ما خپل د ژوند ملګري څنګه وپېژنده؟
ضياء
په روغتون کې د انتظار په خونې کې زه هم د هغو سلګونو ښځو له ډلې سره ناسته وم چې د خپلو میړونو، زامنو او وروڼو د جسدونو او جنازو د پېژندنې په تمه وې. فضا کې یو بې ساه چوپتیا خپره وه، خو د دې چوپتیا تر شا ناهيلۍ، سوځيدلې ساهونه او د ماتو زړونو چیغې پټې وې.
مخامخ د ټلویزیون په سکرین د جنازې په نوم د غوښې ټوټې ښودل کېدې او دغمجنو کورنيو غړو د نښو په اساس پېژندلو ته هڅې کولې. څو میاشتې تېرې شوې وې له هغه ورځې چې اسرائيلي پوځ زما مېړه حامد القریناوي له ځان سره یوړ. مافکرکاوه چې ماښام به بیرته راشي. خو هغه ماښام هېڅکله را نغی هو اوس هغه راستون شوی دی — خو د جنازې په څېر. خو هغه هم څنګه جنازه!؟پر مخونو يي هېڅ بڼه نشته، کالي څنډېدلي او شلیدلې دي د بدن برخې ورکې دي. داسې کومه نښه نشته چې څوک یې یو له بله وپېژني.
ځینې مېندې د خپلو زامنو د جنازو تر څنګ کښېني او اوښکې تویوي، ځینې خویندي په چپ اوساکت ډول یوازې د اوښکو په ډکو سترګو هاخوا دیخوا ګوری او راګوري.
ما هم دسکرین پرمخ په ښودل شوېو جنازو کې دخپل مېړه د پېژندلو هڅه کوله، خو هر ځل به مې زړه ټکان وخوړ. یو مخ او بدن هم سالم نه و چې په اسانۍ وپيژندل شي.
ځینی یی د ټانکونو لاندې ټکول شوي اوخچ پچ شوی وو او ځنی ټوټی ټوټی وو. بيا پدي وخت کي یوه بله جنازه راوړل شوه چې د هغې په ښي غاړه د زخم نښه او د ملا په ټيټې برخې يو پخوانی زخم و —
هماغه چې له “مسیراتِ العودة” په وخت ورته جوړ شوی و. په لرزیدلي غږ او رپیدلو شونډو مې وویلې چې کېدای شي دا زما حامد وي. زه يي دننه بوتلم، د هغه مخ مې و پیژانده او ښکول می کړو، په نوکانو کې می ځاې يو څه درزونه وموندل — بالکل هغه شان چې حامد په لاسونو کې به وو. ما نه شول ژړلی. بس دومره می وويل: «هو دا زما خاوند دی... دا زما حامد دی.» خو د غم يو بل څپه هله راغله.چه کله ما ولیدل چې پر بدن يې د ډنډو او کوتکو د وهلو نښې وې، حال دا چې هغه دمخه د ګولۍ په واسطه شهید شوی و. مطلب دا چې اشغالګر پوځ نه یوازې هغه وژلی و بلکې د هغه د مړینې وروسته هم پرې تشدد کړی و. د هغه د لاس ګوتی پری شوی وي؛ ډاکټرانو وویل چې اسرائيلي پوځ له هر جنازې څخه د DNA لپاره یوه برخه په قصدي ډول پری کوی. خو زه پوهيږم چې دا يواځې علمي عمل نه دی — بلکې بل بې حده اذیت او عذاب دی چې دوی مړو ته ورکوي څو ژوندي یې هم وځوروي. زما زړه غوښتل چی چیغه کړم، خو زما درې ماشومان زما سره وو. ما هغوی کلک ونیول، د هغوی اوښکې مې پاکې کړې او ورته مې ویې ویل: «نن ستاسې پلار درته بیرته راغې — هغه اوس آزاد دی، موږ به د هغه قبر ومومو او موږ به ورته دعا او سلام ووایو.» ما هغوی ته هغه ورځ نوي جامې واغوستې، ویښتان مې ورته په تېلو غوړکړل او خوشبويي مې پرې وکاروله. خلکو وویل: «افنانه، نن د غم ورځ ده، نو ولې خوشبويي؟» ما ورته ځواب ورکړ: «نن د شکر ورځ ده. اوس زه پوهېږم چې هغه چېرته پروت دی، زما انتظار ختم شو.» ما د حامد مخ په آخر ځل وليدو، په هغه زخم مې لاس کېښود چې په ګولۍ لګېدلې وو
او په زړه کې مې ویې ویل: «ما تا وپېژندلې، ای زما سرتاجه... اوس به دی خاورو ته وسپارو، په هغه کاليو کې نه چې ته پکې بندي وی، بلکې لکه د جنت د واده دزلمی په شان.» او پدي توګه هغه تمې چې د میاشتو میاشتو راهیسې مې شپه پری روڼه وله، د څو خاموشو خو مقدسو اوښکو په صورت کې پای ته ورسېدی. اوس هر سهار چې زه خپل ماشومان له ځان سره د هغه قبر ته بیایم ، هغوی ته وایم چې دا خاوره یوازې د دوی د پلار نه ده — دا د هر هغه انسان ګواه ده چې د حق لپاره یې ځان قربان کړ او د مرګ نه وروسته هم د دښمن د ظلم څخه ونه بخښل شو. دا زما پېژندنه ده، دا زما وياړ دی، دا زما کيسه ده. زه د دردونو د دروازو، د غمو د کور، د جګړې اتلو د غزې افنان القریناوي يم او ما خپل د سرتاج حامد وپېژند.