له حزب اسلامي پرته د نورو ګوندونو زرګونه جريبه ځمکو د غصب دوسيې راووتلې

اکتوبر 22, 2025 - 22:08
اکتوبر 22, 2025 - 22:39
 0  44
له حزب اسلامي پرته د نورو ګوندونو زرګونه جريبه ځمکو د غصب دوسيې راووتلې

محمد خالد عمر

 

د افغانستان جهادي تنظیمونو او ډلو يو له بله د دښمنۍ تر کچې اختلافات لرل او د همدې اختلافاتو او جګړو له وجې موږ/ ملت سختې بدې ورځې وليدلې.

د جهادي تنظیمونو په منځ کې حزب اسلامي داسي وو چې تقريباً نورې ټولې جهادي ډلې ورسره ورانې وي او د حزب پر خلاف د هغوي ټولو ترمنځ يوه خبره/ تور/ اعتراض او ادعا هميشه مشترکه وه او هغه داچې : د افغانستان له جهاد سره د کېدونکو مرستو له ډلې ۶۰ يا ۷۰ سلنه مرستې حزب اسلامي ته ورکول کيږي او متباقي يې ددې نورو تنظيمونو ترمنځ ويشل کيږي او د هغوی ادعا داوه/ ده چې ددې لامل پاکستان او له حزب څخه د پاکستان ملاتړ او ننګه وه.

ددې تور په وړاندي د حزب موقف داوو چې: د افغانستان د جهاد ۶۰ يا ۷۰ سلنه برخه، جبهات، مجاهدين او ملت په دوی پورې تعلق لري؛ نو ځکه د جهاد لپاره د راتلونکو مرستو او امکاناتو لویه برخه بايد د دوی په واک کې وي.

زه دلته ددې مخالفتونو، تورونو او دفاعيو په اړه هيڅ نظر نلرم، پر هيڅ طرف يې د حق او پر مقابل يې د ناروا او ملامت قضاوت هم نکوم اما غواړم ددې پخوانۍ منازغې په اړه ددې څو کرښو مقدمې په رڼا کې د حال يوه کوچني او موردي واقعيت ته اشاره ولرم:

موږ د جمهوريت پر مهال په واک او اقتدار کې د دخیلو جهادي ډلو او مشرانو هرڅه وليدل او پرې بحث او شرحې ته هيڅ اړتيا نشته، اوس صرف د اسلامي امارت له لوري د سرکاري ځمکو د غصب موضوع ته اشاره کول غواړم او هغه په دې شرحه چې:

تاسي ټول وينئ او ګورئ چې په هرو څو ورځو، يا اونيو کې رسنۍ راپور ورکوي چې د عدليې وزارت او د مغصوبه ځمکو د استرداد کميسيون پلانی ښارګوټۍ او پخوانۍ استوګنيزه يا سوداګريزه سیمه غصب شوې اعلان کړه او اوسيدونکو ته يې د تخلیې امر کړی.

دغه اکثره غصب شوې ځمکې، ښارونه او ښارګوټي د جهادي مشرانو، د هغوی د خپلوانو او اړوندو قوماندانانو له لوري غصب شوي.

په تيرو دريو څلورو کلونو کې ما هيڅ داسي مورد ونه موند چې غصب دې شوی وي او هلته دې د کوم زورواکي او سیاسي، نظامي شخص دخالت پکې نه وي.

په دې منځ کې چې د ځينو سیاسي او جهادي ډلو د پنځمې، شپږمې او حتي لسمې درجې قوماندانانو هم پکې بشپړ بشپړ ښارګوټي لاندي کړي او حتي د پيروانو په څير هغه تر ټولو کوچنيو او بې اغيزو مذهبي او جهادي ډلو چې په اړه يې د نورو مجاهدينو ترمنځ دا قول مشهور وو چې: په افغانستان کې به څوک دوه شیان ثابت نکړي، يو د هندو قبر او بل د پيرانو او حضراتو جهادي جبهې (دا نقل قول دی او په ما پوري هيڅ تعلق نلري) هم د زرګونو جريبه ځمکو د غصب دوسيې راووتلې اما د حزب اسلامي مشر په کابل کې په يوه څلور بسوی کرايي کور کې اوسيږي او هغه د پوهنتون، شفاخانې، مسجد او کور لپاره قرارداد شوې ځمکه هم اوس په واک کې نلري.

دا دې صرف يو تاريخي یادداشت پاتي وي او هغوی ته دې يو ژوندی ثبوت وي چې ددې برعکس فکر او باور يې لاره.