له پاکستان سره د کمونيستانو د مخالفت حقيقت

اکتوبر 24, 2025 - 12:48
 0  54
له پاکستان سره د کمونيستانو د مخالفت حقيقت

کمونيستانو او سېکولرانو سکوت مات کړ ؛ بېرته جارحانه عادت ته لاړل ، او نظام يې له پاکستان سره په معامله متهم کړ !!

 په هغو ورځو کې چې له پاکستان سره شخه شولانګه را منځته شوه ؛ دوی په کاذب ډول په جګړه کې د ګډون لپاره ټټرونه وهل ؛ ددې معنا دا نه وه چې دا خلګ واقعاً قربانۍ ته چمتو وو ؛ بلکې موخه يې دا وه چې جګړه ګرمه کړي ؛ طالب په جنوبي سرحداتو کې مصروف شي ؛ نظام په اقتصادي ، نظامي ، او سياسي لحاظ کمزوری شي ، او په سوکه سوکه کمونيستانو ته د تبارز موکه په لاس ورشي !!

تاسې به د رسنيو پر پاڼو ليدلي وي چې ؛ دې جنابانو اشرف غني ته بلنه ورکوله چې ژر تر ژره بېرته راستون شي او له پاکستان سره جګړه مديريت کړي !! ددې معنا همدا وه چې دوی د جنګ د تداوم تر شا د سېکولرانو او کمونيستانو د راتلو لاره څارله !!

 دا د کمونيستانو همېشنی دريځ دی ؛ دوی د نورو له جنګ نه خپل تبارز ته چانس برابروي ...

يو مهال حفيظ الله امين ليکلي ؤ :

« موږ دې ته انتظار لاره چې اخوانيان او داوود د يو بل په وړاندې نظامي ټکرونو ته مخه کړي او د دواړو له جنګ نه موږ ګټه پورته کړو ....»

د پاک - افغان له جګړې سره د هغوی دلچسپي هم له ورته انتظار سره تړلې وه ؛ فرصت يې لټاؤ او د جنګ له تمديد نه يې سؤ استفاده کوله !!

حقيقت دادی چې دا خلک اقتدار ته تر رسېدو پورې له پاکستان سره مخالف دي ؛ که پاکستان همدا نن هم يو شين څراغ ورکړي ؛ بيا به نه د پاکستان مخالفت وکړي ، نه به د آی ايس آی په وړاندې تبليغاتي جبهه پرانيزي !

د نجيب د اقتدار په مهال دې خلکو د نن په څېر له پاکستان سره د مخالفت مظاهره کوله ؛ د جلال آباد جګړې ته يې هم

د پاک - افغان جګړې نوم ورکاؤ ؛ خو د کمونيست رژيم تر سقوط وروسته يې جوپې ، جوپې جنرالانو د آی ايس آی لکۍ و نیوله ؛ په لکونو کلدارې يې ترې واخيستې ؛ د پاکستان په ګټه يې افغانستان کې انفجارات و کړل ؛ او د مجاهدينو تر خپل منځي جګړو وروسته ؛ له جنرال بابر سره يو ځای پر افغانستان را مارش شول ! ماته وواياست ؛ هغه هوا بازان ، توپچيان او ټانکيستان څوک وو چې له جنرال بابر سره يو ځای افغانستان ته را مات شول !؟ مجاهدينو خو نه پيلوټ لاره ، نه توپچي او ټانکيست !! کمونيستان دې دا هم ووايي چې ؛ دا وسلې يې په چا استعمال کړې !؟ افغانان يې پرې ووژل ؛ که پاکستانيان ؟

دا جنابان دې دا هم ووايي چې د پاکستان په ځای يې ولي ماسکو يا شمالي ګاونډيانو ته پناه يو نه وړه ؟ آيا څوک چې پاکستان واقعاً خپل دښمن ګڼي ؛ نو بيا يې پر پښو سر ښودی شي ؟

دې جنابانو م جاهدين په دې هم متهمول چې له غرب سره تړاو لري ؛ دوی ځانونه د لوېديځ دو آتشه مخالفين بلل ؛ ځکه خو يې په ۱۹۵۳ ز کال کابل کې د امريکا د مرستيال ولس مشر

( ريچارډ نکسن ) موټر په هګيو وويشت ! ددې تر شا پلان دا ؤ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي شي ، او افغانستان يوازې پر روسانو متکي پاتي شي !!

د افغان - شوروي جګړې په مهال هم ؛ کمونيستانو د امريکا خلاف شعارونه ورکول ؛ مج اهدين يې په دې متهمول چې د امريکا لاسپوڅي دي ؛ خو کله چې ا م ريکا پر افغانستان چپاو راووړ ؛ تر بل هر چا ړومبی يې کمونيستان په څنګ کې

 و درېدل ؛ له امر يکا سره يې دفاعي تړون هم امضاء کړ ؛ حنيف اتمر لومړنی کمونيست ؤ چې پر ياد تړون يې امضاء وکړه ؛ او اشرف غني لومړنی ولس مشر ؤ چې له ام ريکا سره يې دغه شرموونکي تړون ته غاړه کېښوده!!

خو له دې تړون نه هم د پاکستان خلاف هيڅ کار وانخيستل شو ؛ بلکې د خپل قوم وژلو ته پکې لاره هواره شوه !!

ستاسې به دا هم په ياد وي چې د همدغه تړون تر لاسليک کېدو وروسته ؛ له پاکستان سره په ډېورنډ لاین معامله وشوه ؛ پاکستان ته خلاص لاس ورکړی شو چې د خپلې خوښې مطابق پر ډېورنډ لاین اغزن تار وغځوي ؛ پر دغه مزي غځولو میاشتې مياشتې تېرې شوې ؛ خو نه يې کوم کمونيست مخالفت وکړ ؛ نه نورو سېکولرانو ! نه يوازې مخالفت يې ونه کړ ؛ لاچې د تورخم دروازې د پرانيستې په مراسمو کې يې له پاکستانیانو سره په رسمي ډول برخه هم واخيسته ؛ شامحمود میاخېل يې ور واستاؤ چې د نظام په استازولي يې هر کلی وکړي !!

نور بيا