د ټرانزیټي او سوداګرۍ مقابله کې احتياط، توازن او وښیاري
دوکتور عبد الحميد جليلي
نن افغانستان د داسې څلورلارې مخې ته ولاړ دی چې د تاریخ په حافظه کې یې ډېر کم ورته حالت لیدلی دی. له یوې خوا د ګاونډي سیاستونه زموږ پر برخلیک پر اوږه سیوري اچوي، او له بلې خوا د سیمې تمې او حسابونه زموږ له اقتصادي تنفس سره تړلي دي.
پاکستان د باغونو د رنګونو په موسم کې د ډیورنډ دروازې تړي، او د خپلې ګټې پر مهال د انسانیت نعره وهي. دا هغه سیاست دی چې وخت لري، خو وجدان نه لري.
لومړی بحث: د ټرانزیټي او سوداګرۍ مقابله کې احتياط، توازن او وښیاري
په دې مرحله کې يواځې او يواځې احساساتي تصمیم نه د ثبات ژمنه ورکوي، نه د ګټې ضمانت کوي. مقابل عمل یواځې د غبرګون په توګه نه، بلکې د یوه منسجم او ژور فکر لرونکي جیو-اکونومیک سیاست د یوې وسیلې په توګه کارول پکار دي.
هو، مونږ پر پاکستان د يو طرفه د ترانزیټ د فشار تکراري ناکام سیاست ازمویلی، خو دا هم حقیقت دی چې زموږ واک باید د متوازنو انتخابونو پر پراخ میدان ولاړ وي، نه د یو هېواد د اجارې تابع که هغه هر هيواد وي
له یوې خوا دغه ډول غبرګون جرئت اړین دی، خو له بلې خوا د دې جرئت د استعمال هنر ډېر مهم دی. په ایران، منځنۍ اسیا او نورو لارو د ممکنه بدیلونو پر مهال هم باید د غیرمتوازن تکیې خطر هېر نه شي. توازن هغه وخت رامنځته کېږي چې فشار—نه د ځان د سوځولو لپاره، بلکې د خپل اقتصادي ځای د تثبیت لپاره—وکارول شي.
دوهم بحث: د خلکو ملاتړ د عليا مصالحو لپاره دی، نه د حکومت د مطلق تقدیس لپاره
اوسني چارواکي باید په دې روښانه پوه شي چې ملت ولاړ دی، غږ یې یو دی؛ خو دا یووالی د اصولو لپاره دی—نه د هرې داخلي پرېکړې د ستاینې لپاره.
دغه ملاتړ د پاکستان د فشار پر وړاندې د ملي عزت د دفاع لپاره دی، نه د دې لپاره چې په کور دننه انحصار، اختناق، یو طبقاتي حاکمیت، یا د ګډون له محدودېدو سره د ملت د رایې ځای ناستې پرېکړې مشروعه شي.
ملت ملاتړ کوي، خو چک نه لاسلیک کوي.
ملت غږ پورته کوي، خو د مطلق تابعیت نښان نه وټومبي.
حکومت د بهرني فشار په مقابل کې خامخا ولس لري، خو د داخلي انحصار، بېمشاركته تصمیم، او د طبقاتي حاکمیت په مقابل کې د ولس اجازه نه لري.
نو ځکه پدي حساس او تاريخي پړاو کې د ملي مشارکت د دروازو پرانیستل اړتیا نه ده—مسؤولیت دی.
ثبات هغه وخت رامنځته کېږي چې ټول ملت، ټول فکرونه او ټول ظرفیتونه د پرېکړو په ساختماني نقشه کې موجود وي، نه دا چې یوه حلقه د دولت او ملت تر منځ د دیوال په توګه ودرېږي.
راتلونکی له وخت له حاکمیت څخه جرئت غواړي:
جرئت چې د زړو سیورو له لاندې راووځو؛
جرئت چې د شفافیت او ګډ تصمیم پر بنسټ د نوې سیاست جوړښت پیل کړو؛
او جرئت چې وپوهېږو—ثبات د ملت په مشارکت او تفاهم کې دی، نه د موسمي امتیازاتو په سیاسي بازۍ کې.
تاریخ دروازه پرانیستې پرېښې ده؛ اوس وار زموږ دی.
که ورنه دننه نه شو، سبا به نه څوک ملامتوو، نه به څوک زموږ د برخلیک د بدلولو دعوه کولای شي او دا هغه تشه ده که عاقلانه تعامل ونشي اخر به زهر وشيندي
و ما علينا الا البلاغ
والله اعلم بالثواب