يواځي قرآن حقيقي اسلام دى. دا جمله د لانديني تصوير متن دى

فبروري 14, 2026 - 18:37
 0  24
يواځي قرآن حقيقي اسلام دى. دا جمله د لانديني تصوير متن دى

جمال الدين حکمتيار

 

لاندينى عکس د يوه امريکايي د ټک کاټ له صفحې اخستل شوى.

دا د يوه 70 کلن امريکايي برداشت او درک دى چي دوه کاله دمخه يې اسلام قبول کړى. په شخصي مطالعې سره، د کفرستان په زړه کي، د کافرانو په منځ کي، د نړۍ بهترين او يواځني حقيقت ته رسېدلى.

يواځي قرآن د اسلام حقيقي مرجع او د هدايت حقيقي لارښوونه ده. قرآن کريم د پيغمبر په شمول د ټولو انسانانو د هدايت يواځينى مرجع دى.

مګر همدا حقيقت د مسلمانې نړۍ له 99 سلنې خلکو ورک دى، هم له عوامو، هم يې له مشايخو. نن ورځ اسلام په رواجونو، لباسونو، مدرسو، مذهبونو، مشايخو، بې بنسټه روايتونو، قصو او تأريخونو، خوبونو او د خېټې برداشتونو پوري تړل شوى.

قرآن مهجور او پرېښودل شوى دى. د قرآن له وړانګو لري، د روايتونو په تقليد کي، د تنګ نظرۍ په دائرې کي، ځينو د حلالو تحريم او ځينو محرمات د حلالو په دائره کي شاملولو ته دين ويلى.

د قرآن له پلوشو لري او د زړو روايتونو، رواجونو او متضادو برداشتونو په تناظر کي رامنځته شوې دينداري د مذهبي استحصال بڼه غوره کړې. د قرآن له وړانکو خالي او پر روايتونو بناﺀ دين وسيله ګرځېدلې، د ظلم او استبداد، تخلف او تشتت، انجماد او تناقض، فريب او استحصال، ناپوهۍ او بې لارۍ، نفاق او رياﺀ، تعصب او کرکې، اختلاف او شقاق، وغيره وغيره.

ترڅو چي قرآن کريم د اسلام اساسي مرجع او د باور او هدايت اصلي سرچينه ونه ګرځول شي، مسلمان أمت به کله هم له موجوده ستونزو د نجات لاره ونه مومي.