مهم ترين های امروز دوشنبه

جنوري 21, 2026 - 00:34
 0  9
مهم ترين های امروز دوشنبه

✒️:  سرچینو طلوع‌نیوز ته تایید کړې چې شېبې وړاندې د کابل شهرنو سیمه کې چاودنه شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دغه چاودنه کې یو شمېر هېوادوال وژل شوي او ځينې نور ټپیان دي. د چاودنې نوعیت تر اوسه نه دی څرګند او امنیتي چارواکو هم تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
✒️: ‏خالد زدران، سخنگوی فرماندهی امنیه کابل، به طلوع‌نیوز تایید کرده است که امروز (دوشنبه) انفجاری در ساحه کوچه گل‌فروشی شهرنو کابل رخ داده که تلفاتی نیز در پی داشته است.
آقای زدران افزوده است که تیم‌های بررسی تحقیقات خود را برای روشن ساختن نوعیت این انفجار آغاز کرده‌اند و جزییات این رویداد بعداً شریک خواهد شد.
✒️: ‏راپورونه وايي، د کابل ښار د شهر نو سيمې په «کوچه ګل فروشي» کې د چاودنې اصلي هدف چينايان وو.
پر ټولنيزو شبکو خپرو شويو عکسونو کې ليدل کېږي، چې چاودنه په يو هوټل کې شوې ده، چې طالبان يې د ګاز ډبې له وجې بولي، خو ځايي منابع يې په هوټل کې هدف چينايان يادوي. په دې شنه ساحه کې چينايان ډېر ښکته پورته کېږي. 
د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې، خو جزئيات يې لا نه دي ترلاسه شوي.
✒️: ‏د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر، محمد خالد حنفي د عبدالله ابن مسعود جامعې د افتاء او قضاء تخصص فراغت غونډه کې ویلي، که څوک له اینجینرۍ یا طب فارغیږي باید د ښه انجینر یا ډاکټر ترڅنګ ښه اسلامي زده کړه هم ولري او د علماو مسوولیت دی چې راتلونکی نسل داسې و روزي.
هغه زیاته کړې چې دښمن تل دا هڅه کړې چې د مسلمانانو ترمنځ واټن رامنځته کړي او استفاده ترې وکړي.
✒️: ‏د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، د روسیې سفارت له چارواکو سره کتلي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر په کابل کې د روسیې سفارت د اقتصادي څانګې له چارواکو سره د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړي.
په دغو خبرو کې په ځانګړي ډول د تخنیکي همکاریو او د انرژۍ په برخه کې د پانګونې فرصتونه تر بحث لاندې نیول شوي.
✒️: ‏فصیح‌الدین فطرت، لوی‌درستیز وزارت دفاع، که در یک سفر رسمی به قطر رفته است، امروز (دوشنبه) در مراسم گشایش نمایشگاه بین‌المللی دفاعی قطر (دیمدکس) شرکت کرد. این نمایشگاه هر دو سال یک‌بار در شهر دوحه برگزار می‌شود و فرماندهان نیروهای مسلح و مقام‌های بلندپایه نظامی از کشورهای مختلف در آن حضور می‌یابند.
✒️: منابع امنیتی به طلوع‌نیوز تایید کرده‌اند که هدف انفجار امروز در ساحه شهرنو کابل، شهروندان چینایی بوده‌اند.
به گفته منابع، در پی این انفجار به شهروندان چینی نیز تلفات وارد شده است، اما آمار دقیق آن تاکنون در دست نیست.
✒️: ‏شرکت هوایی آریانا افغان اعلام کرده که هواپیمای ویژه چارتر کارگو (Boeing-737-300) امروز به میدان هوایی بین‌المللی کابل رسیده است.
این هواپیما، که برای انتقال کالاهای تجاری در مسیر دهلی اختصاص داده شده، در هر پرواز توانایی حمل حدود ۱۶.۵ تُن بار را دارد و براساس قراردادی شش‌ماهه با شرکت سرپلیکس امارات متحده عربی فعالیت خواهد کرد.
✒️: ‏دفتر هماهنگی کمک‌های بشری سازمان ملل (اوچا) از کمک جدید ۲.۵ میلیون یورویی ایتالیا به صندوق بشری افغانستان قدردانی کرده است.
اوچا در خبرنامه‌ای اعلام کرده که این کمک در چارچوب حمایت از نیازمندان و پاسخ‌گویی به وضعیت‌های اضطراری صورت گرفته است.
✒️: ‏سخنگوی امارت اسلامی می‌گوید که تحقیقات درباره درگیری در مرز میان افغانستان و تاجیکستان جریان دارد.
ذبیح‌الله مجاهد می‌افزاید که گروهی از قاچاقبران که قصد قاچاق مواد مخدر را داشتند، با مرزبانان تاجیک روبه‌رو شدند و بررسی‌های بیشتر در این زمینه ادامه دارد.
✒️: ‏د ناروې د کډوالو شورا ويلي؛ هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته جبري ایستل کیږي. د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بې‌برخې پاتې دي.
یاد بنسټ خبرداری ورکوي، چې د راستنېدونکو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا شته.
✒️: ‏د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د دغه هېواد پر مذهبي مشر برید له ایران سره د ښکاره جګړې د اعلان په مانا دی. نوموړي دغه راز ویلي، د ایران پر خلکو د سختیو اصلي لامل، د امریکایانو او د هغوی د متحدینو لخوا لګول شوي بندیزونه دي.
✒️: ‏د امریکا جمهوري پال سناتور جیم ریش وایي، د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کاري ډله روان ۲۰۲۶ زېږیز کال په لومړۍ کاري غونډه کې پر داسې لایحه کار کوي چې له مخې یې، اسلامي امارت ته د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسو د لېږد مخه نیول کیږي.
✒️: ‏د امریکا د جنګ وزارت د دغه هېواد په الاسکا ایالت کې مېشتو شاوخوا ۱۵ سوه ځواکونو ته امر کړی چې د مېنیسوټا د لاریونونو مهارلو لپاره دې چمتو اوسي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم خبرداری ورکړی و، که د مېنیسوټا ځایي مسوولین لاریونونه مهار نه کړي نو پوځي اقدام به وکړي.
✒️: ‏رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه شپږ تنه مړه، ۲۰ ژوبل او ۶۵ تنه نادرکه شوي دي.
دغه اورلګېدنه د تېرې شنبې شپې شاوخوا ۱۰ بجو راهیسې پیل شوې وه او څه د پاسه ۲۴ ساعته یې دوام درلود.
اورلګېدنه په یوه سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې چې شاوخوا ۱۲ سوه هټۍ پکې وې او نږدې ټولې سوځېدلې دي.
✒️: ‏د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد شرع د کردانو له پوځي ډلې (د سوریې ډیموکراټیک پوځ) سره اوربند وکړ. راپور کې راغلي چې د دواړو خواو ترمنځ تر څو ورځو جګړو وروسته د دغه اوربند له مخې، کرد ځواکونه اوس د احمد شرع په مشرۍ د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راځي او ټاکل شوې چې یاد کرد ځواکونه د سوریې له دیرالزور او رقه ښارونو چې په پراخه کچه نفت، غنم او د اوبو بندونه لري، و وځي. تر دې وړاندې د سوریې لنډمهالي حکومت اعلان کړی و چې دغه هېواد کې مېشتو کردانو ته له پوره حقوقو سره د سوریې تابعیت ورکول کیږي.
✒️: ‏هشت کشور اروپایی با نشر بیانیه‌ای مشترک اعلام کردند که در حمایت کامل از دنمارک و مردم گرینلند ایستاده‌اند و تمرین نظامی «تحمل قطبی» را بخشی از امنیت مشترک ناتو خواندند.
آنان هشدار داده‌اند که تهدیدهای تعرفه‌ای روابط فراآتلانتیکی را تضعیف می‌کند و تأکید کرده‌اند که در برابر هرگونه فشار خارجی، برای حفظ حاکمیت‌شان متحد و مصمم باقی می‌مانند.
✒️: ‏دولت عراق اعلام کرده که نیروهای امریکایی به‌طور کامل از تأسیسات نظامی در خاک فدرالی این کشور (به جز کردستان) خارج شده‌اند.
رسانه‌های امریکایی گزارش داده‌اند که آخرین گروه از مشاوران امریکایی از پایگاه عین‌الاسد در ولایت انبار در غرب عراق خارج شده‌اند.
ائتلاف امریکا نیز از مقر فرماندهی عملیات مشترک خارج شده و این تأسیسات به نیروهای امنیتی عراق واگذار شده است. در حال حاضر، حضور امریکا تنها به پایگاه هوایی حریر در ولایت اربیل محدود می‌شود.
✒️: ‏هند د سرطان ناروغانو د ملاتړ په موخه افغانستان ته د سرطان ضد ۱۸ قلمه درملو د بشري مرستې په توګه وسپارل.
 دا مرسته ۷۷۶ کارټنه درمل دي چې ټول وزن یې ۷۵۸۶ کیلوګرامه دی. د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه درمل به تر تخنیکي او کنټرولي پړاوونو وروسته په اړوندو روغتیايي مرکزونو کې و وېشل شي.