مهم ترين های امروز شنبه
✒️: سرچینې طلوعنیوز ته وايي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، روزمېري ډېکارلو کابل ته راغلې ده.
سرچینې زیاته کړې چې هغه به نن (شنبه) د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدو کتو ترڅنګ نور ملاقاتونه هم ولري.
✒️: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې، روزمېري ډيکارلو نن (شنبه) کابل ته له راتګ سره سم، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې ناستو په تړاو یې خبرې کړې دي.
له بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي متقي هېواد کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په بانکونو لګول شوي محدودیتونه باید پای ته ورسیږي او همدارنګه د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ هم باید ازادې شي.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې، هېواد کې وروستي پرمختګونه ستایلي او د دوحې پروسې په چوکاټ کې یې د دوو کاري ډلو اړوند د خپلې همکارۍ یادونه کړې او دغه راز یې هیله څرګنده کړې چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم باید ګډ کار ته زمینه برابره شي. هغې له هیواده بهر د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو د بند پاتې بشري مرستو رسولو برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې او دا مرستې یې افغانانو لپاره اړينې بللې دي.
✒️: د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي رییس، نصیبخان د کرېکټ د نړۍوالې شورا له مشر، جیشاه سره کتلي او د افغانستان د کرېکټ اړوند پر اوږدمهاله پراختیایي پلانونو یې خبرې کړې دي.
نصیبخان پر اېکسپاڼه هیله څرګنده کړې چې روان کال به افغان لوبډلې لپاره د لا ډېرو فرصتونو او نړۍوالو لوبو کال وي.
✒️: ادارهی آمادگی مبارزه با حوادث اعلام کرده است که در پی بارندگیهای اخیر در کشور، ۶۱ تن جان باخته، ۱۱۰ تن دیگر زخم برداشته و ۴۵۸ خانه بهصورت کامل یا جزئی تخریب شدهاند.
به گفتهی این اداره، روند بررسی و ارزیابی مناطق آسیبدیده همچنان ادامه دارد و ممکن است آمار خسارات تغییر کند.
✒️: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت معین، احمدالله زاهد په بنګلهدېش کې د BKMEA تر چتر لاندې د ټوکر لویو تولیدي کارخونو ته ورغلی دی. دواړو لورو ترمنځ بنګلهدېش ته د افغانستان د پنبې پر صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوې دي.
د بنګلهدېش د ټوکر تولیدوونکو اتحادیې د افغانستان د لوړ کیفیت پنبې د پېر او د دوامدارو سوداګریزو اړیکو د جوړولو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
✒️: محمد یوسف کارگر، رییس فدراسیون فوتبال افغانستان و عضو کمیته تخنیکی و انکشافی فیفا، در نشست رسمی AFC در مالیزیا توانست قرارداد بازسازی میدانهای فوتبال در هرات و غزنی و ساخت یک میدان ورزشی در لوگر را اخذ کند.
همچنین پروژه ساخت میدانهای مینیفوتبال در کندهار و بلخ نهایی شده و گفتگوها پیرامون ساخت استدیوم بدخشان و بازسازی استدیوم کابل نیز جریان دارد.
✒️: هرات کې د ایران سرکونسل په یوه خبري غونډه کې په ایران کې وروستیو لاریونونو کې د افغان کډوالو هر ډول ښکېلتیا رد کړه.
هغه وایي، د ایران د امنیتي ادارو د اسنادو پر بنسټ، افغان کډوالو په دې مرګونو لاریونونو کې هیڅ رول نه درلوده.
✒️: عملیات برفروبی در شاهراه سالنگ به دلیل طوفان و برفکوچ با کُندی مواجه شده است. وزارت فواید عامه اعلام کرده که عملیات برفروبی در شاهراه سالنگ به دلیل ضخامت برف، تداوم طوفان و وقوع برفکوچها در بخشهای مختلف این مسیر، با کندی مواجه شده است.
این شاهراه روز چهارشنبه به دلیل بارش شدید برف مسدود گردیده بود.
محمد اشرف حقشناس، سخنگوی وزارت فواید عامه به شهروندان توصیه کرده است که از حرکت به سوی سالنگها تا اطلاعیه رسمی بازگشایی این مسیر خودداری نمایند.
✒️: د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي: « زه د هغو افغانانو ملاتړ کوم چې باور لري د نجونو زده کړه اړینه ده.»
نوموړي زیاته کړې، بریټانیا د افغانستان له اوسني حکومت غواړي چې ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي؛ ځکه چې د ده په خبره: « تعلیم یافته نجونې د افغانستان په ګټه دي.»
✒️: د بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه څرګندونې "توهینوونکې او خواشینوونکې" بللي، چې ګواکې ناټو ځواکونو په افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې ډډه کوله.
د رویټرز د راپور له مخې، سټارمر ویلي چې دا ډول څرګندونې د هغو کورنیو لپاره دردوونکې دي چې خپلوان یې په افغانستان کې له لاسه ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړې: «که ما داسې ناسمې خبرې کړې وای، هرو مرو به مې بښنه غوښتې وای.»
ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که څه هم ناټو د امریکا په ملاتړ افغانستان ته ځواکونه واستول، خو دغه ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه دي جنګېدلي.
✒️: د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، د دغه هېواد په لاریونونو کې د وژل شویو شمېر ۳زره او ۱۱۷ کسانو ته لوړ شوی دی.
هغه ۲زره او ۴۲۷ دغه کسان ملکیان او امنیتي ځواکونه او ۶۹۰ نور "ترهګر" بللي دي.
✒️: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، اسراییل یو ځل بیا پر ایران د برید هڅه کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، هاکان فیدان په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي: «هیله من یم چې یوه بدیله لار پیدا کړي خو حقیقت دا دی چې اسراییل پر ایران د برید لپاره فرصت ته په تمه دي.» دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (جمعه) د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم ویلي و چې د ایران پر لور یې له پرمختللیو پوځي تجهیزاتو ډکه جنګۍ بېړۍ استولې خو هیله یې څرګنده کړې چې کارولو ته یې اړتیا پېښه نشي.
✒️: پاکستانۍ رسنۍ وايي، نږدې ۲۰۰ زدهکوونکي چې له څو میاشتو راهیسې د تورخم بندر د تړل کېدو له امله له فرضي کرښې دې غاړې ته بند پاتې دي، د ستنېدو غوښتنه کوي.
راپورونه د اسلامي امارت له قوله لیکي، پاکستاني ډيپلوماټيک استازي باید د زدهکوونکو نوملړ په رسمي مهر تایید کړي خو د زدهکوونکو په وینا، پاکستاني چارواکي دې کار ته زړه نه ښه کوي.
د جنورۍ پر ۱۲مه ځینو زدهکوونکو ته له فرضي کرښې د اوښتو اجازه ورکړ شوه خو د جنورۍ پر ۱۳مه تورخم ته رسېدلي نور زدهکوونکي لا هم د اوښتو اجازه نه لري.
✒️: نن (شنبه) د جنورۍ ۲۴مه د زده کړې نړۍواله ورځ ده.
دغه ورځ داسې مهال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي چې افغانستان کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د نجونو زده کړې ځنډول شوې دي.
ښځینه زده کوونکي له اسلامي امارت غواړي چې ژر تر ژره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.
✒️: د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د جنورۍ پر ۲۳مه نوې ملي دفاعي سټراټيژي خپره کړه چې پکې د امریکا او لوېدیځې نیمې کرې امنیت ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.
په دغه سټراټيژۍ کې چین نور د امنیتي ګواښ او د دغه هېواد پر وړاندې پر جګړې کوم تمرکز نه دی شوی.
په دغه سټراټيژۍ کې د مخکنیو حکومتونو پر پالیسۍ نیوکه شوې او د امریکا د ملي ګټو، د پاناما کانال او ګریڼلینډ لاسرسي ته پر ژمنتیا ټينګار شوی دی. همدا راز له متحدینو پکې غوښتنه شوې چې د خپل امنیت مسوولیت تر ډېره پر خپله غاړه واخلي.
✒️: یونیسف او یونېسکو د زده کړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت وایي، زده کړه د هر ماشوم او ځوان بنسټیز بشري حق او د سولې او عزت اساس دی. خو دغه بنسټونه زیاتوي، افغانستان دا مهال یوازنی هېواد دی چې پکې پر نجونو منځنۍ او لوړې زده کړې بندې دي او له امله یې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
✒️: نماینده صندوق حمایت از کودکان سازمان ملل (یونیسف) در افغانستان میگوید که این نهاد در سال گذشته به بیش از ۴ میلیون کودک افغان کمک کرده است تا آموزش خود را ادامه دهند.
تاجالدین ایوالی در صفحه ایکس خود نوشته که یونیسف بیش از ۲۰۰ مکتب را ساخته یا بازسازی کرده و ۸۰۰۰ آموزگار زن را آموزش داده است.
این مقام سازمان ملل افزوده است: زمانی که آموزش احیا شود، امید زنده میماند و آینده کودکان دستیافتنی میشود.
✒️: د کرېکټ نړیوالې شورا د بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال له شلاووریز نړۍوال جام سیالیو و ایستله او پر ځای یې د سکاټلنډ لوبډله شامله کړه. دا پرېکړه وروسته له هغه کیږي چې بنګلهدېش د امنیتي اندېښنو له امله هند کې له لوبو کولو انکار وکړ.