د خرافاتو څپان

دسمبر 1, 2025 - 21:51
دسمبر 1, 2025 - 22:10
 0  29
د خرافاتو څپان

ډېری مسلمانان که له يوې خوا په خرافاتو لړلي دي ؛ له بلې خوا په داسې ضعيفو او بې ضرورته موضوعاتو شخوند وهي چې نه يوازې اسلام ته يې ګټه نه رسېـږي ؛ لا چې پر بدنامۍ يې تمامېـږي  !!

دا ستونزه يوازې په ځينو مزخرفو پيرانو کې محدوده نه ده ؛ بلکې ناپوه صوفيان ، بې علمه ملايان ، متشدد داعشيان ، ځينې تکفيـري سلفيان ، متعصب مذهبيان ، او په ځينو روايت ځپليو کړيو پورې تړلي شيخان  ، ټول په دې مرض اخته دي !!

څوک په يو عنوان اسلام ته ضرر رسوي ، څوک يې پر بل !!

څوک پر هغو رواياتو شخوند وهي چې په جوماتونو کې چاودنې او د مسلمانانو حلالول پرې روا کړي ؛ او څوک داسې خبرې مېډيا ته باسي چې نه له اسلام سره اړخ لګوي او نه يې انساني عقل منلی شي !!

پير صیب د کرامت پر وزرو د خپل مريد ګور ته ور ننوتلی او له عذابه يې بچ کولی شي !!

شيخ صیب په سلګونو کيلو متره لري زمری په کوزه ويشتی شي !!

د اقتصادي فقر په مهال که مريد  هره ورځ  13 ځلې له خپل مُرشد نه غيابي استعانت و غواړې ؛ له فقره به خلاص شې !!

مرشد کولی شي ؛ د چا د زړونو بوخڅې را وسپړي او پر پټو اسرارو يې خبر شي !!

سیيدان ټول جنتيان دي ځکه خو يې مخالفت کبيره ګناه بلله کېږي !!

پير صيب د کرامت پر الوتکه کې لمونځ کعبې ته رسوي !!

آ پلانی صيب د خپلې سيمې متصرف دی ؛ او هلته را پېښېدونکي حوادث ټول دده د ولايت په قومانده را منځته کېږي !!

هاغه بل شيخ تر زر ځلې دېر خدای په خوب ليدلی ؛ تر عرشه تللی او له خدای سره يې د کرامت پر مټ خبرې کړې دي !!

او ام ايمن د پيغمبر عليه السلام بولې څښلې دي  او پيغمبر عليه السلام  نور صحابه  هم له داسې کاره نه دې منع کړي (؟) !

او هاغه بل غوث خو پر دېوال سپور د هلمند - قندهار لاره لنډوي!!

دا هغه موضوعات دي چې ياد شيخان يې رسنيو ته باسي او نړۍ پرې کټ کټ خاندي !! عجيبه داده چې دا جنابان دا ډول مزخرفات کله د چا ولايت ګڼي او کله يې د الله جل شانه پر مبارک پيغمبر ور تپي !! دوی نه پوهېږي چې دا ډول خبرې  اسلام او پيغمبر ته يې څومره زيان اړوي !! دوی دا هم نه شي درک کولی چې دې ډول مزخرفاتو که له يوې خوا اسلام ته د زرګونو متمايلو انسانانو تمايلات پر بله واړول ، له بلې خوا يې له اسلام نه ناخبره  مسلمانان الحاد ته و هڅول او کټ مټ د پرون ملحدينو  ياد تازه شو !! شايد دا جنابان په دې خبر نه وي چې پرون ډېری کسان ځکه د کمونيزم غېږې ته ولوېدل چې ددغسې شيخانو په پڅ او بې انکشافه اسلام قانع نه وو !! دا پرون يو چا ويلي ؤ :

« په خدای قسم د شيخانو مزخرفاتو مې عقيده زيانولې !! »

الله تعالی دې وکړي چې طالبان دې ستونزې ته متوجه شي او د دې ډول مزخرفاتو رسنيز کولو ته کلک پاټک واچوي .

موسی شفيق په يوه قطعه کې ؛ پيغمبر عليه السلام ته د شکوې په بڼه وايي :

درنه ځار شم سر را پورته کړه يو ځلې

په آشنا جامو کې ورک يې ستا پيغام کړ

په آسانه پکې سا ايستل حرام دي

هومره تنګ يې ستا پراخ ښکلی نظام کړ !!