د زندانونو په داخل کې د وحشت قصه!!
دکتوره سماح الغضبان يوه مصرۍ ډاکټره ده. د رواني ناروغيو په برخه کې دکتورا لري، يو مصري ورسره د علاج پيدا کولو په اميد خپله رواني ستونزه شريکه کړې، هغې دا مشکل پرته له دې چې د دغه شخص نوم وليکي، پر خپله پاڼه شريکه کړې څو نور خلک هم خپلې لارښونې ورسره شريکې کړي.
د پوسټ لينک يې په کمنټ خونه کې شته او د پوسټ پښتو ژباړه دا ده:
((ما به سیاسي بندیان ډېر سخت شکنجه کول، او الله تعالی زه د خپل عمل له جنسه وازمایلم…
ډاکټرې سماح، ګرانې لورکۍ! لمسۍ مې ستا لیکنې تعقیبوي، او هغې راته وویل چې تا ته مراجعه وکړم، ښايي زما دا درد لږ سپک شي؛ هغه درد چې له ۵۶ کلونو راهیسې مې زړه نه پرېږدي.
ایا تا د «البريء» فلم لیدلی؟ دا فلم بالکل زما د قصې انعکاس دی، یوازې په یو توپیر سره؛ هغوی موږ ته دا نه ویل چې بندیان د وطن دښمنان دي، بلکې موږ ساده کلیوال ځوانان یې د دې کار لپاره داسې انتخاب کړي او روزلي وو چې دا خلک د اسلام دښمنان راته معرفي کړي وو...
زه په یوه ظالمانه نظام کې عسکر وم. زموږ دماغونه یې داسې مینځلي وو چې دا بندیان کافران دي، په الله ایمان نه لري، او که یې پرېږدو نو ټول هېواد به کافر کړي. موږ ته ویل کېدل چې د دوی شکنجه کول ج.ه..اد دی او د جنت لاره ده.
زه به په ټاکلو وختونو کې نظامي زندان ته تلم، د شکنجې لپاره یا د مړو د غورځولو لپاره. زه په داسې کړنو کې متخصص شوی وم چې حتی شیطان یې تصور نه شي کولی؛ ما به د مِسو سیخونه او نور سخت شیان د بندیانو د مقعد له لارې دننه کول. زه په دې کار کې ډېر ماهر وم. نور داسې وحشتناک کارونه مې کول چې د انسان عقل یې تصور هم نه شي کولی… ډېر به یې مړه کېدل، او چې به مړه شول موږ به د صحرا شګو ته وغورځول؛ نه غسل، نه کفن، نه د جنازې لکونڅ… او موږ ګومان کاوه چې دا د الله په لاره کې د الله د دښمنانو خلاف ج.ه..اد دی!
تر هغه ورځې پورې چې زه یې مات کړم…
دا د هغې ورځې حکايت دی، دا چې مونږ به بنديانو ته د کافرانو خطاب کاوه نو يو بندي راته وویل چې مصحف غواړي، ځکه غواړي اسلام قبول کړي، لکه څنګه چې ده ویل. زه خوشحاله شوم، پټ مې ورته مصحف یووړ، او کوټې يې ته ورننوتم. ورته مې وویل: «لومړی کلمه ووایه، چې مصحف ناپاک نه کړې». ده ووېله.
خو چې یې مصحف پرانیست، قرآن یې په داسې تجوید، خشوع او درد ولوست، که دیوالونه ژبه لرلی، حتماً به یې ژړل.
ما ورته وویل: «ته څنګه کافر یې او قرآن دې دومره ښه لوستلی؟»
ده راته داسې وکتل چې تر ننه مې د هغه کاته له ذهنه نه وځي، او ویې ویل:
«زویه! زه د جومات امام یم. دلته اکثره خلک حافظان دي. تا زموږ چیغې نه اورېدې چې د شکنجې پر مهال به مو (یا رب) ویل؟ تا کله سوچ کړی چې که موږ کافران یو نو ولې موږ ته د لمانځه اجازه نه راکوي؟!»
ما وویل: «موږ ته د زندان مدیر ویلي وو چې تاسو دا ټول کارونه د تمثیل لپاره کوئ.»
خو هماغه شېبه پوه شوم چې دا ټول درواغ وو…
زه له هغه (زنداني) شیخ داسې راووتلم لکه ژوندی مړی… خو کله چې د زندان اداره خبره شوه چې ما زنداني ته مصحف ور وړی، نو په قمچينونو او بوټانو دومره ووهل شوم، چې بیان یې نه شي کېدای.
زما سزا يې دا راکړه چې پر بندیانو لاړې/ناړې توف کړم او ورباندې متيازې وکړم…
حتی مدیر پخپله دغه شیخ مجبور کړ چې د ښځو د خوب جامې واغوندي، د ټولو په مخکې وناڅي، او ووایي: «ادلَعي يا سوسن».
سبا سهار چې زنزانې ته ننوتلو، شیخ د زړه د سکتې له امله مړ وموندل شو…
او لکه د نورو مړو، جسد يې موږ د صحرا شګو ته یووړ، بې غسله، بې کفنه، بې د جنازې له لمانځه…
لورې… ۵۶ کاله کېږي چې د دغو زندانيانو څېرې مې تعقیبوي. نه مې خوراک خوند لري، نه خوب. تر دې شېبې چې تا سره خبرې کوم...
تر څو چې دوه میاشتې وړاندې یو څه پېښ شول… داسې څه چې، باور به ونه کړې، خو ما ته یې یو ډول سکون راکړ.
زه د مقعد په سرطان اخته شوم …
هو، هماغه ځای چې ما به پکې د مسو سیخونه د خلکو بدن ته دننه کولو.
زه يي خوشحاله شوم او ومې ویل: دا د الله عدل دی، سزا د عمل له جنسه ده.
زما پوښتنه دا ده، ګرانې ډاکټرې… او د دین له علماوو نه هم پوښتنه لرم:
ایا دا ناروغي د الله انتقام دی که د ګناهونو کفاره؟
او ایا داسې کوم رواني یا معنوي لار شته چې د دې ضمیر درد مې کم شي، مخکې له دې چې له الله سره مخ شم؟
ځکه زه اوس یوازې یو بدن یم بې له روحه… باور وکړئ چې زما روح له نیمې پېړۍ راهیسې له هغو مظلومانو سره د صحرا په شګو کې خښ دی چې موږ هلته غورځولي وو...!!))
د دې قصې له روايت کولو مې هدف دا دی چې په موږ او تاسو کې فرد فرد خپل مسئوليت ته متوجه اوسي، د قيامت محاکمه فردي ده، قرآن کريم چې وايي هلته مو مور، پلار، اولاد، قوم او قبيله په درد نه خوري او ټول به په خپل هم اخته وي، حال دا چې انسان ته دا خلک تر ټولو ډېر نېږدې وي، نو دا نور خو مو يو هم په درد نه خوري... نه مو مديران، آمران، رئيسان، وزيران، أميران، رهبران، پيران، امامان، شیخان او نور اشخاص او ډلې ټپلې!!
هو ډلو ټپلو کې شاملېدل د اجتماعي مخلوق په توګه د يو انسان اړتيا وي، خو انسان کولی شي چې په دغه ځای کې هم عادل او هوښيار واوسي، د چا لپاره خپل آخرت خراب نه کړي، نه د چا ناحقه دفاع وکړي او نه هم پر چا ناحقه حتی ادنی لفظي تجاوز وکړي، دا ځکه چې انسان په دنیا کې بې هدفه نه دی پيدا، د انسان هر عمل او د ده په ژبه ادا شوی او په لاس ليکل شوی هر لفظ څارل کېږي او ښه په دقت به ورسره حساب کېږي.
اللهم حاسبنا حساباً يسيراً 🤲
#مشوره
#له_بلې_زاويې