د اسلامي أمت وېش او په مختلفو نومونو د دوی تقسيمېدل
د اسلامي أمت وېش او په مختلفو نومونو د دوی تقسيمېدل، د يو طالب العلم په حيث زما په نظر د مسلمانانو لهخوا کوم شعوري او پلان شوی کار نه دی، بلکې د هرې ډلې جوړېدل او د هر تقسيم تر شا د بد نيت څخه پاک احساسات او ځينې سياسي، قومي، جغرافيايي حتی د ځينو مسلمانو مشرانو مزاجي عوامل موجود وو چې په پيل کې دا کار يو طبيعي او عادي عمل ګڼل کېده، خو د وخت په تېرېدو سره دغو عواملو د ناخوالو رنګ خپل کړی، په مرور د زمان يې منفي اغېز شدت موندلی او دا د يوې کلمې، يوې قبلې، د يو کتاب منونکی أمت يې په داسې ډلو وېشلی دی چې اوس د مشترکاتو په دغو غټو نقطو د اتفاق سربېره بيا هم هره ډله بله د ځان دښمنه ګڼي.
په ټولنيزو شبکو کې د ځينو وروڼو لهخوا په دغو موضوعاتو چې عموماً د دوی د مزاج خلاف وي؛ يو څه وليکو نو توند غبرګون ښکاره کوي.
باور وکړئ چې زه پرې هيڅ نه احساساتي کېږم، ځکه چې زه يې درک کولای شم، هغه تصور چې دوی يې لري، يو څو کاله پخوا ما هم درلود، ما ته د دوی په اوسني احساساتي غبرګون کې خپلې خاطرې رايادېږي، هغه وخت چې زه هم د همدغو تنګو فکري دائرو په قيد کې بند وم، يوازې خپله فکري حلقه مې د نجات حلقه او ما وراء له دې حلقې مې يقيني انحراف، ګمراهي او دوزخ ليدلو، خو د الله تعالی په فضل له دغې حلقې راووتلم، اوس هغسې فکر باور نه لرم چې پخوا مې درلود، اوس کولای شم چې د اسلامي امت د ډلو د شته اختلافاتو تر شا د يو شمېر سياسي او فکري عواملو تحليل وکړای شم او يا اقلا په دې ځان ته قناعت ورکړم چې مخکې د دغو عواملو له پېژندلو د يو چا په اړه د ټاپو له لګولو او پر وړاندې يې د جنت او جهنم دروازو خلاصولو جرأت او جسارت ښه کار نه دی او بايد ترې ډډه وکړم.
کاش چې زما دغه فکري مخالف وروڼه هم دې اړخ ته توجه وکړي چې په دغو مسائلو کې احساساتي تفکر، جذباتي استدلال او يا هم عاطفي استنباط اصلا د هيڅ درد دوا نه ده، بلکې دا خپله هغه درد دی چې د دوا تلاش يې بايد وشي.
#مذهبي_اختلافات
#له_بلې_زاويې