وایي د نیویارک ښار تاریخ به پښتو او چینایي لیکل کیږي …!
د مکتب لسم صنف شروع د پوهنتون تر ۴-۵ صنف پورې مې متواتر او کله کله په منځ کې په فاصله یا وقفه د انګلیسي تدریس مختلف ځایونو کې کړی. د انګلیسي تدریس اصلي هدف لومړیو کې د پیسو ګټلو پرځای د انګلیسي تقویه کول و. وروسته بیا په شوق بدل شو. هغه وخت به هم چې کله کله د کورسونو مختلف استادانو سره مخ کېدو نو د ډېر کم فیصدي استادان به د ځینو موضوعاتو په اړه سطحي نه بلکه ژور پوهیدل.
دغه مسئلو کې یو هم په آینده یا راتلونکي زمانه کې د will کمکي فعل او د to be going to اصطلاح ترمنځ فرق دی. هغه وخت به دې که له ۱۰ استادانو پوښتنه وکړه نو داسې ۷-۸ کسانو به درته خامخا ویل چې « to be going to قوي است، will ضعیف است» نو نن ورځ مې د زهدان ممداني هغه تقریر وروسته د «زاویه نیوز» پوسټ مخې ته راغی چې لیکلي یي دي چې ممداني ویلي دي چې «د نیویارک ښار تاریخ به پښتو لیکل کیږي» !
د سرخط لوستلو وروسته مې ښه یو څو دقیقې وخندلې او زما پخواني خاطرات یې رایاد کړل چې هغه وخت به هم ځینې استادانو او شاګردانو همداسې هوایي ډزې کولې.
زه په دې باور یم چې هره ژبه باید د هغه ژبې په اساس ولوستل شي او درک شي او کله چې ترجمه کیږي، بیا دې هغه مفهوم، هغه ساختار، هغه زمانه د خپل ژبې مطابق عیار کړل شي. فرضاً په دري او پښتو کې حال او آینده همدا یو ، یو نوع زمانې لري . په حال کې هم مونږ زمان استمراري یا جاري نه لرو. آینده کې هم استمراري نه لرو. خو په انګریزي کې بیا حال زمانه کې ساده هم شته، استمراري هم شته دی، آینده استمراري هم لري، او آینده مکمل هم لري چې هغه زمونږ ژبه کې نشته دی.
د دري زمان ماضی مطلق د انګریزي Simple Past، ماضی قریب بیا Present Perfect، ماضی بعید بیا Past perfect ماضی استمراری بیا Past Progressive ته ژباړل کیږي او تقریباً عین رقم دواړه ژبو کې استعمال کیږي په استثنا د انګریزي Past Perfect چې هغه خپل خصوصیات لري .
اوس نو د انګریزي اصطلاح چې « The history will be written in ……» دا یو استعاري معنا لري. دې ته انګریزي کې که اشتباه مې نه وي کړي Figurative Speech وایي . د دې معنا دا نه ده چې تاریخ به لیکل کیږي، بلکه د دې معنا دا ده چې نیویارک ښار کې به د دغه خلکو ژوند بدلیږي، د دوی حضور به بدلیږي، دوی به توانمند شي، دوی به تصمیم ګیري او …….. کې دخیل شي. تر ډېره دا سمبولیک معنا لري.
په پښتو کې هم کله کله ځینې خلک یوه اصطلاح کاروي چې له فارسي وارد شوې ده چې «تاریخ به فلانکی خان یا داسې یا هغه ډله رقم وهي» نو د زهران ممداني خبره هم هغه معنا ورکوي، خو زمونږ مشهور خبري ورځپاڼو کې فکر کوم چې دومره هم څوک نشته دی جې دغه دې درک کړي.
څه به وایو!
تاریخ مو څاري !
یاربه مدد!
ځه مړه!
نورې څه خبرې دي!
دغه نو اوس انګریزي ته وژباړئ