انور ابراهیم له څو رسمي جملو وروسته، د سترګو له لارې مینه لېږدوله

جنوري 21, 2026 - 18:54
 0  69
انور ابراهیم له څو رسمي جملو وروسته، د سترګو له لارې مینه لېږدوله

ليکوال ـ سعيد

ژباړه ــ ق ـ نذير

 

کله مې چې د روغتون پر بستر پروت حکمتیارصيب  او د هغه د پوښتنې لپاره راغلی د مالیزیا صدراعظم انور ابراهیم په خندا او موسکا کې ښودل شوی ویډیو ولیده، نو د «حکمتیار د دورې» ټوله کیسه راته د فلم په شان له سترګو تېره شوه۔

دواړه یو بل ته په کومه مینه، خوږلت او تود احساس ګوري؛ داسې منظر ډېر کم لیدل کېږي چې واکمن کسان د چا د عیادت پر مهال داسې ښکاره مینه وښيي۔

بې‌شکه، دا د «حکمتیار دوره» وه؛

او داسې دوره ډېر لږ د تاریخ جوړوونکو په برخه شوې ده، لکه چې حکمتیار ته ور په برخه شوه۔

د حزب اسلامي افغانستان مشر ، انجنیر ګلبدین حکمتیار، یوه داسې کرشماتي څېره وه چې د مالیزیا نه تر ترکیې، او د فلسطین نه تر یمن پورې د اسلامي خوځښتونو ځوانانو زړونه یې خپل کړي وو۔

دومره مینه، عقیدت او جذباتي تړاو چې طیب اردوغان به هغه پر څوکۍ کښېنوه او پخپله به پر ځمکه کښېناست۔

د عرب او عجم استادالمجاهدین، شیخ عبدالله عزام، به یې درناوی کاوه؛

راشد الغنوشي او انور ابراهیم به په ویاړ ورسره اوږه پر اوږه ولاړ وو۔

دا د افغانستان د جهاد زرینه دوره وه۔

هغه وخت شاعر په ترنم سره ویل:

«اې ناز، هغه ګلبدین حکمتیار دی

چې د عزمونو بیرغ یې پورته کړی

سیاف، برهان، شاه او یونس

ټول ورسره یو نعره وهي»

د سره پوځ پرمختګ نږدې درېدلی و، او د شوروي اتحاد پر وړاندې بریاوې پیل شوې وې۔

امریکا، سعودي عربستان او پاکستان – هر یو د خپل ګټې له مخې – په یوه لیکه کې ولاړ وو او د مجاهدینو د ملاتړ لپاره یې ټول وسایل کارول۔

که څه هم د شوروي پر وړاندې اته – نهه جهادي ډلې جګړه کوله، خو ګلبدین حکمتیار د بریالیو چریکي عملیاتو، هوښیارۍ او ولسي محبوبیت له امله د امریکا او پاکستان د حکومتونو او استخباراتو نظر ور ګرځېدلی وه ۔

خو دا « نازولي ، اتل» هغه وخت د هغوی لپاره د زغملو نه شو، چې د امریکا له ولسمشر ریګن سره يى  له لیدو پرته ناڅاپه راستون شو۔

هغه وخت پینټاګون پوه شو چې که هر څومره ناز ورکړي، دا سړی به خپله لار تعقیبوي۔

راتلونکو کلونو دا خبره ثابته کړه۔

هغوی هڅه وکړه چې د اړتیا پر وخت ترې استفاده وکړي،

خو هغه د «لوبې سامان» او «ګوډاګي» کېدو نه انکار وکړ۔

وروسته د تاریخ بې‌رحمي، د نړیوالو لوبغاړو سازشونه، د

 نږدې ملګرو بې‌وفایي او د حالاتو جبر داسې شو چې د جهاد له پایلو څخه یې د هغه د څنګ ته کولو هڅې پیل کړې۔

د منظمې رسنیزې حملې له لارې یې د هغه شخصیت ته زیان ورساوه۔

 ، همدا لامل شو چې د افغانستان د جهاد مېوه ضایع شوه

لوېدیځو رسنیو هغه «د کابل قصاب» وباله او یواځې یې پرېښود۔

دا د امت د درد لرونکو لپاره ډېر دردناک وختونه وو۔

 

فیض‌الله خان، چې سره‌رنګه ګونځور وېښتان یې لرل، د همدې دورې په اړه داسې تبصره کړې چې لکه سمندر یې په کوزه کې بند کړی وي

کله چې د پاکستاني اسټېبلېشمنټ په اجازه طالبان راڅرګند شول، نو هغه زړور سړی د خپلو پخوانیو محسنانو د بې‌وفایۍ بار په زړه کې پټ کړ او چوپ د ګمنامۍ ځنګل ته ولاړ شو، داسې چې شل کاله نړۍ د هغه درک ونه موند۔

د ناین الېون وروسته نړۍ بدله شوه، نوي کردارونه جوړ شول، او هغه د نوي وخت یو ناپېژندل شوی انسان ګرځېدلی و۔

کله چې له ډېر وخت وروسته د واورو پوښلو ونو او تنګو لارو ترمنځ د هغه انځور خپور شو، نو په توره ږیره کې یې سپینوالی ښکاره و؛ خو تور عمامه لا هم پر سر وه۔

وروسته، چې کله هغه د تلپاتې سولې او اصلاحاتو له اجنډا سره کابل ته راغی، نو د یوه مدبر او شنونکي په توګه ورڅخه هرکلی وشو۔

پخوانیو سیالانو یې سره غالۍ هوارې کړې او په درناوي یې استقبال وکړ۔

حامد کرزی، اشرف غني او عبدالله عبدالله د تېر وخت اتل ته په عزت ښه راغلاست ووایه۔

کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، هغه هغوی ته هم په پرانیستو غېږو هرکلی ووایه او د نویو اصلاحاتو خبرې یې وکړې۔

خو طالبان، چې لا هم په زړو فکرونو کې بند پاتې وو، نه یوازې یې د هغه مشورې رد کړې، بلکې د هغه تګ راتګ یې هم محدود کړ۔

هغوی د اسلامي انقلاب پر ځای له قومي او فرقه‌ییز فکر نه پورته نشول۔

چې په خپل هېواد کې د ښځو پر زده‌کړه بندیز لګوي، د کشمیر او فلسطین د مسلمانانو له مظلومیت نه هم بې‌پروا پاتې شول۔

اوس دې دا هغه کسان فکر وکړي چې څوک یې راوست او د چا پر ځای یې راوست۔

کله چې بیا مې هماغه ویډیو ولیده: حکمتیار د روغتون پر بستر پروت و او د مالیزیا صدراعظم انور ابراهیم یې د پوښتنې لپاره راغلی و، نو دا ټوله کیسه بیا راته د فلم په شان له سترګو تېره شوه۔

هغه مینه، درناوی او خپلولي – دا په اصل کې د سید مودودي او سید قطب له فکر سره تړلو د اقامت دین د لارویانو ګډ میراث دی، چې جغرافیه، پولې او هېوادونه یې سره نه شي بېلولای۔

ښايي دواړو یوه شېبه تېر وخت ته هم وکتل۔

انور ابراهیم نن د خپل هېواد صدراعظم دی،

طیب اردوغان د خپل هېواد او سیمې پیاوړی واکمن دی،

او د دوی هغه اتل، چې په زور یې خپل غرونه له روسي پوځونو ازاد کړل، نن په خپل هېواد کې بې‌اغېزې او محدود ګرځي۔

ښايي انور ابراهیم ته دا فکر هم راغلی وي، چې که پاکستان او سعودي له خپل تر ټولو مخلص دوست سره بې‌انصافي نه وای کړې، نو شاید افغانستان به نن ډېر قوي او باثباته وای، او د پاکستان پر شمال لوېدیځ سرحد به دا ناامني نه ګرځېده۔

خو څه وشول؟

دا چې دواړو د تېر وخت خبرې ونه کړې؛

یوازې یې یو بل ته په مینه وکتل، موسکا یې وکړه،

او انور ابراهیم له څو رسمي جملو وروسته، د سترګو له لارې مینه لېږدوله،

او د زړه پر سینې د یو نااشنا بار سره بېرته ولاړ۔