هنوز هم سر وقت است - افغان نیشنلزم
په داسې یوې نړۍ کې چې د ملت دولت کابو څلور سوه کلن تصور کې د ژوند کولو سره نړۍ، د دغه تصور په وجود کې شته خرابیانو سره سره، پرمختګ کړی مونږ لا هم دا په پوره بڼه نه دی خپل کړی. سره د دې چې تکراري پیښې مونږ اړ کوي چې یو لږ وخت لپاره له خپلې تخیلې نړۍ،اصلي نړۍ ته راشو، خو چې کیسه آرامه شي بیرته هماغه پخواني خمار کې ګرفتار شو. د پاکستان د ګټو په خاطر د جماعت سراج الحق وايي چې ترڅو کشمیر امن نه شي،افغانستان کې امن نشته، طاهر اشرفي د پاکستان مفسد پوځ په دفاع کې د ملا او جمهوریت دواړو خلاف ودریږي. فضل الرحمن ته آیین پاکستان د افغانستان د "اسلامي نظام" نه معتبره دی. سټیف کول په پیرانو جګړه نومې کتاب کې لیکي، وايياستاد سیاف ناست وو، خپلو شاګردانو ته یې درس ورکولو، سعودیانو پسې یې بد رد ویل چې د غرب غلامي یې منلې. وايي دغه مهال ترکي الفیصل پرې ورننوت، ورته یې وویل، ته اوس زمونږ اسلام تلې! ستا نوم لا د مسلمان نه وو، عبدالرسول وې، مونږ مسلمان کړې،ته اوس مونږ ته ګز ږدې، تناب اچوې!
رانه اوږده نه شي:
تیرې څو ورځو ډیر دې ته اړ کړل چې له یوټوپیا، تخیلي نړۍ حقیقي نړۍ ته راشي، او لږ خپل فکر په کار واچوي. وې کتل چې پاکستان ته نه مسلمان مهم دی، نه مسلمان، او افغان مسلمان خو بیخيمهم نه دی. یوازې شی چې ورته مهم دی، هغه سب سی پهلی پاکستان دی. ایران همداسې، توران همداسې. ډیر د نیشنلیزم کفر ګڼونکي مې ولیدل چې سخت نیشنالستان شول. نو نه به کیدل؟ د کوزې خوا سر سخته مسلمان یې لیده چې پاکستانی دی، دی به د هغه له برخورد دومره هم نه شرمیده او د خپل مظلوم ولس په اړه به یې فکر نه کولو؟
خو په یاد ولرئ، دا کیسه لنډ مهاله ده. اوس به دوی د پوهنتون او مدرسې، د جماعت او جمیعت د دورې منافقینو سره په اړیکه کې شي، ګیلې به وکړي. هغوی به ورته وايي چې زمونږ پوځ هاسې او داسې، بس څه وکړو، وس مو نه رسي. او دوی به بیا ورباندې وغولیږي او پخوانۍ کیسې ته به شي. خو په زغرده یې وایم، چې افغانستان لومړی نه کړئ، او افغان لومړی نکړئ، والله که یا پخپله ښه ورځه ووینئ او نه هم افغان ولس.
د سعدي په ژبه یې درته وایم:
ای که پنجاه رفت و در خوابی
مګر این پنج روزه دریابی
د ملت-دولت په چوکاټ کې به ریالیزم له ارزښتي پلوه ډیرې بدۍ ولري. خو په بده نړۍ کې همدې بدې سره مخامخ یوو. د اوس لپاره د افغانستان ګټې لومړۍ کړئ، د شرق او غرب تخیلي خبرو باندې سر ګرځولو نه تیر شئ، بیا ګپ مه خورئ. افغان نیشنلزم خپل کړئ، افغانستان لومړی کړئ. د تیرې اونۍ حالاتو په لړ کې مې څو څو وارې اوښکې تویې کړي،د افغان بنده په بې کسۍ،بې وسۍ او بیچارګۍ.
له سعدي به ادامه ورکړم:
کهل ګشتی و همچنان طفلی
شیخ بودی و ههچنان شابی
تو به بازی نشسته و ز چپ و راست
می رود تیر چرخ پرتابی
اوس نو د یو څو ورځو خبره ده، لږه چې کیسه سړه شي، دغه پاس چې سعدي یاد کړي را ګرميږي، شخصي او رسميمجلسونو کې بیا درته د مسلمان ورور،څمونږ ورور کیسې کوي. خو که د بیچارګۍ اوښکې مو د ملي وقار او برم په ځای کولو لپاره هڅونه وګرځولې، بیا به دچا پلار راته ونه وايي چې ته څه او امپراتورۍ ماتول څه، دا خو مونږ وو چې وړ مو کړې چې مات یې کړې!
لمنلیک: هڅه کوم چې په دې اړه نور ولیکم، ګوره که دا لږ څه چې لرم د کاغذ مخ ته راشي.