له ځواکمن احمق سره جگړه!

اکتوبر 6, 2025 - 08:33
 0  26
له ځواکمن احمق سره جگړه!

د امریکا اوسنی ولسمشر په خپله کم‌ عقلۍ کي د ټولو طرفونو لپاره د خدای یو ستر فضل گڼل کېږي؛ ځکه هغه په تاریخ کي ثبتېدلو ته لېوال دئ او هر څوک ئې په همدې کمزورۍ لوبي ورسره کوي.

هغه په ځان کي دومره غرور او حماقت راټول کړی چي د زرگونو کلونو لانجمني سیمي لپاره د تلپاتي سولي راوړلو دعوه کوي. د همدې لپاره ئې د سولي تر نامه لاندي د تسلیمۍ پلان اعلان کړی او پر ناروا ځواک، خیانتکارانو او وحشیانو ئې تکیه کړې ده.

آیا داسي څوک نسته چي دې بې‌ عقل ته په غوږ کي ووایي: که مقاومت (اتلان) رښتیا هم تسلیم سي او وسلې ئې ترې واخیستل سي نو آیا ستونزه به حل سي او سوله به راسي؟! نه! بالکل نه!! بلکي بل څوک به راپاڅي او دې خپرېدونکي کار (آزادۍ) ته به دوام ورکوي. دا ستونزه ژوري ریښې لري، دا په مقدساتو او مذهبونو او په یو لړ پېچلو سیاسي او ټولنیزو شرایطو پوري تړلې ستونزه ده؛ طبیعتاً دا د یوې ډلي تر تسلیمۍ یا نه‌ تسلیمۍ ډېره ستره ده!

آیا یاسر عرفات په کمپ ډېويډ کي تسلیم نسو؟! آیا ستونزه هملته حل سوه؟! بیا ولي د آزادۍ بیرغ احمد یٰسین اوچت کړ!! د محمود عباس د تسلیمۍ نه ډکي څرگندوني ولي دا تشه نسي ډکولی؟!!

خو د سیمي اصلي ستونزه د یوې ډلي په تسلیمۍ یا نه‌ تسلیمۍ پوري نه ده تړلې؛ بلکي دا ستونزه له دیني، تاریخي او ټولنیزو عواملو سره ژور تړاؤ لري. که د دې ستونزي حل یوازي په تسلیمۍ کي موجود وی نو پخوانیو ځواکمنو واکمنانو به مخکي هم دا کار کړی وو.

په حقیقت کي د امریکا امپراتوري خپله ځان د کمزورۍ پر لور وړي. دا که څه هم د ټولو خواوو لپاره یو فرصت دئ خو اسلامي امت به ئې ځوروونکي کړاوونه تجربه کوي. ځکه اصلي ستونزه په موږ کي دننه هغه خاینان دي چي زموږ پر برخلیک واکمن دي؛ هېوادونه او گټي ئې پلوري او د پردیو د احمقانو او هوښیارانو سره په هره پرېکړه کي له فکر کولو پرته ملگرتیا کوي. لعنت پر هغوی او پر هغو چي د دوی ملاتړ کوي.

دا ناقص پلان نه دائمي سوله راوستلی سي او نه مؤثره حل لاره ده؛ بلکي د ملگرو ملتونو او ملتونو اتحادیې هغو په لسگونو ناقصو قرادادونو ته ورته ده چي ملعون قام تل خپل کثافات پرې پاک کړي؛ دا به د مقاومت د اتلانو لپاره یوه دمه وي؛ د هغوی د بیا منظم کېدلو یو نوی پړاؤ به وي؛ دا ټکر به د یوه تر بشپړي بریا پوري جاري وي او زموږ ایمان دئ چي حق بریالی کېږي او د ملعون قام وجود به له دې زمکي ورک کېږي؛ دا فطرت دئ او حتماً به خپل د تکمیل پړاؤ سرته رسوي. ان شاء الله العزیز

د اوس لپاره د اوربند د بریا څرک نه لیدل کېږي؛ ځکه د ۲۱ ماده اییز تړون لومړی ټکی دا دئ چي کلابنده سیمه به De-radicalized کړی سي، یعني له افراطيت څخه باید پاکه او یا د زمریانو له فعالیتونو او شتون څخه تشه کړل سي. دا چي دوه کلن پرله‌ پسې بمباردونو مقاومت مات نه کړ نو یو بې‌ حیثیته سند دا هدف څنگه ترلاسه کولی سي؟!