د سیکولر اپوزېسیون د ازمیر ښار څخه د پارلمان غړی مرات بکان:
"یو داسي کس چي د سیاسي اسلام د کرښي پر بنسټ حرکت کوي او اسکلپلي عاطف (احساسات او منطق دواړه لري) دئ. چي د ترکیې د جمهوریت دښمن وو هغه کس شهید گڼـي؛ نن د کورنیو چارو وزیر ټاکل سوی دئ. سربېره پر دې؛ د هغه په حسابونو کي د اخوان المسلمین د بنسټگر حسن البناء په اړه پوسټونه خپرېږي چي په نړئواله کچه یوه ترهگره ډله بلل کېږي."
زموږ مذهبیان د همدغسي سیکولري ډلي ژبه وایي! د دوی د ښکنځلو، تحقیر کولو او بې منطقه دعوو ماهیت یو دئ.
دوی اردوغان او گوند ئې سیکولر گڼي خو سیکولران بیا هغوی پاخه اسلامپال! څوک رښتیني دي؟! زموږ جنوني مذهبیان که ترک سیکولر سیاستوال چي غرب ئې قبله ده!
د دوست او دښمن درک کول ستر مهارت غواړي؛ للهِ و في اللهِ دوستي او دښمني همغه څوک کولی سي چي له قرآن سره اشنا وي؛ نه یوازي د هغه قاري او ویونکی.
ځکه د قرآن حافظ مسیحیان ډېر دي؛ د قرآن زدکړه مهمه ده.