حزب اسلامي تر بل هر چا زيات د طالبانو ننگه او مرسته كړې – دريمه برخه
مولوی عبد الرحمن سليم
حزب اسلامي تر بل هر چا زيات د طالبانو ننگه او مرسته كړې، نه ئې د دوى په لومړي راڅرگندېدو كي مقابله كړې او نه په دوهم ځل كي؛ په دوهم ځل كي نور ټول گوندونو د دوى خلاف د جنگ لار غوره كړه، له ناټو سره يو ځاى كابل ته راغلل او ووتل؛ او نن له اروپا او امريكا د دوى خلاف د جنگ شعارونه وركوي او له ناټو او امريكا غواړي چي بېرته افغانستان ته راشي او افغانان د طالبانو له شر وژغوري؛ دا همغه گوندونه دي چي د طالبانو ډېرى غړو له هغوى سره بيعتونه كړي وو؛ له همدغو رابېل شول او په كويټه كي ئې د طالبانو تحريك جوړ كړ او لومړۍ جگړه ئې د حزب اسلامي خلاف پيل كړه؛ له سپين بولدك تر چهار آسياب پوري ئې د حزب پر مجاهدينو بريدونه كول او د كابل ائتلافي حكومت په دې جنگ كي د دوى مالي او نظامي مرسته كوله؛ رباني او سياف د بي بي سي او امريكا غږ له لاري خپلو غړو ته ويل: طالبان د سولي كوتري دي؛ مرسته ئې وكړئ؛ دغو غربي رسنيو هم د طالبانو دومره ستاينه كوله چي له دوى ئې د سولي او امنيت فرشتې جوړي كړې وې؛
د دوى څو كارونه ئې ډېر زيات ستايل:
1- د افغانانو بې وسلې كول (همغه د ډي ډي آر پروژه چي د افغانستان له اشغال وروسته امريكا ملياردونه ډالر پرې ولگول؛ چي د طالبانو له لوري پيل شوې پروژه بشپړه كړي؛ طالبانو دوى ته وړيا تر سره كړه؛ اول ځل هم اوس هم)،
2- د مجاهدينو خلاف جنگ،
3- د مخدره موادو مخنيوى؛ په داسي حال كي چي د افغانستان او نړۍ په كچه د مخدره موادو تر ټولو ستر ستر قاچاقچيان د طالبانو مشران ول او لا دي.