وقف ځمکه او دارایي څه او اسلامي شريعت کې څه ورسره وشئ ؟

فبروري 9, 2026 - 17:18
 0  15
وقف ځمکه او دارایي څه او اسلامي شريعت کې څه ورسره وشئ ؟

په پیل او مقدمې کې دا مطلب واضح کوم چې زه مشخص یو شخص او کورني ته مې اشاره نده ، زما بحث عمومي دی ؛ دا ځکه چې داسي ستونزي اكثريت کلیوالۍ او ښاري خلك دیر پخوا نه ورسره مخ دي او هيله مې دا ده چې لوستونکي مخاطبین زما د لیکنې نه غلط تعبیر او انځور تر لاسه نکړي.  ښه او بهتره خبره دا ده چې هر څه د مخه د «وقف» په لغوي او  اصطلاحي مانا ګانو سره خپل آفاقي مالومات زیات کړو ؛ همدارنګه وقف په قرآن کریم کې څرنګه تعربف شوي او کوم مال او دارایي ته ویل کیږي.

 

وقف په لغت کې توفف او ودريدل ته او په اصطلاح کې د مال ، ځمکې او دارایی مختص کولو ته د اسلام او الله تعالي په لاره کې ویل کیږي. وقف په قرآن کریم هاغه مال او دارايی ته ویل کې چې د الله متعال په لاره کې د خیریه بنسټ ، جومات ، مکتب ، مدرسه او عام المنفعه  مکان او ځاي لپاره مختص او ځانګري شوي وي.  د وقف مال او دارایي د کوم مشخص کس شخصي ملکیت او د کومې کورني میراث نشي کیدلي.  اصلي او اساسي پوښتنه دا ده چې پخواني افغانستان کې مونږ په هره سېمه او ولایت کې «سخي او جواد» خلک درلودل او دا خلک په دین مین او یا هم عاشقان وول؛ چې د الله تعالي په لاره کې خپل مال او دارایي به یې خیرات او صدقه کول. بل اړخ ته دا د هماغه وخت سنت یا مروجه رسم هم وو چې د دین او تصوف آدرس څخه په هر ولایت او سیمه کې سره د بعضي خرافاتو د تصوف او دین استازي وول چې د همدي آدرس څخه فعالیت او ښه عایدات یې درلودل او کیداي شي دغه کسان او شخصیتونه ښه خلک او نیک بندګان وول.  پاتي دې نه وي چې د افغانستان نا لوستي ، ساده او بي آلایشه تولنه کې د هغوي کورني او شخصیت صاحب د رسوخ او نفوذ هم وول ، همدا شان معصوم ګنل کیدل چې د اسلامي متون روایاتو  له اړخه معصوم فقد پیامبران علیه السلام ګنل شوي. دغه روحاني او معزز شخصیتونه دغې لاري کې لکه د اروپا "۱۸ او ۱۹ " پیرۍ عیسوي کشیشانو ؛ ماشاء الله ښه “Income” عایدات او در آمد یې هم درلودل

 

پیر ، خواجه ، ایشان ، صاحبزاده ، سید ، میا  او حضرت د نالوسته خلک او ولسي وګړو له نظره قدسیت سره د هغوي نبیره او کورني هم قدسیت درلودل.  ز مونږ په کورني کې مشره او محترمه میرمن وه چې اوس وفات شوي او داسي شخصیت او کورنیو ته کلک اخلاص او محبت یې درلوده؛ نو کله به چا د «احمد او یا محمود» ځوان او ماشوم په هکله کوم کس خپل ښه خاطره اظهار کړه ، بیا به غصه او خپه وه ، چې « پیر گيرى ميشويد »

 

مونږ چې هاغه وخت کې ماشومان وو نو دغه جملۍ او خبرې نه سخت متاثره وو چې رښتیا هم پیر ګیري کیږو نو دوزخ کې به مې ځاي وي

 

بنیادي  او اصلي علت او عوامل دا وو چې عام خلک د قرآني او نبوي لار ښوونه ځېني نا لوسته او بي خبره وو او حاکم نظامونه خانداني او سلطنتي وول د ولس او فرد ، خان او ملک ، ملا او عام ذهنیت یې همدا شان تیار او آماده کړي وو ؛ نو هغوي یعني حاکمان په دې ښه پوهیدل کچیري وګړې او ولس ته ویښتابه « بیداري » ورکړي شي نو زما حاکمیت او سلطنت خطر او ولسي پاڅون سره مخامخ کیږي.  کوم «عالم، لیکوال او مولانا» چې ویښتوب پیام رسوه نو هماغه وو چې زندان ، تبعید او اعدام سره مخامخ شول.  داسي اشخاصو ته روحاني شخصیت ویل کیدل چې ځېني بیا په کښې دیني عالمان هم وول خو ځېني فقد عادي او ابتدایئ ملایان وول.  کله چې عالم وایم نو علماو څخه علمي تالیفات او علمي آثار په میراث کی پاتي وي

 

لکه امام فخر رازی ، خواجه عیدالله انصار ، امام غزالي ، علامه مودودي ، مولانا بلخي ، علامه سید افغان او داسي نور د اسلامي نړۍ په تاریخ کې.

 

راځم اصل مسئلې ته چې بیا هم هماغه وقف دی چې پخوا زمانو کښې سخاوت مند او شتمن خلک خپل مال او دارایي به یې وقف کړه.  نو دغه وقف مال د اصلي شخص د ملکیت نه ووت او دغه مال به د الله تعالي په لاره کې مختص کیدل چې عام خلک او یا هم بیت المال ترینه ګټه واخلي.  پیر ، شیخ ، حضرت ، ایشان ، سید او خواجه به دیر نیک شخصیت او متقي وو خو بیا وروسته د هغه وارثین کیداي شي په ټولنه کې څه ستونزې درلودل.  همدا شان پخوا ځمکي ښه زیات او نفوس کم وو ، خلکو سره فکري خلاقیت او مهندسي شتون نه درلودل او د خلکو ژوند دیر ساده وو او نو کله کله پادشاهان او امیران خپل حکومت او سلطنت بقا او حمایت لپاره با نفوذه خلک او مشرانو ته په قسم د تحفي بخشش کول.  چې داسي یو عمل د اکثریت شاهانو په زمانه کې تر سره شوي.  د مثال په ټوګه د کابل په شا او خوا سېمو کې او هم  نورو ولایاتو کې حضرات مجددي ، ګیلاني کورني او نور صاحبزاده ګان د داسي تحایفو او فرمانو څخه برخمن شوي دي.  اوس چې افغانستان کې په شکل د نسبي امن او خلک د هجرت نه واپس شوي او همدا شان د افغانستان د خلکو قرآن سره پوهاوي زیات شوي ، خلک هماغه د ۱۰۰ او ۲۰۰ کاله پخوا خلک ندي. انقلاب ، کودتا ، اشغال ، هجرت او جهاد سره اکثریت وګړو په افکارو او ذهنیت کې توپیر او بدلون راغلي دی.  په پاي او خاتمه د دغه لیکنې کچیري کوم ځاي کې د وقف ځمکي وي نو د اسلامي او مدني قوانینو له مخي د خلک او ولس په مرسته او د هغوي د اړتیاو په مطابق عام المنفعه ځاي دې جوړ شي ، کیداي شي په کلۍ کې ښوونځي ، مدرسه ، جومات ، روغتون او روغتیایې کلنیک شتون ولري نو داسي عام المنفعه او مناسب ځاي دې جوړ شي چې ولس او راتلونکي نسل ترینه سالمه او مثبت ګته ترینه واخلي او هیله مو د حضرات صاحبانو ، صاحب زاده ګانو ، سادات صاحبانو نه دا ده چې د جګړو او انقلابونو د مخه د تصوف او دین آدرس څخه ماشاء الله ښه مالي او لوژشتیکي عایدات یې درلودل نو اوس د قرآن کریم ، نبوي ارشاداتو او د هیواد مدني قوانینو مطابق عمل وکړي ، وقف ځمکې دې وارثینو تر منځ نه تقسیموي ، ځکه داسي مال او ځمکې د الله متعال په لار کې وقف او صدقه وي