چکچکيان

فبروري 26, 2026 - 10:42
 0  21
چکچکيان

کمونيستان او د جمهوريت ډېری کسان له پاکستان سره په جګړه ترکيز کوي ؛ دوی له طا...لبانو هم غواړي چې وسلو ته لاس کړي او د پاکستان په وړاندې د جنګ نغاره وډنګوي !! دا جنابان په داسې حال کې له پاکستان سره ټکر ته لمن وهي ؛ چې پر يو ټپي طا..لب یا کوم بل افغان يو څاڅکی وینه هم نه لوروي ؛ چې مړ

 شي ؛ « شهيد » هم نه ورته وايي ؛ کورنۍ ته يې لس ډالره هم نه شي مختص کولی ؛ خو سره له دې هم د جنګ سُرڼی غږوي ؛ طا ..لب ته هم پېغور ور کوي چې ولي جنګ نه اعلانوي ، او ولي فتوا نه ورکوي !! له پاکستان سره په تېره جګړه کې ډېری افغانان شهيدان شول ؛ له چا کونډې او واړه ماشومان پاتې شول ؛ او له چا عمر خوړلي والدين ؛ په شهيدانو کې داسې ځوانان هم وو چې تازه په تازه نامزاد شوي وو ؛ د خپلې مېرمنې مينه يې پرېښوده ؛ خو له وطن نه يې سرونه ځار کړل !! غربګرايان دې ووايي ؛ د شهيدانو له څو کورنيو سره يې مرسته وکړه ؟ څو کورنۍ يې د مهربانۍ په غېږ کې ونيولې !؟ او د څو بورو ميندو لپاره يې چنده ټوله کړه !؟ دوی د ګيله من شهيد لپاره لکونه ډالر سره ټول او د نغمې په لاس ور وسپارل ؛ خو د پاکستان جګړې شهيدو افغانانو ته يې يوه مقاله ګۍ هم ځانګړې نه کړه !!  موږ ددې هم شاهدان يوو چې دغو جنابانو د پاکستان خلاف نه په جمهوريت کې توره وکړه ؛ او نه په کمونيست واکۍ کې !!  ، په جمهوريت کې سلګونه راکټونه په کنړ ، ننګرهار ، او په جنوب لوېديځو سیمو کې پر افغانانو را پرېوتل ؛ سلګونه کسان پکې شهيدان شول ؛ خو د پاکستان کاذبو دښمنانو نه د چا پر شهيد وژړل ؛ نه يې کوم ټپي ته وينه ور کړه ؛ او نه يې نظام د پاکستان په وړاندې په ساړه غبرګون پړ وباله !! هلته خو نظام وسلې هم لرلې ؛ ډالر يې هم پرېمانه وو ، او ناټو يې هم په څنګ کې ولاړه وه ؛ دوی ولي جمهوريتيان په خپل ساړه غبرګون پړه نه بلل ؟ او ولي يې د نن په څېر د پېغورونو په کاڼو ونه ويشتل ؟ حقيقت دادی چې دا خلګ يوازې بې تأمله او ، اورپکي چکچکيان  دي ؛ نه د وطن په قصه کې دي او نه د لوی پښتونستان غوښتونکي !!

« د مور مې دې مېړه مري ، د پلار مې دې عورته

راکۍ وايي ؛ غم نه شته خو چې زه يم سلامته » .