افغانستان کې د قدرت دینامیک یا Power Dynamics

نومبر 22, 2025 - 14:36
 0  6
افغانستان کې د قدرت دینامیک یا Power Dynamics

عبد الرحمن سليم

 

څوک چې د افغانستان تاریخ نه لولي، هغه به هیڅکله افغانستان کې د قدرت دینامیک یا Power Dynamics  درک نه کړي.  افغانستان حد اقل له ۱۹۹۲ کال راهیسې مطلق د غرب خصوصاً د امریکا د نفوذ ساحه کې ده او زمونږ د هیواد په سرنوشت باندې تصمیمونه نیسي. حتی که نن ورځ طالبان حاکم دي، د دوحې توافقنامې مطابق حاکم شوي دي.

زما پوښتنه دا ده چې کله  یو شخص یا پنځه شپږ انسانان د خپل قدرت لپاره  د امریکا سره ډغره وهي او هر څه کې لغته وهي،  او په آخري ورځ هم له افغانستان څخه تښتي، دوی د کوم سیاسي پشتوانې په اساس بیا په طالبانو فشار راوړلو وړتیا لري چې طالبان دې دوی سره سیاسي مذاکراتو ته کښیني؟

ولسمشر غني عالم انسان دی. د هغه پوهې، د هغه نیکنامي کې شک نشته دی، خو د افغانستان سولې قضیه کې یې نهایت شخصي برخورد له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ پورې وکړ.  د دې پرځای چې هغه افغانانو ته د یو باعزته ژوند راوړلو مسؤل وي، دې فکر کې و جې تاریخ کې به د هغه نوم څنګه یادیږي. همدې ولسمشر غني تر سترګو وړاندې دوحې توافقنامه امضا شوه،د همدې ولسمشر غني حکومت سقوط ۶ میاشتې وړاندې امریکایانو د افغانستان څخه بشپړ وتلو فیصله کړې وه، خو ولسمشر غني او افغان حکومت د ۲۰۲۰ فبروري ۲۹ څخه تر ۲۰۲۱ کال اګسټ ۱۵ پورې د افغان سولې لپاره  یوه توافق ته ونه رسیدل چې هغه کې د ملت ګټه وه.مه څوک وایي چې طالب سوله نه کوله، نو اوس داسې څه بدل شوي دي چې ولسمشر غني وایي بحران ختمولو کې مرسته کولای شي؟ که د مشروعیت خبره وي، نور خو ولسمشر غني هم د افغانستان مشروع ولسمشر نه دی ، موده یې پوره شوې ده، او حتی ملل متحد یې هم د افغانستان دولت مشر په توګه نور نه پیژني. 

د احساساتو پرته تاسې ووایاست چې ولسمشر غني څه لري؟ کوم فشار او وسیله شته دی چې طالب به هغه د مذاکراتو میز لپاره حاضروي؟  ولسمشر غني چې ۳ لکه پوځ ورسره و، امریکا سیاسي پروسه کې دخیل وه او طالب حاکم نه و، هغه وخت یې کومه سوله ترلاسه کړه؟

تر هغه چې امریکایانو د فشار په واسطه دغه مذاکراتو پروسه بیرته شروع کړي نه وي او یا د جنګ له لارې افغان ډلو طالب په ګونډو کې کړي نه وي، طالب  ساده نه دی چې هغه دې مذاکراتو ته حاضر شي.  طالب یو الهي نظام افغانستان کې روان کړی، چې هغه نه نړیوال رسمیت کیسه کې دی، او نه هم د فشار پرته بل څه پیژني.

نوټ: رښتیا پخواني حکومتي چارواکي ډېر د دوحې توافقنامې ضمایمو په اړه خیزونه وهي، خو دوی دا نه وايي چې د دوحې توافقنامې ضمایم دواړه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله لوستي وو. دوی ولې تر نن ورځې پورې غلي دي؟  ولې نه وایي چې څه پکې وو؟

د دوحې توافقنامې ضمایمو په اړه پخواني چارواکي عوام فریبه خبرې کوي او د هغه په اړه د امریکا د پوځ لوی درستیز د کانګرس په یوه غونډه کې غږیدلی دی چې هغه د خروج تخنیکي اړخونه رانغاړي. د اوریدو لپاره یې په یوټیوب موندلی شئ.