د افغان - پنجاب کشالې تر شا خطرناکې سناريوګانې !

نومبر 23, 2025 - 19:50
 0  77
د افغان - پنجاب کشالې تر شا خطرناکې سناريوګانې !

له پاکستان سره د فرضي پولې تړلو ؛ ډېری بزګران د پولۍ پړک ته کېنول ؛ نه پوهېږي خپل محصولات چېرې او په چا

و پلوري !! بڼوالو ته په ټنونو ټنونو مېوې پرتې دي ؛ نه يې ساتلی شي ، او نه يې سوداګر ترې اخلي ؛ حتا ډېری سوداګر د بزګرانو له نياز نه سؤ استفاده کوي ؛ ترخوږ ګوته يې نيسي ، اود لاس په تڼاکو ګټلي توکي يې ؛ په داسې بيه ترې غواړي چې د سرې او انبار قېمت هم نه شي پوره کولی !! ډېری بزګران حتا خپلو ښارونو ته هم د خپلو محصولاتو د لېږد توان نه لري ؛ دوی په دې هم نه پوهېږي چې خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره څنګه خوندي کړي ؛ ځکه چې نه سړې خونې لري ، او نه يې د ساتلو چل ورځي !!

ياد ربړه په داسې حال کې را پېښه شوې چې لا هم له پاکستان سره مخامخ جګړه نه ده پيل شوې ؛ بلکې يوازې ترانسپورټي لارې بندې شوې دي !!

دا موضوع موږ ته دا راښيي چې د جنګ پېښېدو په صورت کې به دلته نورې کومې ننګونې را ولاړېږي ! هلته چې په زرګونو ټپيان پراته وي ؛ زرګونه ټنه محصولات وراسته شي ؛ بزګرانو ته ميليونونه ډالره تاوان واوړي ؛  ګاونډيان د افغانانو د ورتلو لارې بندې کړي ؛ د افغانۍ ارزښت را ولوېږي ؛ نرخونه اسمان  ته وخيژي ، او ۹۰ سلنه افغانان لومړنيو اړتياوو ته لاسرسی و نه لري ... ؛ په داسې صورت کې به څوک موږ ته لاس راکړي !؟ څوک به راسره وژاړي!؟ څوک به د کوم زخمي علاج وکړي ؟ څوک به د افغانانو معيشت تأمين کړي ؛ او بالآخره څوک به ددې ضمانت وکړي چې له قوم به چيغه نه راولاړېږي او فرياد به يې په توپان نه اوړي؟

متأسفانه پر دغو مسائلو هيڅوک فکر نه کوي ؛ بلکې ډېريو د جنګ دانه اخيستې ؛ هغه هم په تش لاس او ناچیزه امکاناتو !!

ددې حالاتو ايجاب خو دادی چې د ملت په کچه اجماع وشي ؛ له هر خېل ، او هر نهاده استازي راوبلل شي ، او يوې ملي پرېکړې ته لاره هواره شي . دا مسؤوليت يوازې افغانستان ته نه ؛ بلکې پاکستان ته هم متوجه دی ، دواړه لوري بايد په خپل موقف کې تجديد نظر وکړي ؛ د هغو جګړو مخه ونیسي چې طراحان يې اساساً بل څوک دي ، او انجام يې هم د هغوی په ګټه !!

دېته مو پام وي چې ددې جګړو تر شا لوی لوی لاسونه کار کوي ؛ سناريو ګانې يې بل څوک جوړوي ؛ خو ممثلين يې له ما او تا ټاکي !! پايلې يې هم د هغوی په لاس کې دي ؛ د دوام او نه دوام پرېکړې يې هم هغوی کوي !!

د اکراين - روسې په جګړه کې هيليري کلنټن وويل :

« بايد دا جګړه هومره اوږده کړی شي چې دواړه لوري سره ستړي شي او روسان د اوږدې مودې لپاره پکې ښکېل پاتې شي .... »

له دېنه قياس کولی شئ چې د نړيوالو جګړو ډيزانران څوک دي او څرنګوالی يې د چا په لاس کې دی !!

په ۲۰۰۳ يم کال ؛ په جنوبي سوډان کې د عيسويانو او انيميسټ قبايلو د بغاوت څپان را ولاړ شو ، د باغيانو تر شا د لويو هېوادونو لاسونه وو ؛ او په تدريج يې ياد بغاوت نور هم مواج کړ ... ، په ۲۰۰۵ زېږديز کال د امريکا او اروپايي هېوادونو له خوا د سوډان په ولس مشر( عمر بشير ) فشار راوړل شو چې له عيسويانو سره يوې هوکړې ته کېني ؛ بالآخره پرېکړه و شوه چې شپږ کاله به د جنوبي سوډان خلک نيمه خود مختار حکومت ولري ؛ شپږ کاله وروسته به د ټول پوښتنې له لارې معلومېږي چې له شمالي سوډان سره يو ځای کېږي ؛ که خود مختار حکومت غواړي !!

په ۲۰۱۱ کال د امريکا تر اشراف لاندې ټولټاکنې وشوې ، ۹۸ سلنه خلکو د خود مختار حکومت غوښتنه وکړه ،  د جولای په نهمه نېټه عيسويانو رسماً له شمالي سوډان نه پرېکون اعلان کړ ، او د تېلو سرچينې يې هم په خپل ګورت کې واخیستې !!

اوس هلته امريکا خپل ستراتيژيک پلانونه عملي کوي ؛ مديريت يې د امريکا په لاس کې دی ، او د اقتصادي زېرمو ګټه يې هم هغوی ته رسېږي !!

ددغه تحول آر موخه دا وه چې امريکا په هغې سيمه ستراتېژيک کنترول و لري ، د عمر بشير نظام کمزوری شي ، او غرب ته  د خپل نفوذ پراخېدو موکه په لاس ورشي !!

سوډان له همغې پېښې وروسته ؛ بيا په پښو و نه درېده ، نورې جګړې پکې رامنځته شوې ، او اوس د محمد حمدان اقلو

« هميدتي » ګروپ هم پکې د « امن او يو والي » په نوم جلا وطن حکومت اعلان کړی دی !! ددې غورځنګ تر شا هم پردي لاسونه کار کوي ؛ ځينې يې معدنياتو ته غله دي ، ځينې يې د يو بل مستقل هېواد ستراتيژي لري ، او ځينې پکې نور نور خطرناک پروګرامونه پرمخ وړي !! اوس د سوډان جګړه له کنتروله او له داخلي حدودو وتلې ، هلته اوس د کولمبيا ، چاد ، ليبیا ، سوريې ، او روسي واګنر کرايي جنګيالي په جګړو بوخت دي ؛ ځکه خو يې صغرا قيامتونو ته لاره هواره شوې !! په تېر اکتوبر کې د

 « جنينه » ښار ۵۰۰۰ انسانان د جګړه مارو لوريو په لاسونو ووژل شول ، حتا يو تن پکې په يوازې سر ۸۰۰ تنه بې ګناه انسانان د ژوند له نعمته بې برخې کړل !!!

د جنګ طبيعي پايلې همدا وي چې جګړه ماران له کنتروله وځي ؛ او د بلها نورو فاجعو زېږون ته لاره هواروي!!

د پاکستان او افغانستان جګړه هم همدغسې خطرناکې پايلې لري ؛ دلته به هم فاجعې را ولاړېږي ؛ پښتون به د پښتون په مقابل کې درول کېږي ؛ پرديو ته به د لاسوهنو چانس په لاس ورځي ، او دا جګړه به په سوکه سوکه د دواړو هېوادونو له کنتروله وځي !! ځينې ګمان کوي چې دا جنګ به د لر او بر پښتون په يو والي منجر شي او موږ به د ډیورنډ لعنتي کرښې له جنجاله خلاص شو !! دوی دانه سنجوي چې « استعمار » ولي پښتانه په لر او بر ووېشل ؟ ولي يې بلوڅان په درې هېوادونو تقسيم کړو ؟ د څه لپاره يې کشميريان يوه برخه له پاکستان او بله يې له هند سره يو ځای کړل !؟ د ۱۹۴۸ م کال په اپرېل کې امنيت شورا پرېکړه وکړه چې کشميريان د عمومي ريفرنډم له لارې خپل برخليک وټاکي ؛ ( له هند سره يو ځای کېږي ، له پاکستان سره پيوستون اعلانوي ، او که مستقل کشمير غواړي .... ) ؛ خو دا پرېکړه د کاغذ پر مخ پاتې شوه ؛ کشميريان بيا هم يوه لويه برخه د هند ، او بله برخه يې د پاکستان په ګورت کې ځکه ورکړی شوه چې له يوې خوا ښکېلاکګر له واحد کشمير سره مخالف دي ؛ له بلې خوا يې دوی له اختلاف نه ګټه اخلي !! که کشمير سره يو شي ؛ د هند - پاکستان جګړه به هم ورسره ختمه شي ؛ او که د دواړو ترمنځ وېشل شوی وي ؛ نو دواړه لوري به يې د اشغال لپاره ؛ چاړه او غوښه وي !!

کټ مټ ورته سناریو د « ډېورنډ لين » تر شا هم پټه ده ؛ ځکه خو يې لوی هېوادونه پاڼه نه را اړوي !! هغوی عمداً پر دغه خط موږ او پاکستان متنازع ساتي ؛ همدغه خط زموږ او پاکستان ترمنځ توره پيشو تېره کړې ؛ ځکه خو يو پر بل باور نه شو کولی ، او ځکه خو وخت پر وخت زموږ او هغوی ترمنځ د جګړو سبب ګرځي ....!

په جمهوريت کې دلته پرتو بهرنيانو ډېر ځلې ډېورنډ لاين د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي خط په توګه ياد کړ ؛ دا ځکه چې هغوی يې زموږ او پاکستان ترمنځ د جګړو دايجاد لپاره د يو « سبب » په توګه ساتي .... !

استعمار په دې نه بسيا کېږي ؛ بلکې د پښتنو اختلاف ته نورې سناريو ګانې هم په پام کې لري ؛ که ( خدای مه کړه ) د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه را منځته شي ؛ نو ډېری قربانيان به يې ځکه پښتانه وي چې د جګړې خط ته نيږدې پراته دي !! که په دې جګړه کې د پښتنو هرلوري ته زيان اوړي ، کسات به يې له پښتون اخيستل کېږي !! نه زموږ مرمۍ پنجاب ته اوړي ، او نه پنجاب ته د پښتون پر سينه تېرېدل ممکن دي !! همدا اوس لر پښتانه په څو ډلو تقسيم شوي ؛ ځينې يې زموږ په نسبت پنجاب ته ترجيح ور کوي ؛ ځينې يې په جنګ کې ښکېلېدل نه غواړي ؛ ځينې يې د عقيدې په لحاظ پردي پال دي ، او ځينې نور يې په ټي ټي پي او داعش وېشل شوي دي ، آيا ممکنه ده چې دوی په متحد ډول د افغانستان په ګټه پرېکړه وکړي ؟ آيا هغوی خپل امتيازات او مرفه ژوند له افغانستانه ځارولی شي ؟ آيا په جماعت اسلامي ، جمعيت علماء پاکستان ، جمعيت علماء اسلام ،سپاه صحابه ، نشنليانو ، پښتونخوا او نورو لسګونو ډلو کې وېشل شوې پښتانه د افغانستان په ګټه اجماع ته رسېدای شي !؟ که ځواب نه وي ؛ نو بيا يې له برو پښتنو سره د الحاق شونيتيا ته څنګه زړه ښه کولی شو !