‏زیدان: د حکمتیار او احمد شرع په سیرت، تواضع، لیدلوری او قوي متحرک قیادت کي ورته والې له ورايه څرګند وو

نومبر 22, 2025 - 22:20
 0  203
‏زیدان: د حکمتیار او احمد شرع په سیرت، تواضع، لیدلوری او قوي متحرک قیادت کي ورته والې له ورايه څرګند وو

د الجزیرې د «اثیر» په خپرونه کې، د الجزیری خبریال او د سوریې د ولسمشر سلاکار، دکتور احمد موفق زیدان ، تر منځ د یوې مرکې په ترڅ کې یوي مهمي صحني یادونه وشوه؛  چې د افغانستان او سوریې د جهادي تجربو ترمنځ ژوره پرتله یې روښانه کړه.
‏خبريال وپوښتل:
‏په هغه ګډ انځور کې چې تاسو له ولسمشر احمد شرع سره په ځمکه ناست واست، څه شی مو ذهن ته درغلل؟ 
‏هغه لحظه څه معنا درته لرله؟»

‏دکتور احمد موفق زیدان په ځواب کې وویل:

‏استغفرالله! د افغانستان د جهاد کلونه مې ذهن ته راولاړ شول، هماغه صحنه را یاده شوه: هغه لحظه چې په افغانستان کې د احمدشرع  په شان له یو ځوان جهادي مشر، انجنیر قلبدین ح کمتیار سره د لومړي ځل لپاره په ځمکه کښیناستم. د هغه عمر، حيويت، نشاط، لیدلور او د دواړو هېوادونو سوریې او افغانستان د راتلونکي په اړه د هغه امید راته د احمد شرع له شخصیت او فکرسره ډېر ورته ښکاره شو.»

‏زیدان زیاته کړه چې د حزب اسلامي ځانګړتیاوې لکه ډسپلین، انضباط، علمي جوړښت، د تعلیم ارزښت، سیاست، شریعت، اقتصاد، فرهنګ، او د کدرونو روزنه او پالنه، ټولي هغه برخې وې چې د دواړو مشرتابه تجربې یې نږدې کولې.

‏هغه ټینګار وکړ:

‏«دا ورته والی یوازې په ظاهري بڼه نه و؛ بلکې په لید، فکر، مبارزې، او د راتلونکي په تګلاره کې یو ډول روښانه روحیه موجوده وه.»

‏احمد زیدان وړاندې وویل چې د دواړو مشرانو – ح کمتیار او احمد شرع – په سیرت ،تواضع، لیدلوری او قوي متحرک قیادت کي ورته والې له ورايه څرګند وو.

‏نوموړي د افغانستان د جهاد ځانګړتیا داسې تعریف کړه:

‏د افغانستان پاڅون د نورو انقلابونو په شان نه و. دا اوږده مبارزه وه!  د صبر، حوصلې او زغم یو بې‌ساری نمونه وه. ما د افغانانو د پاڅون لپاره تل ویلي دي: دوی د صبر جنرالان’ دي.