عجبه نه ده؟!

مارچ 14, 2026 - 10:44
 0  31
عجبه نه ده؟!

دښمن موږ ته یو نوم او یو عنوان راکوي؛ په یوه سترگه راته گوري؛ په یو ډول بمونو مو ماشومان سوځوي؛ په چلن کي زموږ د خودساخته اختلافاتو په سبب مو تر منځ هیڅ فرق نه کوي؛ پر شیعي مسلمان له دې امله کم وحشت نه کوي چي د سجدې پر مهال د کربلا پر خاوره تندی ږدي...

نن لبنان وگورئ چي د غ.ـ.زې په برخلیک ئې اخته کوي؛ پر تهران او ایراني ولس ئې په سپینه ورځ توره شپه جوړه کړه؛ اوس ئې بیا د برقونو د وېجاړولو اخطارونه واورئ چي وایي ایران به په داسي تیارو کي ډوب کړو چي بیا جوړېدل به ئې کلونه وخت ونیسي؛ خو همدا تاسو څو ورځي وړاندي ایراني ولس ته ډاډ نه ورکوی چي موږ تاسي ته جمهوریت راوړو؛ یو منتخب نظام؛ موږ مو ژغورونکي یو؟!! آیا پورتنی اخطار مو ایراني ولس ته متوجه نه دئ؟ دوی ایراني ولس ته د سزا ورکولو اراده کړې؛ ځکه د دوی په ملاتړ ئې خپل نظام ورته ړنگ نکړ.

نتنــیابو د یوه وحشي منځني ختیځ خبره کوي؛ نوموړی سني او شیعه تر یوه واحد عنوان "افراطیت" لاندي په یوه ټوکرۍ کي اچوي او خپل ملعون قام ته وعده ورکوي چي دواړه به یو ډول ټکوي. برعکس بیا دلته ځیني وایي: شیعه د دوی پټ ملگري دي! هغوی بیا همدا تور پر سنیانو لگوي؛ خو واقعیت دا دئ چي دواړه محکوم دي؛ دواړه ټکول کېږي؛ پر دواړو طرفونو اور بل دئ؛ غـ.زه او بیروت؛ صنعاء او تهران؛ تر دې وړاندي بغداد او کابل یو ډول بمبارد کېدل. دا امت نن محکوم او مظلوم دئ.

امت او دین ئې یو دئ؛ فرعي تفریق د دین د ماتېدلو په معنیٰ نه دئ؛ په دې جنگي ماحول کي دا زېری هم کفایت کوي چي د سني او شیعه اختلاف د آرتوډوکس، پروټسټنټ او کاتولیکو کلیساوو د اختلافاتو په څېر نه دي؛ موږ یو بل نه تکفیر کوو؛ نه سني مسلک او نه شیعي مسلک داسي کومه معتبره فتویٰ لري چي یو بل دې تکفیر کړي وي؛ نو چي د الله، د رسول (ص) او د الله د کتاب غوندي ستر مشترکات لرو بیا بېلتون د څه لپاره؟!

که اختلاف سته نو آیا دا د مېړاني او مروت خلاف نه دئ چي پر داسي وخت دي هغوی ته هوا ورکوو؟!!