دا څه ډول سیاست دی چې افغانان باید تل د پردیو د لوبو قرباني شي؟
ممتاز جهانگير
افغانان باید په دې بشپړ باور ولري چې د هېواد، او په ځانګړي توګه د ګاونډیو هېوادونو اوسنی وضعیت د بدلون پر لور روان دی. تاریخ شاهد دی او موږ د همدې تاریخ یوه برخه یو چې په افغانستان کې حکومتونه، نظامونه او واکمنۍ هېڅکله د تل لپاره نه دي پاتې شوي. یو تللی او بل سمدستي له بهرنه په افغانانو تپل شوې، هر هغه جوړښت چې د انصاف، ولسي ملاتړ او ملي اسلامي اعتدال له بنسټه محروم وي، بالاخره د زوال په لور تللی دی.
موږ باید دا حقیقت ومنو چې هېڅوک د اسلام او ملت تر نوم لاندې د ناوړه ګټې اخیستنې او د بهرني یا داخلي ظالمانه نفوذ او تسلط حق نه لري. هر هغه ځواک چې د ولس د ارادې پر خلاف دریږي، یا د دین مقدس شعارونه د شخصي واک او قدرت لپاره کاروي، د تاریخ په محکمه کې یې انجام خامخا زوال او تور برخلیک دی. دا د امتونو په تاریخ کې یو ثابت او تکرارېدونکی سنت دی.
سیاست او حکومت نه په دروغو دوام کوي، نه په پټو معاملو او سازشونو کیږي، او نه د پردیو په خوښه او ناخوښۍ ولاړ پاتې کېدی شي. هر وخت ریښتینی سیاست د ولس په باور، مشارکت، رضایت او ملي اسلامي ارادې متکي وي. هغه سیاسي جوړښت چې له ولسي ملاتړ څخه بېبرخې شي، د وخت په تېرېدو سره خپله مشروعیت له لاسه ورکوي او د سقوط پر لور ځي.
خو اوس دلته پوښتنه دا ده:
دا څه ډول سیاست دی چې افغانان باید تل د پردیو د لوبو قرباني شي؟
ولې زموږ د هېواد پیاوړي مشران، ملي شخصیتونه، تاریخي رهبران او ملي تاجران مسلکي ځوانان د پردیو په اشاره حذف، منزوي یا بدنامېږي؟
دا یوازې سیاسي بېانصافي نه ده؛ بلکې د ملت او وطن پر وړاندې یوه لويه، نه بښونکې جفا ده.
یقیناً دا وضعیت به بدلېږي. تاریخ هېڅکله په یو حالت نه پاتې کېږي، او ظلم د دوام وړ نه دی. خو هغه ورځ چې افغانان یو ځل بیا د یو بل مخې ته ودرېږي، پوښتنه به ځه وي:؟
موږ به بیا څنګه یو بل ته ګورو؟
او څوک به حساب ورکوي چې دا وطن د چا د تصمیم، د چا د غفلت، او د چا د خیانت له امله دې دردوونکي حالت ته ورسېد؟