مهم ترین های امروز پنجشنبه
🖌️: یوه سرچینه طلوع نیوز ته وایي نن (پنجشنبه) شاوخوا اوه بجې د خوست غلام سیمه د پاکستان پوځي رژیم له لوري توپونو له ویشتلو وروسته پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستان پوځي رژیم تر منځ نښته شوې چې له سپکو او درنو وسله پکې کار اخیستل شوی. سرچینه زیاتوي چې لا هم سیمه کې جګړه روانه.
🖌️: یوې ځایي سرچینې طلوعنیوز ته ویلي، نن (پنجشنبه) ماښام مهال د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ مقبلو سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم پر ملکي سیمو د هاوان ۱۵ مرمۍ توغولي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دوه ملکي کسان پکې ټپیان دي.
بل لور ته د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند، عبدالحق فدا هم طلوعنیوز ته د نښتې پخلی کړی خو وايي دا مهال جګړه درېدلې ده.
🖌️: قنسول ایران در قندهار میگوید که این کشور آماده همکاری برای صادرات پنبه قندهار به ایران و سایر کشورها است.
محمدرضا همچنین اطمینان داده است که برای تسهیل تجارت، روند صدور ویزه برای تاجران آسانتر میشود و مسیر مرزی میلک در نیمروز نیز گسترش مییابد.
در همین حال، اعضای اتاق تجارت و سرمایهگذاری قندهار از مقامهای ایرانی خواستهاند تا اجازه دهند اموال تجارتی افغانستان از بندرعباس به بندر نواشیوا انتقال داده شود.
🖌️: د کندهار-ارزګان لویه لار د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د ارزګان د والي ویاند، سمیع الله اکرمه طلوعنیوز ته و ویل، د ارزګان-کندهار لویه لار تېره ورځ د شدید ورښت له امله د تناوچۍ او کیخۍ په سیمو کې تړل شوې وه چې نن (پنجشنبه) مازیګر د باران له درېدو وروسته بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
🖌️: کندهار، هلمند او ارزګان کې ولایتي مسوولین وايي، په دغو ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو لسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د مسوولينو په وینا، هلمند کې د سېلابونو له امله درې تنه مړه او درې نور ژوبل دي.
ارزګان کې هم د سېلابونو راوتلو له امله درې تنه ټپیان دي.
اخوا، تېره شپه کندهار کې د دېوال نړېدو پېښه کې هم یو کس مړ دی.د دغو درېيو ولایتونو ولایتی مسوولينو ویلي، د انساني زيان ترڅنګ له زرو زياتي کورنۍ هم زيانمنې شوې دي.
🖌️: د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې له پاکستاني لوري سره د مذاکراتو لپاره یې چین ته د منځنۍ کچې پلاوی استولی دی.
خبرپاڼه کاږي چې اسلامي امارت به د خپل اصولي موقف له لارې رسمي خبرې وکړي.
وزارت وايي، دغه بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت په پام کې لري چې له پاکستاني لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د اغېزناک مدیریت په اړه هر اړخیزې او مسوولانه خبرې وکړي.
🖌️: د لوګر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هلته په ازره ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۵ کورونه، سلګونه جریبه کرنیزه ځکه او ځینې هټۍ ویجاړې شوې دي.په ازره ولسوالۍ کې ځایي مسوولینو له مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې له زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
🖌️: د کندهار له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست ویلي، وروستیو ورښتونو په دغه ولایت کې ۲۵۰ کورونه په نسبي یا بشپړه توګه ویجاړ کړي او شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي چې خپلې مینې پرېږدي.
د معلوماتو له مخې، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، په دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او په ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. هلته یوازې د تېرې شپې (چهارشنبې) وروښتونو او سېلابونو له امله په مرکز او ولسوالیو کې سلګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
🖌️: نن ماسپیښین شاوخوا دوه بجې د لغمان الینګار ولسوالۍ اړوند سنګر درې، میرګل کلي کې د غر ښوېیدنې له امله یوې ۱۱ کلنې ماشومې ژوند بایللی.
د یاد ولایت رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه د غره ناڅاپي ښوېیدنې له امله رامنځته شوې ده.
🖌️: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د طبیعي پېښو له امله ۱۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د طبیعي پېښو له امله د هېواد په مختلفو ولایتونو کې درې کسان شهیدان او ۱۶ نور ټپیان شوي. هغه د نورو زیانونو په اړه په دې کلیپ کې وضاحت ورکړی.
🖌️: رهبران کشورهای اروپایی موضع محتاطانه خود در قبال حملات آمریکا به ایران را حفظ میکنند.
اغلب کشورهای اروپایی با وجود اظهارات و تهدیدهای شدید رئیس جمهور آمریکا، از اجازه دادن به این کشور برای استفاده از حریم هوایی و پایگاههایشان برای حملات به ایران خودداری میکنند.
🖌️: شهردار تهران: در حملات آمریکا و اسرائیل ۳۳ هزار واحد مسکونی آسیب دیدهاند.
عبدالمطهر محمدخانی، سخنگوی شهردار تهران اعلام کرد: «در حملات آمریکا و اسرائیل تاکنون در مجموع ۳۳ هزار واحد مسکونی نیازمند تعمیرات هستند؛ از تعمیرات جزئی مانند شیشه و در و پنجره تا مواردی که نیازمند بازسازی اساسی یا نوسازی کامل است».
🖌️: په ایران کې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ افغانان وژل شوي.
د ایراني رسنیو او بيبيسي د راپورونو له مخې، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ افغانان وژل شوي دي.
بيبيسي ویلي چې د تهران د شهر ري سیمې په یوه برید کې شپږ افغان وګړي وژل شوي دي. همداراز، د ۱۳ افغانانو مړي چې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د تهران په «۱۳ آبان» سیمه کې وژل شوي وو، د وري په ۱۱مه نېټه په همدې سیمه کې خاورو ته سپارل شوي دي.
🖌️: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا ملت ته د یوه لیک په ترڅ کې ویلي، ایران د امریکا او اروپا له خلکو او خپلو ګاونډیانو سره دښمني نه لري او دا خبره سمه نه ده چې ایران نړۍ ته ګواښ دی.
د پزشکیان په خبره: « د تقابل ادامه دروند لګښت لري او ښه پایله هم نه لري.»د ایران ولسمشر دغه راز ویلي، ایران هېڅکله په کوم هېواد تېری نه دی کړی، خو له خپلې خاورې دفاع یې مشروع حق دی.
🖌️: بغداد کې د امریکا سفارت د امنیتي خبرداري په خپرولو سره له امریکايي وګړو غوښتي ژر ترژره د عراق خاوره ترک کړي.
سفارت خبرداری ورکړی راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې ښايي پر پلازمېنه بغداد او ټول عراق کې پر امریکايي وګړو، پوهنتونونو، ډېپلوماټیکو تاسیساتو، انرژۍ زېربناوو، هوټلونو، هوايي ډګرونو او له امریکا سره تړلو نورو ځایونو د ایران نیابتي ډلو له خوا بریدونه وشي.
🖌️: د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي چې هېواد یې امریکا ته د اوربند لپاره هېڅ ډول وړاندیز نه دی کړی.
عراقچي ټینګار کړی چې جګړه به تر هغې دوام ومومي څو «یرغلګرو» ته سزا ورکړل شي.
🖌️: د خلیج همکارۍ شورا عمومي منشي جاسم البداوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې د خلیج هېوادونه د ایران له تېري سره مخ دي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو له برید وروسته دغه هېواد په یو شمېر عربي هېوادونو کې د امریکا او اسراییلو اهداف په نښه کړي دي.
🖌️: د ایران تسنیم خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راپدېخوا په دوبۍ، متحده عربي اماراتو کې میشت ۱۲۶۲ ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې ایران ته راستانه شوي دي.
په دوبۍ کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو حکومت ته؛ د کښتۍ او همدارنګه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې، د ایرانیانو د لېږدولو د اجازې غوښتنه سپارل شوې ده. له دې مخکې د اماراتو هوايي شرکت اعلان کړی و، چې له دې هېواد څخه د ایراني وګړو راتګ یا لیږد منع دي.
🖌️: اسرائیل او عربي هېوادونه به له ماتې او زیان وژغورو - ټرمپ.
د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسرائیلو، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، کویت او بحرین څخه مننه کړې ده.
هغه ویلي: «دوی ډېر ښهول او مونږ به یې هم ماتې او زیانه ته پرېنږدو.»
🖌️: در حالی که حملات هوایی ایالات متحده و اسرائیل برای پنجمین هفته متوالی به ایران ادامه دارد، کمال خرازی، وزیر امور خارجه سابق ایران، در حمله به خانهاش در تهران به شدت زخمی شده است.
به گزارش رسانههای ایران، همسر خرازی در این حمله کشته شده است.
بنا به گزارشها، کمال خرازی، مشاور حکومت ایران، با پاکستان در مورد مذاکرات احتمالی ایران و امریکا همکاری میکرد.
🖌️: د چین بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې بیجینګ د خبرو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له حل ملاتړ کوي. د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ په یو رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ په فعاله توګه منځګړیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او اړیکو په ښهکولو کې به رغنده رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان او پاکستانيو استازیو ترمنځ نن (پنجشنبه د وري دیارلسمه) د چین په اورومچي ښار کې خبرې پیل شوې دي.
🖌️: امانویل مکرون، رئیسجمهور فرانسه، هشدار داده است که راهاندازی عملیات نظامی برای بازگشایی تنگه هرمز واقعبینانه نیست. او همچنین از دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا، انتقاد کرده و گفته است که اظهارات اخیر او در باره ناتو باعث تضعیف این ائتلاف میشود. مکرون تأکید کرده است که جنگ نمیتواند راهحل پایدار برای مسئله هستهای ایران باشد و باید از راهحلهای دیپلوماتیک استفاده شود. او افزوده است که تصمیم برای جنگ با ایران بهگونه یکجانبه از سوی ایالات متحده و اسرائیل گرفته شده و این عملیات مربوط فرانسه نمیشود.
🖌️: ناسا روز چهارشنبه مأموریت «آرتمیس ۲» را با چهار فضانورد با موفقیت به فضا پرتاب کرد.
این چهار فضانورد به نامهای رید وایزمن، کریستینا کوچ، ویکتور گلاور و جرمی هنسن، اولین کسانی هستند که پس از مأموریت آپولو ۱۷ در سال ۱۹۷۲ به سمت ماه پرتاب میشوند.این خدمه به دور ماه پرواز میکنند تا تجهیزات و فناوریها را آزمایش کرده و مسیر فرودهای آینده روی ماه را هموار کنند.
🖌️: دانلد ترمپ، رییسجمهور امریکا، روز چهارشنبه در گفتوگو با خبرگزاری رویترز گفته که ایالات متحده بهزودی و «بسیار زود» به جنگ خود با ایران پایان خواهد داد؛ اما تاکید کرده که در صورت نیاز، ممکن است برای «حملههای محدود» دوباره بازگردد.
همچنین، بر بنیاد گزارش رویترز، ترمپ قرار است تا ساعاتی دیگر در یک سخنرانی اعلام کند که کشورش در حال بررسی خروج ایالات متحده از «پیمان ناتو» است.
🖌️: احمد شرع، رییسجمهور سوریه، در جریان سفرش به بریتانیا با چارلز سوم، پادشاه این کشور، دیدار کرده است.
دفتر ریاستجمهوری سوریه با نشر این خبر گفته که دو طرف درباره راههای گسترش همکاری میان دو کشور در راستای تامین منافع مشترک گفتوگو کردهاند.
بر بنیاد خبرنامه، بریتانیا از سوریه و مردم این کشور اعلام حمایت کرده است.
🖌️: سرچینو طلوعنیوز ته ویلي چې د چین په اورمچي ښار کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې خبرې نن (پنجشنبه) پیلیږي.
افغان پلاوی چې شپږ کسیز دی او د درې وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازي پکې شامل دي، تېره ورځ چین ته رسېدلی دی. اخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم نن تایید کړه چې یو پلاوی یې له اسلامي امارت سره د خبرو په موخه چین ته استولی دی. د دغه وزارت ویاند طاهر اندرابي له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې د پاکستان اندېښنو ته ځواب د افغان حکومت مسوولیت دی.