مهم ترين های امروز يکشنبه

جنوري 18, 2026 - 20:00
 0  11
مهم ترين های امروز يکشنبه

✒️: ‏پژواک: روزنامهٔ نیو استریتس تایمز مالیزیا گزارش داده است که انوار ابراهیم، نخست‌وزیر مالیزیا، با گلبدین حکمتیار، نخست‌وزیر پیشین افغانستان، که برای تداوی بیماری‌اش در مالیزیا بستری است، دیدار کرده است.
انوار ابراهیم در پیامی گفته است که برای شفای کامل و سلامتی پایدار حکمتیار دعا کرده و ابراز امیدواری نموده که روند درمان او به‌گونهٔ مطلوب پیش برود.
✒️: حامد کرزی رئيس جمهور اسبق افغانستان: ‏اطلاع یافتم که محترم گلبدین حکمتیار رهبر جهادی و رئیس حزب اسلامی ‎افغانستان در خارج از کشور تحت تداوی قرار دارند. از خداوند متعال برای ایشان سلامتی و صحتمندی کامل استدعا مینمایم.
✒️: ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دې غونډې ته د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړې خونې د بېرته فعالولو، د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د نرخونو د قسطونو د وخت، د ولایتونو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو د کټه‌ګوریو ټاکلو، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، او د پانګوالو لپاره د مالیاتي معافیت موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.
سرچینه زیاتوي چې پورته پرېکړې د وروستي تصمیم لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دفتر ته واستول شوې.
✒️: ‏د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د خصوصي روزنتونونو ماشومان امارتي روزنتونونو ته انتقال او ادغام کړي، څو یادو ماشومانو ته د ژوند په هره برخه کې په ښه او بشپړه توګه اسانتیاوې برابرې او سالمه روزنه ورکړل شي.
د یاد وزارت ویاند، سمیع‌الله ابراهیمي وایي چې دغه وزارت توانیدلی په ټولو ولایاتونو کې د هلکانو او نجونو لپاره جلا جلا روزنتونونه پرانېزي.
✒️: ‏تیم ملی فوتسال افغانستان در یک بازی دوستانه، تیم ملی فوتسال ویتنام را پنج بر سه شکست داد.
این بازی پس‌ از چاشت امروز (یک‌شنبه) به میزبانی ویتنام برگزار شد و با پیروزی ملی‌پوشان کشور پایان یافت.
برای افغانستان در این بازی اکبر کاظمی، حمیدرضا حسینی، رضا حسین‌پور، سید مجتبی حسینی و سید مرتضی حسینی گول‌ زدند.
✒️: ‏قطر کې د اسلامي امارت سفیر، سهیل شاهین د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله آل حنزاب سره کتلي دي.
دوحې کې د اسلامي امارت له سفارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو،  په افغانستان کې د پانګې‌اچونې د افغانستان د کرنې عصري کولو، سوداګرۍ، سیاحت او یو شمېر نورو برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې او په یادو برخو کې یې د همکارۍ په زیاتولو ټینګار کړی دی.
✒️: ‏له لوړو زده‌کړو وزارت څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر اساس د ټول هېواد په کچه د پوهنتونونو مخکښ فارغان، دولتي ادارو کې پر دندو ګمارل کیږي. یاد وزارت ویلي، پر همدې اساس یې د ۱۵۵۵ تنو فارغانو بشپړ معلومات د مشرتابه مقام ته استولي دي.
✒️: ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن (یکشنبه) د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د هلمند د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړې‌خونې د بیا فعالولو، د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق او یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث شوی دی.
له اقتصادي کمېسیون خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له بحث وروسته د یادو موضوعاتو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټې ټاکل شوې دي.
✒️: ‏قرار است سومین نمایشگاه و همایش تخصصی ملی و بین‌المللی صنعت ساختمان، عمران و بازسازی، با حضور شرکت‌های داخلی و خارجی به تاریخ ۱۴ دلو سال روان در کابل برگزار شود.
به گفته مسوولان این نمایشگاه می‌تواند زمینه‌ساز رشد اقتصادی، بازسازی کشور و جذب سرمایه‌گذاری شود.
در این نمایشگاه، شماری از غرفه‌ها نیز برای شرکت‌کنندگان از کشورهای اوزبیکستان، قرغیزستان، ایران و چین در نظر گرفته شده است.
✒️: ‏تېره ورځ (شنبه) د سعودي عربستان په جده کې افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په لومړۍ تخنیکي غونډه کې د قطر استازي د افغانستان پر وړاندې د یوې داسې متوازنې او ګډې تګلارې پر اړتیا ټینګار کړی چې هېواد کې بشري اړتیاوو ته رسېدنه وکړي، مسوولانه سیاسي تعامل ته لاره هواره کړي او د افغانستان ځانګړو شرایطو ته په درناوي او د اسلامي همکاریو سازمان له اصولو سره سم سولې او ثبات لپاره د افغانانو د غوښتنو ملاتړ ته زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت نن (یکشنبه) طلوع‌نیوز ته وویل، افغانستان په اړه د قطر له یاد دریځ ملاتړ کوي او په خبره یې دغه ډول غونډو کې باید د افغانستان اسلامي امارت استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.
✒️: ‏ظفر محسن، رزمی‌کار افغان، در رقابت‌های سازمان مبارزات آزاد «اوکتاگون» آلمان، حریف سویدنی خود را شکست داد و نخستین پیروزی‌اش را در این سازمان به ثبت رساند.
محسن برای نخستین‌بار وارد قفس این سازمان آلمانی شد و در برابر نماینده سویدن، «ساموئل بارک»، به میدان رفت. این مبارزه پس از سه روند رقابت نفس‌گیر، با برتری امتیازی ظفر محسن به پایان رسید.
این دیدار در وزن ۶۶ کیلوگرام و در چارچوب دور ۸۸ رقابت‌های سازمان اوکتاگون، شام شنبه در شهر دوسلدورف آلمان برگزار شد. ظفر محسن با این پیروزی ارزشمند، شمار بردهای حرفه‌ای خود را به ۱۴ پیروزی بلند برد.
✒️: ‏مسوولان در ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان می‌گویند که در پی حمله یک پلنگ برفی به مواشی اهلی در قریه قاضیده ولسوالی واخان، ۱۷ رأس مواشی به‌گونه کامل تلف و سه رأس دیگر زخمی شده‌اند.
به گفته مسوولان، این رویداد زیان اقتصادی قابل توجهی را به مالک مواشی، وارد کرده و نگرانی‌ها در مورد امنیت مواشی و احتمال تکرار چنین حوادثی در این منطقه افزایش یافته است. ریاست زراعت بدخشان ضمن تأیید این رویداد گفته است که بررسی‌ها برای شناسایی راهکارهای پیشگیرانه و جلوگیری از تکرار حملات به مواشی جریان دارد.
✒️: ‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي د راتلونکې حج مراسمو اداینې لپاره سعودي عربستان ته د حاجیانو خوندي، منظم او خوندي لېږد په هدف له اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره یې تړونونه لاسلیک کړي دي.
✒️: ‏د امریکا-اسلامي اړیکو شورا (CAIR) او د هغې د کالیفورنیا څانګې د امریکا د کانګرس د فرعي کمیټې په ګډه غونډه کې اسلام ضد څرګندونې او د افغانانو ملامتول پر کلکه غندلي دي.
دې بنسټ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د پروګرام په اړه د امریکا د سنا د قضايي کمیټې غونډه د سیاسي بریدونو، د ناسمو تورونو خپرولو او د مسلمانانو د خدمت کوونکو ټولنو پر نښه کولو لپاره یوه مرحله ګرځېدلې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې په بهیر کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا پر وړاندې “بې بنسټه او بدناموونکي” تورونه ولګول شول او د مسلمانانو ضد نظرونو لرونکی یوه افراطي څېره د شاهد په توګه غونډې ته بلل شوې ده.
✒️: یک مقام ایرانی روز یک‌شنبه اعلام کرد که مقام‌های این کشور کشته‌شدن دست‌کم ۵ هزار تن در جریان اعتراضات اخیر را تأیید کرده‌اند؛ آماری که شامل حدود ۵۰۰ نیروی امنیتی نیز می‌شود. این مقام، که به‌دلیل حساسیت موضوع نخواست نامش فاش شود، مسئولیت تلفات را متوجه «تروریست‌ها و آشوب‌گران مسلح» دانست.
✒️: ‏خبرگزاری رویترز گزارش داده است که حد اقل شش نفر از اثر آتش‌سوزی گسترده در یک فروشگاه در شهر کراچی پاکستان جان باخته اند.
این آتش‌سوزی شب گذشته از منزل اول فروشگاه «گل پلازا» آغاز شد و سپس به طبقات بلندتر گسترش یافت و بخش‌هایی از ساختمان را کاملاً ویران کرد.
✒️: ‏امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ډانلډ ټرمپ غواړي د راتلونکې فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه پر ډنمارک، جرمني، فرانسې او انګلستان ۱۰ سلنې تعرفې وضع کړي، ځکه د هغه په باور دغو هېوادونو د امریکا له لوري د ګرین‌لنډ د نیولو مخالفت کړی دی. د رسنیو د معلوماتو له‌مخې، ټرمپ غواړي، پر یادو هېوادونو لګول شوې تعرفې جون میاشت کې ۲۵ سلنې ته لوړې کړي.
✒️: ‏د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) وایي، د سوریې په شمال لویدیځ کې یې په هوايي برید کې د القاعده یو لوړپوړی غړی بلال الجاسم په نښه کړی دی. سنټکام په یوه اعلامیه کې ویلي، بلال الجاسم د داعش له هغه غړي سره مستقیمه اړیکه لرله، چې د تېر زېږیز کال په ډسمبر کې یې د سوریې په پالمیرا ښار کې دوه امریکايي سرتېري وژلي وو.
په اعلامیه کې راغلي، امریکايي ځواکونو له خپلو متحدینو سره په ګډه د دغه برید په غبرګون کې په سوریه کې د داعش له سلو زیات مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه کړي دي.
د امریکايي پوځ په خبره، له تېر یوه کال راهیسې یې دغه راز په سوریه کې د داعش له ۳۰۰ زیات غړي نیولي او تر ۲۰ ډېر نور یې وژلي دي.
✒️: ‏د اروپایي کمیسیون مشرې ارسولا ونډر لاین او د اروپایي شورا مشر انتونیو کوسټا ویلي، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تعرفو ګواښ د اروپا او امریکا ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي او ښایي دا اړیکې له یوه ګواښوونکي کړکېچ سره مخ کړي. دوی ټینګار کړی چې اروپا به د خپل حاکمیت د دفاع لپاره متحده پاتې شي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس هم ویلي چې د ټرمپ تعرفې د اروپا او امریکا اقتصاد ته زیان رسوي او په خبره یې، د اروپا او امریکا ترمنځ اختلاف د روسیې او چین په ګټه دی. هغې زیاته کړې چې د ګرینلنډ د امنیت په اړه اندېښنې باید د ناټو په چوکاټ کې وڅېړلې شي.
✒️: ‏بلومبرګ راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ غزې لپاره د سولې بورډ د غړیتوب په بدل کې له هر هېواده څه د پاسه یو میلیارد ډالر غواړي.
ټرمپ به د سولې د بورډ مشر وي او هر هېواد به دغه بورډ کې د درېیو کلونو غړیتوب حق لري، خو هغه هېوادونه چې په لومړي کال له یو میلیارد ډالرو زیاتې پیسې ورکړي، له دغه محدودیت سره نه مخ کیږي.
ځینې بیا اندېښمن دي چې ټرمپ ښایي دغه سازمان د ملګرو ملتونو د سیال په توګه رامنځته کړي.
د سولې بورډ لپاره د ټرمپ په طرحه کې راغلي چې دغه بورډ به د نړۍ په هر ګوټ کې د ثبات، مشروع حکومتولۍ او جګړه ځپلو سیمو کې د سولې لپاره کار کوي.
✒️: ‏شهباز شریف، نخست‌وزیر پاکستان، دعوت‌نامه‌ای از سوی رییس‌جمهور ایالات متحده امریکا برای پیوستن به هیات صلح درباره غزه دریافت کرده است. طاهر اندرابی، سخنگوی وزارت خارجه پاکستان، این موضوع را در یک نشست خبری اعلام کرده است.
✒️: ‏د راپورونو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ویلي، تر هغه چې متحده ایالتونو ته د ګرینلنډ د واک اخیستو اجازه نه وي ورکړل شوې، د اتو اروپايي هېوادونو پر وړاندې به د تعرفو لوړېدو لړۍ روانه وي.
✒️: ‏ټرمپ د خامنه‌يي تر تندو پیغامونو وروسته: اوس وخت دی چې ایران ته نوی مشرتابه ولټول شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، وروسته له هغې چې د ایران د رهبر آیت‌الله علي خامنه‌يي له لوري په «ایکسX» کې خپاره شوي یو شمېر تند پیغامونه ورته ولوستل شول، ویلي خامنه‌يي د «خپل هېواد د بشپړې ورانۍ» مسوول دی او باید د هغه ۳۷ کلنه واکمني پای ته ورسېږي.
ټرمپ «پولیټیکو» (POLITICO) رسنۍ ته ویلي: «اوس وخت دی چې په ایران کې نوی مشرتابه ولټول شي.»
خامنه‌يي په خپلو پیغامونو کې لیکلي و: «موږ د امریکا ولسمشر د هغو تلفاتو، زیانونو او افتراوو له امله ګناهکار بولو چې د ایران پر ملت یې وارد کړي دي.»
✒️: ‏د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې چین به ژر د کاناډا وګړو ته بې ویزې چین ته د سفراسانتیا برابره کړي. کارني دا اقدام د خلکو ترمنځ د اړیکو، فرهنګي تعامل او ګرځندوی د پیاوړتیا لپاره مهم بللی دی.
د دې پرېکړې په عملي کېدو سره به کاناډا ۴۵م هېواد شي چې وګړي یې کولی شي چین کې تر ۳۰ ورځو پورې بې ویزې پاتې شي.