حفيظ الله امين ته چې کوم اشپز په شوروا کې زهر ورکړي و

اکتوبر 21, 2025 - 22:56
 0  30
حفيظ الله امين ته چې کوم اشپز په شوروا کې زهر ورکړي و

حفيظ الله امين ته چې کوم اشپز په شوروا کې زهر ورکړي و،هغه د ده اعتمادي آشپز روسۍ و،خو چې امين کله په شفاخانه په هوش راغلو،کوم ډاکټر چې ورباندې معده پاکه کړي وه،هغه هم روسۍ و،او وروسته  چې بيا کوم قومندان او د هغه قطعې په فزيکي لحاظ له منځه يوړو،هغه هم روسان و.

له دې پېښې ډېر کلونه وروسته د روسانو استبخاراتي اداره (کې،جې،بې) پوه شوه،چې دوی ته خپلو باروتو ورچاودلي دي،يا په بله مانا؛لکه لاس کې چې خپل ګرنيټ بم چاؤدنه دروکړي،دوی خپل سړی وژلی و،او له  دوی سره دغه چم د دوی ستر حريف امریکا کړی و.

ځکه چې امين دوی ته دومره نږدې او خپل سړی يې و،چې د ده اول آشپز او تکړه ډاکټر  هم روسان و،او ده پر دوی له حده ډېر اعتبار او وړ دوستان يې بلل.

ويل کيږي کوم وخت چې د زهرو خوړولو څخه وروسته په ښه کيږي،نو د جګړې او مرمیو غږونه اوري،هغه فکر کوي لکه چې کومه کودتا روانه ده،خپل ياور ته وايي چې زموږ ملګرو ( روسانو ) ته مخابرې وکړئ چې مرسته وکړي،هغه ورته وايي چې ملګرو ( روسانو )راباندې حمله شروع کړي ده.

ويل کيږي چې امين ډېر تکړه سړی و،کچېرې د کې جي بي له دغه شوم پلان څخه يو ساعت مخکې خبر وای،دوی ټول به يې له منځه وړي وای،خو ډېر رټ يې غافل ګير کړی و.

افغانان په عموم کې په دوستۍ او حتا سياست کې هم ډېر خوشباوره خلک دي،او اخير کې يې همدغه خوشباوري د زوال انجام شي.

کاپي