حماس د شهید عزالدین القسام د مقبرې د تخریب په اړه د يهودو څرګندونې غندلي
د حماس یو مشر محمود مرداوي د صهیونیستي وزیر ایتمار بنګویر هغه څرګندونې غندلي، چې د شهید عزالدین القسام د مقبرې د تخریب په اړه یې کړې دي.
مرداوي ویلي، چې دغه چلند د مقدساتو بې ساری توهین او د مقبرو پر حرمت ښکاره تېری دی، چې د فلسطینیانو پر ضد د اشغالګر رژیم تر وحشیانه بریدونو وروسته ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې، چې دا کار د صهیونیستي رژیم د اخلاقي زوال، وحشي ماهیت او د تاریخ د تحریف هڅې څرګندوي.