مظلوم پاچا او هوښیار سیاستوال

نومبر 29, 2025 - 20:55
نومبر 29, 2025 - 21:33
 0  54
مظلوم پاچا او هوښیار سیاستوال

مولانا محمد عليم بسمل

 

ضعف او کمزوری یوازې په انسانانو کې نه بلکې په الوتو نکو مارغانو او څارویو کې هم جرم دی.

علی اکبر وايي:

برو قوی شو اګر راحت جهان طلبی

که درنظام طبیعت ضعیف پامال است

کمزوري ته پکار دي چې د عقل په معجزه دنمرود په اورکې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

له زورور سره یوازې زور وهل او له فکره کار نه اخیستل دامریکايي پلاستیکي هتکړیو مثال لري؛ امریکانو یو ډول هتکړۍ در لودې چې زور به دې ورسره واهه لا به ټېنګېدلې.

البته زما هدف دانه دی چې دتل لپاره داسې موقف غوره کول پکاردي، ځکه چې ډېری وخت یا په ځینو جغرافیو کې له زور پرته هرشي ناکام شوی.

جورج برنارد شو وايي: سیاست د دې خبرې نوم دی چې تېږې ته د لاس کولو لپاره د فرصت موندلو په موخه سپي ته صاحب ووايي.

نو زه هم د الشرع روان حالت د همدومره وخت موندلو لپاره تاییدوم.

کله چې رومیانو په ۷۹م کې اورشلیم تر خپلې ولکې لاندې راوست، یهودان یې وشړل او دنړۍ ګوټ ګوټ کې تیت او پاشان شول، دوی له صبر او زغم څخه کار واخیست علم فن، او تجارت ته یې مخه کړه ۲۰۰۰ کاله پس یې بېرته نه یوازې هغه ځای ته ځان را ورساوه چې غوښتل یې، بلکې داسې یو مزل یې وکړ چې اوس دادی په ټوله دنیا راج چلوي.

په دې هر څوک پوهېږي چې که یهودانو هغه مهال له زوره کار اخیستی وی علم او کارته یې مخه نه وی کړی اوس به د ځمکې په مخ موجود نه وی.

د یهودانو تاریخ ته مې د دې لپاره اشاره ونکړه چې الشرع دې هم دوه زره کاله مزل وکړي بلکې موخه مې داده چې ځینې اهدافوته رسېدل د پیړیو مزل غواړي.

یوازې د زور او جذباتو پایله د بایزید یلدرم او د محمد خوارزمشاه په تاریخ ښه روښانه ده.

تاتاریانو چې دښامار  په څېر نزدې ټوله اسلامي نړۍ تر ستوني تېره کړه لامل یې  د محمد خوارزمشاه بې فکري وه، خو بېرته چې دا ښامار رام شو هغه دمسلمانانو د علم او فکر  یعنې د دعوت برکت و.

احمد الشرع په خندا او مسکۍ مسکۍ کتلو کې یو عالم مایوسي په څپو ده.

دغه خندا د مینې خندا نه بلکې د مجبوریت خندا ده او که د هدف له زاویې ورته وګورو نو سیاسي خندا به ورته ووایو.

د الشرع د ملت او وطن غاړې ته داسې هتکړۍ پرته ده که زور ووهي زندۍ کیږي.

 د یو چا د شر څخه د ځان ساتنې لپاره د الشرع غوندې سیاست غوره کولو شرعي جواز هم لري.

په بخاري شریف کې یو حدیث دی زه سیاسي حدیث ورته وایم ډېر مخکې مې اراده وه چې یوه مستقله لیکنه به پرې کوم خو ورته برابر نشوم اوس یې دلته ولولئ.

یوتن له نبی علیه څخه د ورتلو اجازه وغوښته.

مخکې له دې چې هغه دېننه راشي نبی علیه السلام یې په اړه وویل: بئس العشیرة وابن العشیرة ( هغه ډېر کم اصل سړی دی)

کله چې کېناست نبی علیه السلام یې قدر وکړ او په ورین تندي یې خبرې ورسره وکړې.

چې لاړ،عائشې رضی الله تعالی عنها د پوښتنې په ډول وویل: هغه ته دې پس شا داسې وویل، خو چې راغی بیا دښه وضعه ورسره وکړه؟ نبی علیه السلاام جواب کې وفرمایل: ځینې کسان داسې دي چې خلک د دې لپاره ډډه ترې کوي چې له شر نه یې په امن وي داخلک د قیامت په ورځ د خدای په وړاندې ډېر شریر دي.

رب دې زموږ او دشرع او داسلامي نړۍ دټولو مسلمانو پاچاهانو خاتمې په خیر کړي.

ربنا انت ولینا فی الدنیا ولآخرة توفنا مسلما والحقنا با لصالحین

آمین