وطن څنګه او د چا په مرسته اشغال شو؟
د حزب اسلامي افغانستان پرته بل هېڅ لوری دا جرأت نه لري چې د حق او عدالت پر بنسټ یوې بې طرفه اسلامي او ملي محکمې ته حاضر شي. تاریخ د لمر په څېر روښانه دی. حقیقت دا دی چې وطن څنګه او د چا په مرسته اشغال شو؟ د هېواد مسلمان ولسونه د چا په لاس یرغمل او په ظلم ووژل شول، بېکوره او بې وطنه چا کړل؟ مجاهدین څنګه، د چا په امر او په کوم نوم په تودو سنګرونو کې په شهادت ورسیدل؟ د ملت د قربانیو پر سرنوشت چا پردې شاته معاملې او تړونونه وکړل؟
د کابل په شمول د هېواد ولایتونه، ولسوالۍ او کلي چا په کنډوالو بدل کړل؟ د هېواد یو بشپړ نسل د چا د افراطي فتواوو له امله له هر ډول تعلیم او پرمختګه بې برخې شو؟ د اسلام او شریعت تر شعار لاندې د ولسونو پر ضد خیانت، جنایت، ظلم او استبداد څوک ترسره کوي؟
په هر حال،
د قدرت او شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د کمونیستانو کودتاوې، په پېښور ګورنرهاوس کې د ټاکل شوو اشخاصو ټاکنه، د جبلالسراج تړون، په پاکستان کې د طالبانو د تحریک رامنځته کېدل، د بُن کنفرانس او د دوحې تړون هغه حقیقتونه دي چې هېڅ قضاوت او شواهدو ته اړتیا نه لري؛ ژوندی تاریخ د خلکو په حافظه کې خوندي دی. دلته هر چا د خپل قدرت، شخصي ګټو او ډالرو لپاره پردي سیاستونه وکړل، او لا هم دا بهیر روان دی، او د اسلام وطن او ډيموکراسۍ په نوم یې خلک، وطن، ملت او خپل ایمانونه وپلورل.
پرديپاله وطنپلورونکي کمونیستان، سیکولران، او هغه کیرايې ملیشې، خوځښتونه، درباري مفتیان، قاضیان، ملایان او لیکوالان چې د روسانو، امریکا او ناټو په لاس د اسلام تر چتر لاندې راټوکېدلي، دا حق نه لري چې په صحرایي او شخصي محکمو او یا په ټولنیزو رسنیو کې قضاوت وکړي. دوی باید لومړی د خپلو ګرېوانونو دننه وګوري او د خپلو اعمالو، پټو سیاسي معاملو او ناوړو کړنو حساب له ځانه واخلي.
موږ لا هم د اصلاح هیله لرو، خو حقیقت دا دی چې ګڼ کسان د پردیو په امر، د ډالرو، مقام او شخصي ګټو په لالچ کې تر ستوني غرق دي؛ خپل سیاسي او فکري مخالفین سپکوي او حذفوي، آن په خپل وطن کې د ژوند حق ترې اخلي، او بیا د پردیو په اشاره د نورو پر وړاندې فتواوې او فرمانونه صادروي.