ایا د ناسمو سیاسي مفکورو په زور څوک کولی شي تلپاتې حکومت او مشروع سیاست ولري؟
په افغانستان کې د کمونیستانو (پرچمیانو) او د «جمعیت / شورا نظار» تر نوم لاندې ډلو، د جهاد، مجاهد، او کمونیزم مفکورې تر نقاب لاندې، د پردیو اشغالګرو په مستقیم او غیرمستقیم ملاتړ خپلې سیاسي او پوځي کړنې پر مخ یووړې. د دوی اساسي او مشترک موخه دا وه چې پښتون قوم په سیاسي ډګر کې له واکه حذف کړي او د حکومت کولو حق ترې واخیستل شي، څو پر اکثریت افغانانو باندې یو اقلیت، یعنې کوچنۍ ډله «شمالي ټلواله»، واکمن پاتې شي.
د همدې هدف لپاره یې ستر خیانتونه، ظلمونه او چورچپاول ترسره کړل. میلیونونه افغانان يې ووژل، هېواد يې په کنډوالو بدل کړو، او څو نسلونه د تعلیم، ټکنالوژۍ او پرمختګ له بهیر څخه محروم پاتې شول.
که په رښتیا ووایو، د مرحوم “حبیبالله کلکاني” له دورې وروسته، شمالي ټلواله د دوو سترو اشغالګرو په زور د افغانستان په ارګ کې کښېناسته او د حکومت کولو فرصت یې تر لاسه کړ. سره له دې، د افغانستان لوی پښتون قوم، او حتی هغه کوچنۍ ډلې چې د پردیو په وساطت تېرایستل شوې و، هغوی ته د حکومت کولو چانس ورکړو.
نږدې ۲۵ کاله یې د واک په ګډۍ ناست و او د واکمنۍ فرصت يې درلود ، خو له بده مرغه د هېواد او په ځانګړي ډول د پښتون قوم پر وړاندې یې له وژلو، زندانونو او ځپلو پرته بل چلند ونه کړ. پښتانه یې نه په شمال کې د امن ژوند ته پرېښودل او نه یې په کابل کې د ارام او عادي ژوند اجازه ورکړه. تاریخ شاهد دی چې دوی د خپلې شل کلنې واکمنۍ پر مهال څومره خیانتونه ظلمونه او جنایتونه ترسره کړي دي.
ایا د پردیو په ملاتړ او د ناسمو سیاسي مفکورو په زور څوک کولی شي تلپاتې حکومت او مشروع سیاست ولري؟ هېڅکله نه. همدا لامل دی چې دوی نه یوازې په افغاني ټولنه کې، بلکې د نړۍ په کچه هم خپل باور او اعتبار له لاسه ورکړی دی.
نن ورځ دوی داسې حالت ته رسېدلي چې نه په نړۍ کې سیاسي ځای لري او نه په افغانستان کې ولسي محبوبیت؛ په افغاني ټولنه کې ورته پرته له کرکې بل څه نه دي پاتې.
د تأسف خبره خو لا دا ده چې اوس مهال په بهر کې د شمالي ټلوالې اړوند ډلې سره راټولېږي، او هر قوم ځان ته بېل بیرغ پورته کړی دی: هزاره د «هزارهستان» غوښتنه کوي، تاجیک د «خراسان» شعار پورته کوي، او اوزبیک او ترکمنان د خپل «ستان» په هیله دي.
اوس چې په خپلو شومو اهدافو او پلانونو کې له پرلهپسې ناکامیو سره مخ شوي، بیا هم په خپلو شخصي ناستو کې د پخوا په څېر د قومي، سمتي، ژبني اختلافاتو او د تجزیې خبرې راژوندي کوي.
خو حقیقت دا دی چې دا ډول ارمانونه به هم له ځان سره ګور ته یوسي.