جرګه؛ د ملت او نظام تر منځ وروستی پل
په سیاست کې ځینې فرصتونه یوازې یو وار راځي، او که هغه له پامه وغورځول شي، نو بیا تاریخ د بخښنې عادت نه لري. نن طالبان د همداسې یو تاریخي ازموینې پر پوله ولاړ دي؛ ازموینه د ملي مشروعیت او نړیوال رسمیت تر منځ.
که د طالبانو مشران د ملت یوه رښتینې، پراخه بنسټه او باصلاحیته جرګه یا ملي شورا جوړه نه کړي—هغه جرګه چې د ولس د ټولو سیاسي، قومي، علمي او ټولنیزو قشرونو استازولي پکې موجوده وي—نو یواځې دا نه ده چې نړیوال رسمیت به لا پسې لرې شي، بلکې د ولس اوسنی خاموش، احتیاطي او مشروط ملاتړ به هم ورو ورو په بېباورۍ بدل شي.
نړیوال رسمیت له هوا نه نه راځي؛ دا د ملت له مشروعیته زېږي. هغه نظام چې دننه له ولسه مشروعیت وانخلي، بهر به هېڅکله د دولت په توګه ونه منل شي. دا د سیاست هغه تلپاتې قاعده ده چې نه وخت یې زړېږي او نه حالات بدلوي.
په همدې حال کې د پاکستان د «کار او انکار» جګړه—پټه جګړه، ښکاره فشار، دیپلوماټیک انکار او استخباراتي مداخله—یوازې هغه مهال خطرناکه نه ده چې نظام کمزوری وي؛ بلکې هغه ورځ تر ټولو مرګونکې کېږي چې نظام د ملت له سیاسي ملاتړ بېبرخې شي. ځکه تاریخ شاهد دی چې بهرنی دښمن هغه وخت ګوزار وهي، چې کور دننه دیوالونه درز واخلي.
نن طالبان که څه هم له نړیوال رسمیت محروم دي، خو لا هم د ټولنې په یوه برخه کې د «بدیل نشتون» له امله یو ډول زغم، انتظار او جبري ملاتړ شته. خو دا ملاتړ دایمي نه دی. که دا زغم په مشارکت بدل نه شي، که دا انتظار په سیاسي مشارکت وا نه وړي، نو سبا به طالبان له ولسي ملاتړ هم هماغسې بېبرخې شي، لکه نن چې له نړیوال رسمیت بېبرخې دي.
جرګه یوازې دود نه دی؛
جرګه د ملت اراده ده؛
جرګه د قدرت لپاره قید نه، بلکې مشروع چتر دی؛
او جرګه د هغه نظام لپاره یوازینی ډال دی، چې غواړي د سیمې د توپانونو پر وړاندې ودریږي.
که دا پل د ملت او واک تر منځ جوړ نه شي، نو تش په زور ولاړ دیوالونه به یو نه یو وخت راپرېوځي. هغه نظام چې سیاسي مشروعیت ونه لري، که هر څومره وسله ولري، بالاخره به یوازې پاتې شي—نه ملت ورسره ولاړ وي، نه نړۍ.
له همدې امله نن تر ټولو ستر سیاسي ضرورت دا دی:
جرګه! جرګه د ملت! جرګه د مشروعیت! او جرګه د بقا!