاري؛ چا چي په تېر جهاد كي يوه وړه ولسوالۍ او حتى د يوې ولسوالۍ محافظتي پوسته په داسي مخامخ جنگ سره نه ده فتح كړې او كه ئې كله فتح كړې نو درې ورځي ئې نه ده ساتلې؛ څنگه او ولي دا غلطه جنگي تگلاره بيا غوره كوي؛ په بگرام كي وسائل او جنگيالي راغونډول د يرغلگرو په گټه كار دئ نه د هغوى خلاف؛ مجهز هېوادونه چي د هوايي مدافعې فعال او مجهز سيستمونه لري؛ داسي چي له دښمن سره سيالي كولى شي؛ هغوى هم خپل جهازونه او مدافع هوا سيستمونه د دښمن له نظره پټوي او د ستر او اخفا له غوښتنو سره سم عمل كوي؛ خو متأسفانه موږ د دې ټولو خلاف ټانكونه او جنگيالي داسي ځاى ته راغونډوو چي پوهېږو دا د دښمن د بريد اصلي هدف دئ!!

د- امارت د امريكا خلاف تر جنگ او دفاع وړاندي په خپلو ليكو كي پراخي تصفيې ته ضرورت لري؛ ټرمپ وايي چي له طالبانو سره د بگرام سپارلو په اړه خبري رواني دي او هغوى ئې په بدل كي له موږ غوښتني لري!! دا كوم طالبان دي او له امريكا څه غواړي؟ ولي داسي مهم او ملي مسائل له ملت پټ دي؟ كوم هيئت چي له امريكا سره د مذاكراتو لپاره دوحې ته لېږل شوى وو؛ ولي مو هغوى ته اجازه وركړې وه چي ټول مصارف او معاشات به ئې امريكا وركوي؛ هره مياشت لس ميليون ډالر؛ نژدي څلور کاله؛ له 2018 تر 2021 پوري!! دې لوى هيئت ته چي له خپلو کورنيو سره په دوحه کي اوسېدل؛ ټول مصارف ئې امريكا ورکول او کره راپورونه وايي چي دا معاشات تر ننه ورکول کېږي!! دې ښاغليو به هلته څه گلان كرلي وي او له امريكا سره به ئې د هغوى كوم شرط نه وي منلى؟!  تاسو په كابل كي افغانانو ته وايئ: امريكا ته مو ماته وركړه؛ خو د امارت دوحه مېشت استازي د سي ان ان (CNN) خبريال دې پوښتني ته: آيا په رښتيا تاسو وايئ چي طالبانو امريكا ته ماته وركړه؟ په ځواب كي وايي: نه؛ موږ خو د مذاكراتو لار غوره كړه او له دې لاري داسي حالت ته ورسېدو چي دواړو لوريو ته بريا وه!! له بل ئې خبريال وپوښتل: آيا طالبان له ټولو هېوادونو سره هيڅ مشكل نه لري؛ د اسرائيل په شمول؟ ځواب ئې دا وو: نو موږ له اسرائيل سره څه مشكل لرو؟ آيا دا ځوابونه د امارت سياستونه تمثيلوي كه له امريكا سره پټي اړيكي او ژمني څرگندوي؟ هر افغان او هر مسلمان له اسرائيل او امريكا سره ډېري ستونزي لري؛ اسرائيل د امريكا په مرسته زموږ لومړۍ قبله نيولې، زموږ فلسطيني وروڼه او خويندي ئې وژلي؛ الله تعالى په خپل قرآن كي يهودان د مؤمنانو تر ټولو زيات شديد دښمنان گڼلي؛ امريكا زموږ پوروړې ده؛ تر يو ميليون زيات افغانان ئې وژلي، زموږ هېواد ئې وران كړى، 9 ميليون افغانان ئې د خپلو ورانو مېنو پرېښودو ته اړ كړي؛ شل كاله ئې پر افغانستان او افغانانو بمونه ورولي، موږ له امريكا ديت او د پراخو ورانيو جبران غواړو؛ كلونه كېږي چي د افغانستان 9 مليارد ډالر ئې په خپلو بانكونو كي كنگل كړي؛ د افغانستان وسله والو مخالفينو ته ئې پنا وركړې، زموږ فضاء د امريكا كنټرول كي ده، ډرون ئې زموږ پر ښارونو گرځي، بگرام له موږ غواړي او په زور ئې غواړي؛ يو امريكايي متقاعد مامور وايي: غوښتل مي د افغانستان جمهور رئيس شم؛ ... موږ ته ووايئ: هغه طالب چارواكي چي وايي: موږ نه له امريكا سره ستونزه لرو او نه له اسرائيل سره؛ دا د چا استازيتوب كوي؛ د امريكا د سياستونو او گټو كه د افغانانو؟ د امارت بهرنى سياست څوك تمثيلوي؟ په دوحه كي د امارت د سياسي دفتر مسئول او په خارجه وزارت كي يو معين؛ كه كومه بله مرجع؟ ولي يوه ورځ د امريكا او سعودي لپاره ايران ته د روافض او او لومړي دښمن خطاب كېږي او په مزار كي ئې تر لس زيات ديپلوماتان بې موجبه وژل كېږي او بله ورځ همدا ايران داسي معتمد او زړه ته نژدي دوست شي چي په زېړو كڅوړو كي پرېمانه ډالر كندهار ته لېږي او ويل كېږي چي په كندهار كي د غزې په څېر تر زمكي لاندي تونلونه ورته جوړوي!! آبله ورځ؛ په مذاكراتو كي د امريكايي هيئت مشر مطبوعاتو ته دا خبره افشاء كړه: ما يو مهال غوښتل چي د افغانستان جمهور رئيس شم؛ خو بيا له دې تصميم تېر شوم!! دا شرمناكه او افغانانو ته د پېغور خبره د څه غمازي كوي؟ باور لرم چي دا طمع ئې ستاسو د هيئت له چلن او تنازلاتو په برخه شوې؛ د هيئت ځينو غړو ورته ويلي: كېدى شي تا د جمهور رئيس په توگه ومنو؛ نن چي همدا ښاغلى د ټولو افغاني ډلو مخالفت كوي او د طالبانو مدافع وكيل ترې جوړ شوى وجه ئې همدا ده؛ او ټرمپ هم چي د بگرام خبره كوي منشأ ئې همدا د دوحې مذكرات او پټ توافقات دي. دا ښاغلى رښتيا وايي؛ د دوحې په ټرون كي د داسي نوي حكومت پر جوړېدو توافق شوى وو چي جمهور رئيس به ئې نه په طالبانو پوري مربوط شخص وي او نه د دوى په مخالفينو پوري تړلى؛ كه دا له ننگ او شرم ډك خائنانه تړون نه وى شنډ شوى نو يقيناً چي د نوي موقت حكومت مشري ته همدا ښاغلى كانديد وو؛ آيا د طالبانو امير المؤمنين له دې معاملې خبر دئ او آيا اوس ئې سر پرې خلاص شوى او پوه شوى چي هيئت هم د ده پر سر له امريكا سره معامله كړې وه او هم د ټول افغانستان پر سر؟ كه ترې خبر وى نو نن به ئې افغانستان ته د دې نوماند جمهور رئيس د راتگ اجازه نه وركوله؛ او د ده لپاره به ئې امريكايي بنديان نه خوشي كول.

هـ- آيا دا سروې مو كړې چي كه امريكا بيا افغانستان ته راشي؛ نو د افغانانو څو سلنه به ستاسو په څنگ كي ودرېږي، يا به تاسو ته په خپلو كليو او مېنو كي پنا دركړي؟ كه دلته آزاد مطبوعات او د بيان آزادي وى؛ اختناق، سانسور، د منبر تعطيل، سركاري كول او تنخا خورو خطيبانو ته سپارل نه وى؛ نو تاسو ته به واضح شوې وه چي د افغانانو څو سلنه له تاسو او له دې نظام او تصرفاتو ئې راضي دي او تاسو ئې پر حمايت حساب كولى شئ؛ تاسو نن فقط د څو متملق، چاپلوس او كرايي مداحانو په ويناوو حساب كوئ؛ د نړۍ ډېرى حكومتونه له همدې كبله نسكور شوي چي د ملت او واكمنو تر منځ ژور واټن رامنځته شوى او غږ ئې تر واكمنو نه دئ رسېدلى؛ آبله ورځ چا راته ويل: څو تنه كندهاريان كابل ته راغلي وو، ترې ومي پوښتل: د كندهار وضعيت څنگه دئ؛ څو سلنه كندهاريان له روان وضعيت او د كندهاريانو له حكومت راضي او خوښ دي؟ په لوړي او كلك قسم سره ئې راته وويل: كه ډېر وي نو په لس زره كي به يو كس وي! رښتيا ئې ويلي؛ هغه شريف او عزتمن افغانان به څنگه د دې نظام دفاع كوي چي كورونه ئې په وار وار تلاشي كړي، هغه وسلې ئې په زور ترې اخيستلې دي چي له شوروي ځواكونو ئې غنيمت كړې وې او د دوو يرغلگرو مقابله ئې پرې كړې وه؟!