کباړیان

فبروري 9, 2026 - 17:24
 0  18
کباړیان

استاد غلام حضرت شاکر

 

یوپولیس وویل:

ــ داخوبیا پراته دي!

بل یې وډونګېده:

ــ دا د نه سړي زامن په ډب سمېـږي، ډببب!

ــ هوکنه ، د دوی خور(...)!

ــ نوڅه له ګورئ؟ پې ورځئ کنه!

وروړاندې شول، دماشومانو سرته ودرېدل ، یو،یویې له نظره تېـرکړ، سره ویې ویل:

ــ همغه د سپـېـره زامن دي!

جمادار پې ورغبرګه کړه:

ــ وهئ یې که نه...!

ډب شوماشوم یې په شا وواهه!

ماشوم چیغه کړه:

ــ وخ! مړیې کړم...

پرنورو وربرګ شول، پرملا ،ملا یې په کوتکو ووهل... ماشومانوچیغې کړې،راغورځارشول، خولې یې جینګې کړې؛

ــ پولللللیس لالا! توبه مممم ده ، توبببه، بیا نه راځو،

 اوالدار لالا بیا ولاکه راسو، دا وارممم ماپ که ماپپپپپ...!

د پولیسوپرشونډو لا همغسې سپورې سپکې خپرې وې:

ــ ستاسې مور(...)، دسپي زامنو!

ماشومانولاسونه جوړه کړل؛ پر شونډویې د معافۍ غوښتنې څوڅو وارې تېرې بېرې شوې :

ــ پولیس لالا! مااااپي  راته وکه، بیا نه راځو...

- بیاممم توبه ده توووبه!

مشرپولیس ورغبـرګه کړه:

ــ تاسې په کوتک سمېـږئ، کوتک

ډب شوپریوماشوم یې کوتک حواله کړ...

ماشوم په سر ولګېد، چیغې یې کړې:

ــ وخ الله مړیې کړم!

یوبل پولیس پې وربرګ شو:

ــ شورجوړوې هه! دنه سړې بچیه!

ــ نه نه ؛ توبه باسم، توبه، توبببه، بیا مې توبببه ده...!!

مشرپولیس یې په جېبونو اخته شو، د یوه یوه له جېبه یې پیسې وایستې!

بل پې ورغبرګه کړه:

ــ خوشي یې کړئ، دا د سپېره زامن....

ماشومانو منډې کړې، ککړې بوجۍ یې شاته واچولې او د شاهین ټاون ترونولاندې یې ځانونه غلي کړل...!

***

د چنګاښ لومړۍ اونۍ وه ، د حرارت درجه د سانتي ګریډ۴۳ ته رسېدلې وه، د بې وزلو اوهغو خلکو لپاره ژوند ډېرستونځمن ؤ چې نه یې برېښنا لرله ، نه یخې اوبه ، نه پکه اونه اړینه سرپناه، یاد ماشومان هم د یوې بې وزله افغان کورنۍ غړي وو، چې د ثور له الې ګولي وروسته یې د پېښورآبدرې روډ ته پناه وړې وه او د نهرغاړې ته یې په یوه پینه، پینه خیمه کې ژوند کاؤ ، بې وزله وو ، نه په کرایي کور اوسېدای شوای ، نه یې خپله سرپناه جوړولی شوای ، د څـيرو یوه خېمګۍ یې جوړه وه ، او د مهاجرت شپې یې پکې سبا کولې، پلار یې له روسانو سره په مخامخ جګړه کې غبرګ لاسونه له لاسه ورکړي وو ، په «وزرماتي» یې شهرت موندلی ؤ ، وزرماتی ريښتیاهم وزرماتی ؤ، له الوته لوېدلی، په ګولیو سوری، سوری،  په ځان پکو او د نورو پراوږو بار ؤ !

 د کارکولو توان یې نه لاره، چا ورته راشن پاس جوړکړی ؤ؛ خو اړتیاوې یې هومره وې، چې یوه کوچنۍ برخه یې هم پرې نه پوره کېده، څلور لورانې، درې زامن ، یوه مېرمن ور له غاړي وو؛ ځکه خویې خپل درې واړه بچیان کباړټولولو ته ایستلي وو، په ملا بانګ به یې له خواږه خوبه راجګ اوکباړ ټولولوته وّهڅول... پرماشومانو به خوب غلبه وکړه، چې پلار به یې پاڅول ،بیا به یې سترګې پټې شوې او چُملک ، چُملک به پرېوتل ... د پلار به یې زړه پرې وسو، څوشېبې به یې پرېښودل ، بیا به یې پرې غږکړ:

ــ هلکو! پاڅئ،هلئ بچو! خپل کارته لاړشئ!

«اتله»، «سربازه»، «قهرمانه»! پلار به هریو پخپل خپل نوم بار، بار یادول اوپاڅول ...

یاد نومونه یې په دې هیله ورته غوره کړي وو، چې ګوندې زامن یې ریښتیني اتلان شي،له خپل دین اوملي ناموس نه دفاع وکړي او د افغان قوم د نجات په لاره کې سرښندویان ثابت شي،دا مهال افغانستان د « سرولښکرو»تریرغل لاندې ؤ؛ځکه خویې هرافغان په دفاع ځانونه مکلف بلل او د اولادونو لپاره یې هم غوره ګڼله چې د آزادۍ او سرښندنې لارویان شي.

اتل د « وزرماتي » مشر زوی ؤ، ماټ یې نه ؤ راغلي،

لا کړاڅی ؤ، « سرباز» او

« قهرمان » یې کشران زامن وو، که څه هم پلار یې د اتلولیو په هیله اتل نومولی ؤ؛ خودا مهال یې په نوموړي پسې د ډوډۍ موندلو اُمیدونه غوټه کړي وو، هغه دومره کولی شوای چې له خپلو کم عمره وروڼو سره یوځای د بورد ــ تهکال  خواوشا زباله دانونو نه پلاستیکونه ، بوتلونه ، هډوکي او ګنده قوطي راټول اوپه کباړیانوخرڅ کړي، هغوی چې به دوه درې سوه روپۍ وموندلې، پلارته به یې وسپارلې، کله چې به یې له یوه زباله دان نه د خپل ضرورت څيزونه را ټول کړل، بوجیوته به یې واچول ؛ بیا به یې بل ته منډه کړه، په ګندګیوکې به یې لاسونه ووهل اود خپلې اړتیا شیان به یې ترې ټول کړل، که څه هم زباله دانونه به له مکروبونومالامال وو، بد بوی به ترې ولاړېده، لاس پکې وهل له بېلابېلو ناروغیوسره تړلي وو؛ خوهغوی یې تعفـن اوله مکروبونونه را ولاړېدونکې ناروغۍ ځکه پرځانونومنلې وې،چې د لوږې چاره یې په بل چا نه کېده، لکه وږي ته چې دخنـزیرغوښه حلاله شي، همدغسې هغوی ته هم پاک او ناپاک یوشی ؤ، کله کله چې به یې د کثافاتو په غرفوکې د جوس کوم سرپټی بوتل وموند، په خوند، خوند به یې پرغاړه واړاؤاو تنده به یې پرې ماته کړه! کله چې به یې په زباله دانونوکې دکباړتوکي ونه موندل، له ناکامه به یې د کثافاتو غرفې خواته له کوم کوره د کباړ دراایستو په هیله ډډه ووهله، که به یې د شپې څه ونه موندل؛ نوګهیڅ وختي به په غرفوراتاوشول اود خلکوپه پس خوردو به یې څه ناڅه اړتیاوې پوره شوې، ددې سیمې ډېری غرفې د بورد ــ تهکال سړک پریوه اوبله غاړه پرتې وې او دوی به یې هم پریوه اوبله خوا ورسره ګرځېدل، دیاد سړک له غرفوسره اوسېدا که له یوې خوا دهغوی دکباړ اړتیا پوره کوله له بلې خوایې داهم غنیمت ګڼله چې دموټرو له شمال نه استفاده وکړي او دګرمۍ ستونزه یې څه ناڅه رفع شي!

نن یې هم له کورونو دکباړ راوتو په هیله د تهکال سړک په منخ کې دمه کړېوه، د ورځې یې هومره ګټه نه وه کړې، چې د کورورځنۍ اړتیا یې رفع کړي، په تمه ووچې دخلکو په سهارنۍ پس خوردوکې دخپل ضرورت توکي ومومي؛ خوچېـرته آسي،اوچېرته یې روزي!.

« دغریبۍ ژوندونه تېـربه شې خوهېــربه نه شې

ستا هریودرد مې په سینه پرهـر،پـرهـرلیکلی».